طالبان،2016م کال— ننګوني او بریاوي …!!

لیکنه :  موسی فرهاد  / 2016 / دسمبر / 31

تېر میلادي 2016م کال یوازي د طالبانو لپاره د نوښتونو کال نه و ، بلکي په نړیواله کچه داسي نوي پېښي په کښي را منځ ته شوي چې د راتلونکو سترو بدلونونو ښکارندویي کوي .

د بیلګې په توګه د امریکا په ولسمشریزو ټولټاکنو کې د توقع خلاف هیښنده بدلون، په سوریه کې د روس او امریکا علني سیالي او ظاهراً د روسانو برلاسي،  له اروپایی ټولني نه د بریطانیا وتل او په ټوله کې د لومړي ځل لپاره د اروپایی اتحادیې د له منځه تللو آثار را برسیره کیدل ،  د ناټو د نظامي ټلوالي پر نورو اروپایی غړو د نوي امریکایی مشر ډونالډ ټرمپ بې باوري،  د عربي نړۍ خصوصاً سعودي عربستان او ایران ترمنځ د اوږدې مودې سړې سیالۍ شکل بدلیدل او په مخامخ جګړیزه هغه بدلیدل ،  د امریکا په وړاندي د روس+چین په سرکردګۍ کې په تیزۍ سره د یو خاموشه بلاک رامنځ ته کیدل ، په افغانستان کې د امریکا د تاواني ښکیلتیا په اړه د امریکا په پالیسي کې تزلزل او د یوازیتوب او ناکامۍ احساس، په سیمیزه کچه د چین له لوري د چینایی سیاست او اقتصاد رول زیاتول ،،، دا او دې ته ورته نوري وړې او لویې بیلګې شته چې په تېر عیسوي 2016م کال کې یې بروز کړی او په نژدې راتلونکي کې یې له امله د سترو بدلونونو د رامنځ ته کیدو اټکلونه په یقین بدل شوي دي.

تېر میلادي کال د طالبانو لپاره هم له نوښتونو ډک کال بلل کیدای شي ، له یو شمېر ننګونو سره سره یې داسي بریاوي هم ترلاسه کړي چې له وړاندي یې دومره پیاوړی اټکل نه کیده .

د طالبانو په وړاندي ننګوني

1 – د طالبانو لپاره ترټولو لویه ننګونه دا وه چې د یوه کال په دننه کې د دوهم ځل لپاره د زعامت له خلا سره مخ شول ، ملااخترمحمد منصور چې د طالبانو ډېر پیاوړی سیاسي او پوځي رهبر و ، د 2016م کال په پنځمه میاشت کې د امریکایي ډرون الوتکي په وسیله شهید کړل شو .  دا د طالبانو لپاره خورا لویه غمیزه او ستره ننګونه ځکه وه چې تر دې یو کال وړاندي د مخکني أمیر، ملامحمدعمر مجاهد د وفات واقعه رامنځ ته شوه او په پایله کې یې د  نوي انتخاب پرڅرنګوالي یو لړ اختلافات را پیدا شول .

2 – دویمه ستونزه د طالبانو لپاره په نظامي برخه کې د پرمختګ چاره وه، چې آیا نوی زعامت ؛ چې پوځي وړتیا یې د مخکنیو مشرانو په پرتله کمه ګڼل کیږي ؛ آیا هغه به وکولای شي چې دا پیچلي چریکي او جبهي جنګونه په بریالیتوب سره پرمخ یووړلای شي .

3 –  درېیم مشکل دا اټکل کیده  چې په طالبانو کې موجود نارضایتونه چې له وړاندي یې شتون درلود ؛ ممکن نور هم دومره پراخ شي چې د ټوټه کیدلو باعث وګرځي .

4 –  څلورم چیلنج دا و ، کله چې د نظامي چارو په پرمخ بیولو کې د نیمګړتیا ګمان کیده او په عین حال کې د داخلي ناخوښیو د زیاتیدلو وېره وه ؛ نو طبعي ده چې په سیاسي میدان کې به هم طالبان له رکود سره مخ کیږي ، په داسی حال کې چې تردې مخکي دوی د سیاسي ارتقاء په حال کي وو .

