زابل، ترافيکي پېښه کي ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

دزابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کي دوه ۳۰۳ بس موټران ټکر شوي، چي په ترڅ کي يې دوه تنه وژل شوي او ۹تنه نور ټپيان شوي دي
پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې دکابل-کندهار په لوریه لاره دشاجوی په حسن خيلو سیمو کي رامنځ ته شوې ده
ټکر دټونس پيماټرانسپورټي شرکت ددوو ۳۰۳ بسونو ترمنځ پېښ شوی، چي لامل يې دموټر چلونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده
دپيښي ټپيان دشاجوی روغتون ته ليږدول شوي دي او دټپیانو روغتیايي وضعیت دډاډ وړ ښودل شوی دی
درې اونۍ وړاندي هم دزابل مرکز کلات ته څېرمه د۳۰۳موټر او ټېلر ترمنځ دټکر له امله تر۳۰ زیات کسان ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپیان شول
په دې وروستیو کي دهیواد په بېلابېلو سیمو کي ترافيکي پيښي زیاتي شوي دي، چي لامل يې تر ډیره دموټر چلونکو بې احتیاطي ښودل کیږي

افغانستان دنړۍ له هغو هیوادونو څخه دی، چي ترافيکي پيښي ډيري پکي ترسره کیږي

احمدظريف