داسلامي امارت د اتل شهید ملا دادالله  رهبر او منصور دادالله  دکورنۍ او ملګرو د بیعت  اعلان (ويډیو)

د اسلامي  امارت  له  مسئولینو او مرحوم  امیر المؤ منین  ملا محمد عمر مجاهد  رحمه الله  د کورنۍ له اعضاء سره تر ګډو مجالسو او تفاهم  وروسته  د پنجشنبي په ورځ  د۱۴۳۷ هـ ق کال د ذالقعدي د میاشتي  په ۹ نیټه  په وروستۍ ګډه  ناسته کې د شهید ملا داد الله  رهبر او منصور داد الله   پلار محترم حاجي عبدالله  او د نوموړیو زامنو او  وروڼو (شیراغا او عبدالخالق  مشهور په ګران اغا)او دشهید ملا داد الله اخند وراره ملا احسان الله او د کورنۍ  ټولو اعضاؤ او همدارنګه  د قومندانانو له جملي څخه  ثاني ملا محمدداود اخند، ملا محمد صادق اخنداویو شمیر ملګرو یې د اسلامي امارت له زعیم امیر المؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخند زاده  صاحب  سره  خپل  بیعت اعلان کړ  او ژمنه یې وکړه چي د اسلامي امارت  په واحد او مقدس صف کې به  په  پوره اطاعت سره خدمت کوي  او په خپل ټول توان سره به کوښښ کوي چي داسلامي امارت  په خلاف  د اسلام  او وطن  د دښمنانو ټولي دسیسي خنثی کړي.

د مجلس په بهیر کې دشهید ملا دادالله  رهبر والد صاحب  د خپلو خبرو په  جریان کې وویل،(( زموږ کورنۍ د روسانو په مقابل کې جهاد کړی او داسلامي امارت تر قیادت  لاندې  مو د امریکایانو د یرغل په خلاف  مبارزه کړې او کوو به یې، باید ووایم چې  موږ د اسلامي امارت  وو او په اینده کې به هم یو. هغه کسان او اشخاص چې اوس وخت زموږ له نامه نه بده استفاده کوي او نورو مخالفو جهتونو ته  وعدې  ورکوي ، زموږ  د کورنۍ هیڅ  نوعه  ملاتړ نشته  ورسره او موږ یې  په کلکه  ردوو.))

 په مقابل کې د اسلامي امارت  مسئو لینو ډاډ ورکړ  چي اسلامي امارت  زموږ او ستاسي ګډ کور دی او د اسلامي امارت  مسئولین  به  ستاسو مشرانو او کشرانو ته  د خپلو مشرانو وروڼو او کشرانو او لادونو په  نظر ګوري .

غونډه داسلامي امارت  د اتحاد او اتفاق  په  دعا سره  پای  ته  ورسیده .

ــ

په لاندي ورکړل شوي لینک کې د اسلامي‌امارت د اتل شهید ملا دادالله رهبر د والد صاحب حاجي‌عبدالله ویډیو یي پیغام کتلي شئ، چې د خپلې کورنۍ په نماینده ګي یې له امیرالمو منین شیخ الحدیث هبة الله اخندزاده سره بیعت اعلان کړی دی

د ویډیو کتلو  لینک
د ډاونلوډ لینک