5 –  پنځم ازمویښت د مالي ستونزو د کمولو لاري چاري وي ، ځکه چې د پورتنیو څلورو واړو چیلنجونو په شته والي کې مالي بحران هم حتمي ګڼل کیدای شوای .

مګر داچې طالبان پر دې ستونزو څنګه لاس بري شول او څنګه یې وکولای شوای چې له دې ټولو ننګونو څخه نه یوازي داچې په بریالیتوب سره ځان خلاص کړي ؛ بلکي تر اټکل زیات یې د دې هرمشکل په مقابل کې پرمختګ وکړ.

 طالبانو څنګه د دې ننګونو مقابله وکړه ..؟

کله چې د طالبانو د مخکني مشر مرحوم ملااخترمحمد منصور د شهادت خبر خپور شو او خپله اوباما د امریکا لپاره دا یوه ښه لاس ته راوړنه او بریا وګڼله ، او په څنګ کې یې د کابل حکومت هم په دې زیاته خوښي څرګندوله . دوی ټولو فکر کاوه چې دا ځل د طالبانو ترمنځ ژور اختلافات حتمي رامنځ ته کیدونکي او په دې توګه دوی له منځه تلونکي دي .

خو برعکس دامریکا دا ډول کړنه او دا ډول اظهاراتو  په معنوي لحاظ پر ټولو افغانانو خصوصاً پر طالبانو یو قسم بد اغیز وکړ ؛ چې په نتیجه کې یې دوی هغه اختلافات چې درلودل ؛ هم هیر کړل او په سل سلنه متفقه شکل یې د نوي زعیم په انتخاب کې هڅه وکړه ، ټولو نظامي قومندانانو ، سیاسي مشرانو ، دیني علماؤو او نورو وګړو  یې د بیعت او ملاتړ آواز اوچت کړ .

ځینو هغو خلکو چې د مخکني زعیم د انتخاب په اړه یې ملاحظات لرل او نا خوښه وو ؛ هغوی هم له نوي مشر سره یو په بل پسي بې له قید و شرطه بیعتونو ته لاس ور اوږد کړ .

د نوي امیر شیخ هبة الله صاحب له ټاکل کیدو سره سم په هیواد کې د پوځي عملیاتو څپه هم خورا ګرمه او تونده شوه ، تر دې چې په لسګونو ولسوالۍ د طالبانو په لاس په کامل ډول سقوط شوي . د شپږو مهمو ولایتونو مرکزونه ، لکه هلمند، ارزګان ، فراه ، بغلان ، کندوز ، میدان وردګ او داسي نور … د طالب ځواکونو تر کلکي محاصرې لاندي راغلل چې تر همدا اوسه یې د سقوط خطر پرځای پاتی دی .

د کال په اوږدو کې جګړو په ټول هیواد کې دومره زور واخیست چې امریکایانو خپله هغه ستراتیژي او تګلاره بدله کړه ، چې ویلی وو امریکایی عسکر به نور په جګړو کې برخه نه اخلي او د شپاړسم کال ترپایه به د خپلو ځواکونو شمېر کموي ، دا هرڅه یې پریښودل ، د کابل ادارې د بیا بیا غوښتنو او فریادونو او د طالبانو له لوري د جدي خطر د محسوسولو له امله اوباما خپلو عسکرو ته د هوایي او ځمکنیو او شپنیو عملیاتو د ترسره کولو پراخه اجازه ورکړه . چې په نتیجه کې یې د امریکایی قومندان په خبره په څلورو میاشتو کې 700 ځله هوایی بمبارونه ترسره کړل . چې له امله یې څو ځله د سلګونو هیوادوالو د وژلو بشري فاجعې رامنځ ته شوي . خو بیا یی هم ونشوای کړای چې د طالبانو د  تکتیکي بریدونو مخه ونیسي او هغه سیمي چې د کابل له حکومتي ځواکونو یې نیولي وي ؛ بیرته حکومت ته ور وګټي .

