صومالیا، موګادیشو کي موټر بم چاودنو وزیرانو او لوړ پوړو چارواکو ته مرګ ژوبله اړولې

دصومالیاپه پلازمینه موګادیشو کي په هغه هوټل موټر بم چاودني او بريد شوی چي وزیران او سياسيون به پکي میشت وو

چاودني او برید نن ماسپښين مهال په سنټرال هوټل شوي، چي ولسمشرۍ ماڼۍ او داستخباراتو مرکز ته نږدې واقع دی، چي په ترڅ کي يې دصومالیادټرانسپورټ وزیر نور فارح حرسی له دوو مرستیالانو سره  وژل شوی او دلومړي وزیرمرستیال، دپارلمان مرستیال او دکورنیو چارو پخوانی وزيرپکي ټپیان شوي دي،ویل شوي، چي په پېښه کي نور وزیران هم ټپيان شوي دي
راپورونه وايي، چي برید ددوو موټر بم چاودنو په وسیله شوی دی، یو موټر بم دهوټل په منځ کي او بل دهوټل مخي ته چاودلی دی، له چاودنووروسته دبرید کونکو او دهوټل دساتونکو ترمنځ نښته هم شوې ده
چارواکو ویلي، چي دبرید په مهال په هوټل کي ۷ وزیران، دولسمشر مرستیال او دپارلمان ګڼ غړي او نور سیاسي اشخاص موجود وو
دپولیسویوه مشر عبدالرحمن په لومړیو کي ویلي وو، چي په پېښه کي ۱۱ تنه وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي دي، خو وروستي معلومات ښيي، چي دوژل شویو کسانو شمېره تر۱۱ تنو لوړه ده او دډیری ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی
دبرید مسوولیت دالشباب اسلامي تنظیم په غاړه اخيستی دی، دالشباب ویاند شیخ عبدالعزیز ابومصعب ویلي، چي برید دوی کړی دی او هغه وزیران یې په نښه کړي، چي په هوټل کي موجود وواو دا په موګادیشو کي ددوی دعملیاتو یوه برخه ده
دا برید په روان کال کي دالشباب تر ټولو ستر بريد بلل شوی دی
دالشباب ډله چي له پلازمیني موګادیشو څخه په ۲۰۱۱ کال کي په شا شوه په موګادیشو کي یې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی

احمدظريف