د بغلان په ولایت کې د تسلیت او بیعت ویډیويي راپور

دشهید امیرالمومنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله د ویاړمن شهادت په مناسبت په بغلان ولایت کې یوه پراخه غونډه جوړه شوه،له سیمې نه د الاماره ویب پاڼې همکار خبر راکوي،په غونډه کې چې د سیمې علما‌ء کرامو، مسولینو، مجاهدینو او عامو خلګو برخه اخیستې وه ، لومړی د شهید منصور صاحب روح ته دعا وشوه او د نوموړي د شهادت له امله د اسلامي‌امارت زعامت او د شهید درنې کورنۍ ته د تسلیت مراتب وړاندې شول، ورپسې د غونډې برخوالو له نوي‌امیر امیرالمومنین شیخ الحدیث هبة الله اخندزاده حفظه الله سره بیعت وکړ.

په لاندي‌ورکړل شویو لینکونو کې د غونډې ویډیویي راپور کتلی شئ