 په دې اړه د یو راپور لنډیز

د طالبانو له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي چې دوی د تېر کال په جریان کې ټول ټال (9153) عملیات ترسره کړي ، چې په اوسط ډول هره ورځ 26 بریدونه کيږي.

دوی ویلي چې د تېر کال په اوږدو کې (266) تنه بهرني عسکر وژ ل شوي او (135) نور ټپيان شوي دي. طالبانو په تېر کال کې کورنيو عسکرو، پولیسو او اربکيانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه هم ويلی چې هغوی چونکه د امریکایی ځواکونو په مخکي د سپر غوندي جنګیږي نو ځکه ترټولو زیات ځاني تلفات دوی ته رسیدلي چې تقریباً (17539) تنه وژل شوي او (11272) ټپيان شوي دي .

طالبان زیاتوي چې په تیر کال کې په ټول هیواد کې د دښمن (28) چورلکې او طیارې رانسکورې شوي دي چې (14) يې چورلکې، (10) يې بې پیلوټه الوتکې، (2) ایف-16 الوتکې او (2) نورې غټې بار وړونکي نظامي الوتکي په کې شاملې دي .

همداراز دوی وایی چې د دښمن (3427) بیلابیل وسایط ، لکه شوبلې ، رینجر ، ټانګونه او داسی نور … یې تخریب کړي دي .

له بل پلوه د امریکایی ځواکونو عمومي قومندان جنرل نیکولسن وویل : چې یوازي د جنوري په میاشت کې 900 افغان عسکر له طالبانو سره په جګړو کې وژل شوي ، او د ناټو ځواکونو ویاند کلیف لینډ وویل چې په 7 میاشتو کې قریب 5000 افغان عسکر وژل شوي .

بل طرف ته افغان عسکرو ، پولیسو ، اربکیانو او نورو ملیشو هم د مقاومت او جګړې مورال له لاسه ورکړ ، هرځای په لسګونو او سلګونو تنو له جګړې لاس واخیست او له طالبانو سره یوځای شول ، په ارزګان کې یو پوره کنډک چې 150 تنه عسکر پکي میشت وو ؛ طالبانو ته له 30 شوبلو او زرګونو میله وسلو او وسایطو سره یوځای تسلیم شول . دا راز په هلمند کې یوه قرارګاه چې 70 تنه د ملی اردو عسکر وو ؛ له وسلو او مهماتو سره تسلیم شول .

نو د جګړو دا ډول زور اخیستني د کابل حکومت او د هغوی بهرني ملاتړي هک حیران کړل ، د دوی هغه اټکلونه چې د طالبانو د مشرتابه په له منځه تللو به سم وخیژی ؛ غلط ثابت شول.

 د اختلافاتو او نارضایتونو له منځه وړل

الف –  لکه مخکي چې یادونه وشوه په کوم شکل چې ښاغلی منصور د امریکایانو او د هغوی د سیمیزو همکارانو له لوري له منځه یووړل شو او بیا امریکایانو او افغان ملاتړو یې ورباندي ترحد زیاته خوښي وښودله ؛ دې ټکي طالبان دې متوجه کړل چې هر ډول اختلافات یې تر ډېره حده شاته پریښودل . او نور هم سره یو موټی شول،

ب –  دویم داچې د طالبانو نوی امیر شیخ هبة الله صاحب چونکه یو ستر دیني عالم دی ، رقابتونه یې په وړاندي نشته او یا بیخي کم دي ، هرڅوک ورته د قدر په سترګه ګوري ، نو هرچا چې له مخکي کوم سطحي اختلافات او یا ملاحظات درلودل ؛ هغوی هر یوه یې دعوت پرته له کوم قید و شرطه ومانه . او ټولو یو په بل پسی بیعتونه وکړل .

 سیاسي پرمختګ

2016م کال د تیري یوې نیمي لسیزي په پرتله د طالبانو لپاره داسی یو کال وو چې هغوی په سیمیزه او نړیواله کچه یو ښه سیاسي وجاهت ترلاسه کړ . د دې یو ښه ثبوت د مسکو وروستۍ غونډه ده چې د امنیت شورا دوه دائمي غړي روس او چین پکي شریک ول او په علني ډول یې د امنیت شورا له لوري د تور لیست څخه د طالب مشرانو د ایستلو غوښتنه وکړه .

