د روژې او رمضان په اړه لنډ فقهي معلومات

د روژې لغوي معنی:

روژې ته په عربی کې صوم وايي. د صوم اصلي معنی (ساتل) دي، الله د مريم عليها السلام په هکله فرمايلي دي: إِنِّي نَذَرْتُ لِلرَّحْمَنِ صَوْمًا، صوم دلته د چوپتيا په معنی دی ؛ځکه چې دا هم ځان (ساتل) دي له خبرو اترو څخه

په المحکم کتاب کې ذکر دي چې صوم: د خوراک، څښاک، نکاح او خبرو ترک ته ويلي کېږي.

الراغب کتاب کې دي چې صوم په اصل کې ځان ساتنې ته ويل کېږي له يو کار څخه له همدې امله هغه اس ته هم صائم ويل کېږي چې له تللو څخه ډډه وکړي.

د روژې اصطلاحي معنی:

روژه د شريعت په اصطلاح کې دې ته ويل کېږي چې مکلف انسان له سپېده داغه تر ماښامه د عبادت په نيت د ګېډې او شرمګاه له تقاضاوو پوره کولو څخه ځان وساتي.

د رمضان د روژې حکم:

د رمضان د  روژې فرضيت په قران، سنت او  اجماع د امت سره ثابت دی.

په قران کې يې فرضيت په دې ايت سره دی: كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ

په سنت کې يې ثبوت دې حديث سره دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: “بُني الإسْلاَمُ عَلَى خَمْسٍ”   چې د پنځو تفصيل کې يې صوم يعني روژه هم ياده کړې دی.

همدا راز يو صحرايي سړي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې پر ما کوم عملونه لازمي دي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم د روژې يادونه هم ورته وکړه.

او اجماع سره يې ثبوت په دا ډول دی چې د مسلمانانو له ډلې څخه يو چا يې هم له وجوب څخه انکار نه دی کړی.

د روژې په نيولو څوک مکلف دي؟

روژه په مسلمان، بالغ، هوښيار، روغ او مقيم سړي واجب دی، لکه چې الله تعالی فرمايلي دي: فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ

ابن حجر رحمه الله په فتح الباري کې (۱۲۴/۴) کې ويلي دي چې ابو الخير طالقاني پخپل کتاب حظائر االقدس کې د رمضان شپېته نومونه ذکر کړي دي.

ابن حجر رحمه الله (4/136)  کې ويلي دي چې د رمضان د نوم په هکله د خلکو اختلاف دی چا ويلي دي؛ ځکه ورته رمضان وايي چې: ترمض فيه الذنوب، ای تحرق، يعني ګناهونه به کې سوځي، ځکه چې رمضاء سختې ګرمی ته ويل کېږي، او چا ويلي دي چې اصلاً د رمضان پيل اتفاقاً په ګرمه زمانه کې وه.

د روژې ارکان:

د روژې رکنونه د علماوو د وينا په اختلاف درې ښودل شوي دي: زمانه، له دريو ماتوونکو څخه ډډه کول او نيت.

نيت د ځينې علماوو په نزد رکن نه بلکې شرط دی.

د احناف علماوو په نزد روژه کې شرطونه دوه دي: نيت او له ماتوونکو څخه ډډه کول، زمانه وردپاره شرط دی.

د روژې د وجوب زمانه د رمضان مياشت ده او د نيولو زمانه يې د همدې مياشتې ورځې دي فقط نه شپې.

د شعبان د مياشتې څارنه:

د رمضان د معلومتيا لپاره د شعبان د مياشتې شمېر او نېټه معلومول امت لپاره اړين دي ځک چې مياشت کله د نهه ويشتو وي او کله دېرشو باندې بشپړه شي.

حضرت عائشه رضي الله عنها روايت کوي: “كان رسول الله – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – يتحفظ من شعبان ما لا يتحفظ من غيره، ثم يصوم لرؤية رمضان، فإن غم عليه عد ثلاثين يوماً ثم صام”    (مسلم او ابوداود).

رسول الله صلی الله عليه وسلم به د شعبان د  مياشتې داسې شمېر کاوه چې د نورو به يې داسې نه کاوه بيا به يې روژه د رمضان په ليدو سره نيوله او که به مياشت ښکاره نشوه نو ډېرش به يې بشپړې کړې.

رمضان د ميآشتې ليدو يا د شعبان دبشپړېدو سره واجبېږي، نه جانتری او حساب سره:

د رمضان د فرضيت لپاره يې د مياشتې ليدل ضروري دي، حساب کا في نه دی، حضرت ابن عمر رضي الله عنهما روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: “إنا أمة أمية لا نكتب ولا نحسب الشهر” ( البخاري)

موږ داسې امت يو چې ليکل او  حساب د مياشتې نه کوو.

حافظ ابن الحجر رحمه الله (4/151-152)   ويلي دي چې عربو ته اميان ويلې کېدل ځکه چې ليک لوست کچه په کې ښکته وه، الله تعالی فرمايلي دي: هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الأُمِّيِّينَ رَسُولاً مِّنْهُمْ

دا نه ده چې ليک لوست والا څوک په کې نه وه بلکې وه مګر دا ده چې کم خلک وو.

او په حديث کې له حساب څخه مراد د نجومو حساب دی؛ ځکه چې نجومي حسابدانان په کې ډېر لږ وه، د روژې او نورو اسلامي مناسکو تعلق له همدې امله د مياشتو ليدو سره شوی تر څو ورته اسانه وي،  د روژې دا حکم د تل لپاره د ليدلو سره تعلق لري اګر که وروسته داسې خلک هم پيدا شي چې حساب باندې پوهېږي او په حساب يې معلولی شي، بلکې د پورته حديث  له سياق څخه خو داسې ښکاري چې حساب يو مخ نفی شوی حکم بالکل ورسره تعلق نلري.

ابن حجر رحمه الله په تلخيص الخبير (2/187-188)   کې ويلي دي چې ابن دقيق العيد وايي په روژه کې په حساب باندې اعتماد روا نه دی ځکه چې د نجموميانو د وينا مطابق سپوږمی له لمر سره پيوست وي ځکه چې دوی په حساب سره مياشت په ليدو  يوه ورځ يا دوه ورځې را مخته کوي چې د دې خبره په شريعت کې څه ثبوت نشته دی ، که چېرې داسې پېښه شي چې حساب سره دا دليل قائم کړل شي چې سپوږمی را ختلې دی، ليدل هم شوني دي مګر خنډ موجود دی لکه ورېځ وغيره، نو دلته خو د سبب شرعي موجود شو د چې تقاضا د وجوب لري  نو زه وايم: بلې هو! دا خبره به منل کېږي چې منل يې د خبرې له رښتينتوب سره تعلق لري حال دا چې رښتينتوب لپاره يې شرعاً مشاهده ضروري شوې اودلته مشاهده نه ده شوې نو ځکه ورته اعتبار نشته دی.

حافظ ابن تيميه په “مجموع الفتاوى” (25/131-132) :   کې ليکلي دي ما ډېر داسې خلک وليدل چې په رمضان او نورو مياشتو کې جاهلو اهل حسابو په وينا د ليدلو او نه ليدلو په هکله باور کوي حتې تر دې مې اورېدلي چې ځينو قاضيانو د عادلو شاهدانو شهادت چې تعداد به يې پوره وه د همدې دروغجنو حسابدانانو په وينا رد کړی.