سوريه, دبشارالاسد درژيم پوځیانو په حلب کي ۴۸ تنه اعدام کړي

دسوريې دحلب ولایت په حردتنین ښارکي دبشارالاسد درژيم پوځیانو او درژیم ملاتړو ملېشو ۴۸ تنه ولسي وګړي اعدام کړي دي، چي ۱۰ تنه يې ماشومان دي.

دسوریې دبشري حقونو دسازمان مشر رامی عبدالرحمن دا عام وژنه جنګي جرم بللي ده، نوموړي ویلي، چي دتیري سې شنبې په ورځ درژيم پوځیان او ملېشې دحردتنین ښار ته ننوتل او هلته يې دوسله والو مخالفینو دیارلس تنه له خپلو کورنیو سره اعدام کړي، چي ۱۰ تنه پکي ماشومان او ۵ تنه یې پکي ميرمني دي.

څو ورځي وړاندي دبشارالاسد درژيم پوځیان او ددوی ملاتړي ملېشې درتیان، حردتنین او باشکوی سیمو ته ننوتل او ۴۵ تنه یې اعدام کړل، ویل شوي، چي دیوې کورنۍ يې ۲۱ تنه حلال کړي دي.

راپورونه وايي، چي اوس مهال دغه سیمي درژيم دوسله والو مخالفینو په ولکه کي دي، ویل شوي، چي ددغو سیمو دنیولو په مهال لسګونه درژیم پوځیان او ددوی ملاتړي ملېشې وژل شوي او تر۷۰ زیات ژوندي نيول شوي دي.

دسوريې دبشري حقونو سازمان ویلي، چي په رتیان، حردتنین او باشکوی سمیو درژيم دبرید موخه په حلب کي مخالفينو ته دمرستو دلارو بندول او دزهرا او نبل ښارونو دکلابندي ختمول وو، دغه دواړه ښارونه له څو مياشتو راهیسي دوسله والو مخالفینو ترکلابندي لاندي دي.

راپورونه وايي، چي په حلب برسېره دسوريې په نورو سیمو دمشق، درعا او دیرالزور کي اوس مهال جګړې رواني دي.

احمدظريف