د څیړونکو له نظره دا ځکه یو ډېر مهم سیاسي پرمختګ دی چې طالبانو ته دا امتیاز د دوو سترو نړیوالو ځواکمنو هیوادونو لخوا په داسی حال کې ورکول کیږي ، چې هغوی (طالبان) نه   خو خپله په یاده غونډه کې شریک ول او نه یې د دا ډول سیاسي رسمیت پیژندني غوښتنه ، د څه معاملې په بدل کې له دوی کړي ، بلکي دا د دې ثبوت دی چې طالبان د یو ریښتیني واقعیت او د افغانستان د اصلي نماینده په حیث اوس نړیوال پیژني .

زما په فکر، دې مسئلې لکه څومره چې طالبانو ته یو نوع ښه سیاسي وجاهت ورکړی ؛ په همغه اندازه یې په مقابل کې د افغان حکومت سیاسي حیثیت ته لویه ضربه رسولي . له همدې ځایه وه چې د کابل حکومت یې په وړاندي د سختي مایوسۍ غبرګون وښود . ځکه چې اشرف غني په دې وروستیو کې د طالبانو د نوي مشر شیخ هبة الله صاحب نوم په تورلیست کې د داخلیدلو غیرقانوني غوښتنه ، او د حکمتیار د نوم د ایستلو مطالبه  وکړه .

نو نه یوازي داچې د هغه غوښتني ته تراوسه مثبت ځواب نه دی ویل شوی، بلکي د چین او روسیې لخوا چې د امنیت شورا دائمي غړيتوب لري ؛ د طالبانو د نورو مشرانو په اړه هم د تور لیست د ختمولو غوښتنه وکړه .

د دې ترڅنګ طالبانو په هیواد کې د سولي په اړه هیوادوال تر ډېره داسی وپوهول چې د سولي په نوم چې د کابل اداره او د هغوی امریکایی ملاتړي کومي نارې وهي ، دا ريښتیني نه دي . بلکي یو تزویر او دوکه ده . په قطر کې په دې وروستیو کې یوه ډله بې طرفه هیوادوال ژورنالستان ، د پوهنتون استاذان ورغلل له طالب استاذو سره یې درې ورځي د سولې او نورو اندیښمنو مسائلو په اړه علني خبري او پوښتني وکړي چې د هغوی ځوابونه ترډېره د خلکو لپاره قانع کوونکي وځلیدل .

دا راز په وروستیو کې د ټولګټو پروژو ساتني ته د طالبانو ژمنتیا ، او په ورځنیو عدلي او حقوقي قضایاوو کې له هیوادوالو سره همکارۍ هم د طالبانو محبوبیت زیات کړی دی . ځکه چې په مقابل کې یې د کابل د حکومت قضايی سیسټم دی چې بنسټ یې پر رشوت ایښودل شوی ، څه موده وړاندي رسنیو د یوې سروې راپور خپور کړ چې ویلي وو  په تېر یوه کال کې د کابل ادارې قضايي او نورو چارواکو له هیوادوالو څخه 3-میلیارده ډالره په رشوت کې اخیستي دي. نو طبعي ده چې په داسی برملا بډي اخیستونکي نظام کې د هیوادوالو ستونزي هیڅکله هواريدی نشي بلکي د ژوند چاري یې په ټپه وردروي.

طالبان او د هغوی مالي حالت

حقیقت دا دی چې طالبانو له وړاندي هم کوم ستر مالي منابع نه درلودل او نه یې لري ، حتی د اسلامي امارت د حاکمیت پرمهال هم پر هغوی باندي د امریکایانو په امر د نړیوالو له خوا اقتصادي بندیزونه لګیدلي وو ، بیا چې یې نظام د امریکایی یرغل په پایله کې سقوط شو ، او د دوهم ځل لپاره یې د هیواد د آزادۍ په موخه چریکي جهادي مقاومت پیل کړ ، مالي امکانات یې د نیشت برابر وو ، یوازي د هیوادوالو مرسته ورسره وه چې په کورونو کې به یې د ډوډۍ ورکولو انتظام کاوه . تردې چې له چریکي جګړو څخه یې مقاومت جبهي جنګونو ته ورسید او په پراخه پیمانه یې وخت په وخت غنیمتونه ترلاسه کړل.

