جنګي جنایتونه (نومبر)

سید سعید

د روان( ۲۰۱۶،ز) کال دنومبر دمیاشتي په  ۲مه نیټه یرغلګرو ځواکونو دداخلي عسکرو سره   په ګډه چاپه  او بمبارکي دکندز په بز کندهاري،الچین پل او حضرت سلطان  سیمو کي شپیته تنه ملکي هیوادوال شهیدان کړي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي. په دغه بمبار کي پنځوس کورونه ویجاړ شوي او خلګو ته دلوی ځاني زیان سره سره پراخ مالي تاوان هم رسیدلی دی.

د نومبر په ۳مه د فاریاب ولایت دخواجه سبز پوش ولسوالۍ په قلعه کوسه کي د داخلي عسکرو  د هاوانونو په ډزوکي درویشت  تنه ولسي وګړي  شهیدان شوي او شپاړس تنه  ژوبل شوي دي.دځایې خلګو په وینا دغه برید دواده پر مراسمو شوی او له همدې امله یې زیان هم لوی دی او دپیښي  ټول قربانیان ولسي وګړي دي.

د نومبر په ۴مه د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په نوکړخېلو سیمه کي کورنیو عسکرو د یو ې چاپې په مهال پنځه  تنه ولسي وګړي شهیدان کړي او پنځلس تنه یې  ټپیان کړي دي.

د نومبر په ۶مه د پکتیکا ولایت په یوسف خېل ولسوالۍ کي  داخلي عسکرو د ولسي وګړو د سپرلۍ په موټر ډزي کړي،په ډزوکي دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

دنومبر په ۸مه د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ په اوراین سیمه کي دداخلي عسکرو په بمباریو او دتوپچي په ډزوکي درې تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او اووه تنه ژوبل شو ي دي.

د نومبر په ۱۱مه د غزني ولایت د واغز ولسوالۍ په سمانزو کلي کي د ځایې عسکرو په برید کي یوه ښځه شهیده شوې ده.

د نومبر په ۱۱مه د ننګرهار ولایت  دغني خېلو ولسوالۍ په مارکو سیمه کي د داخلي عسکرو دتوپچي په ډزو کي درې تنه  ولسي هیوادوال شهیدان شوي او دوې میرمني ټپیاني شوي دي.

د نومبر په ۱۳مه د غزني ولایت د شلګر ولسوالۍ په شینکي کلي کي دکورنیو عسکرو په ډزوکي یو ملکي وګړی شهید شوی او دوه کوچنیان ټپیان شوي دي.

دنومبر په ۱۹مه د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په جبون ډاګ سیمه کي دکورنیو عسکرو دچورلکو په یوه برید کي یوه میرمن شهیده شوې او دوه سړي زخمیان شوي دي.

د نومبر په ۲۲مه د نورستان ولایت  د دواب ولسوالۍ په بجګل کلي کي د ولسوالۍ میشتو عسکرو دهاوان په پیر کي درې میرمني او یو ماشوم ټپیان شوي دي.

د نومبر په ۲۵مه د لغمان مرکز مهترلام په صافي کلا سیمه کي دداخلي عسکرو دهاوان په ډزوکي کي یوه ښځه شهیده شوې او څلور تنه نور ژوبل شوي دي.

د نومبر په ۲۸مه دفراه ولایت د فراه رود ولسوالۍ په  وریي سیمه کي داخلي عسکرو دیوې جنازې په مراسمو برید کړی،یو تن پکي شهید شوی او لس تنه ژوبل شوي دي.عسکرو په یاد شوي برید کي پنځه تنه ولسي وګړي بندیان کړي چي وروسته یې ترې درې تنه اسیران شهیدان کړي دي.

دنومبر په ۲۹مه دزابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ  د خان کورو په سیمه کي اربکیانو یو  ۱۵ کلن هلک نادرخان دمحمد جان زوی شهید کړی دی.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]