د دې ترڅنګ په هیواد کې دننه او بهر د هغو متطوعینو مسلمانانو مالي کومکونه وو چې د خپلو حکومتونو په پټه یې له طالبانو سره د یوې الهي فریضي د پرځای کولو په موخه د انفاق فی سبیل الله په شکل کې کول ؛ چې هغه تراوسه پوري هم جریان لري ، او څومره چې د طالبانو عملیات پراخیږي هومره ورسره د خلکو مرستي زیاتیږي ځکه چې هغوی ټول دا مرستي د خپل احساس له مخي کوي او هغوی د مجاهدینو اړتیاوي محسوسوي چې اوس یې د پخوا په پرتله ضرورتونه زیات وي .

له بل پلوه اوس طالبان په هیواد کې دننه تقریباً یو منظم حکومتي تشکلیلات لري ، له لویو ښارونو او مراکزو پرته د هیواد پر ٪75فیصده خاوره مجاهدین واکمن دي او په دې کې چې څومره سرکاري عایدات دي ؛ هغوی ټول اوس د طالبانو مالي بودیجی ته ځي ، چې هم یې هیوادوالو ته د امنیت او قضایی چارو آسانتیاوي مهیا کړي او هم یې د فساد ، غلا او رشوتونو مخه نیولي. په همدې آساس هیوادوال هم دې ته تیار دی چې سرکاري مالي عائدات طالبانو ته ورکړي . د بیلګې په توګه د مخابراتي سیستم ، بریښنا ، ترانسپورت ، معادن ، سوداګري ، زراعت ، مالدارۍ او داسي نور منابع چې مالیات اخیستل یې قانوني او شرعی جواز ولري ، مجاهدین یې مالي عائدات ترلاسه کوي او په بدل کې یې هیوادوالو ته مربوطه اړیني آسانتیاوي برابروي .

دا چاره هم د پخوا په پرتله په تېر شپاړسم میلادي کال کې نه یوازي داچې کمه شوي نه ده ، بلکي نوره یې هم پراختیا موندلي ده . د طالبانو د یوې سرچینې په قول : په تېر کال کې یوازي د معادنو – چې ، سنګ مرمر، رخام ، اوسپنیزه ډبره یا کوروم ، د ډبرو سکاره یا کویله او داسی نور… پکي راځي ؛ له لاري نه مجاهدینو ته تقریباً 220 میلیونه افغانۍ ترلاسه شوي دي . په داسی حال کې چې طالبان وایی دوی ډېره لږه اندازه د قانوني مالیې په بڼه ځینی اخلي؛ چې په مقابل کې یې د امنیت او نورو اسانتیاوو ذمه طالبان پرغاړه اخلي .

دا رنګه له نورو هغو منابعو نه چې مخکي یې نومونه یاد شول ؛ هم مالیات ترلاسه کوي چې دا د طالبانو لپاره خورا غټ عائد په دې وجه بلل کیږي چې یو خو په طالبانو کې فساد او مالي اختلاس نشته او بل دوی د کابل د چارواکو په څیر د مرفه ژوند عادت نلري چې ټریلیونه ډالر یې له امریکا او ناټو څخه ترلاسه کړل خو هیڅ یو غریب هیوادوال ځینی برخمن نشو . یوازي د کرپټ او مفسدو چارواکو د غرایزو د اشباع لپاره وکارول شول . وبس .

خلاصه دا چې تېر کال د طالبانو لپاره له ننګونو ډک کال ګڼل کیده ، خو دوی ډېر په بریالیتوب سره نه یوازي داچې له اټکل شده او یا حقیقي ننګونو څخه ځان خلاص کړ ؛ بلکي نوره یې هم نظامي بریا او سیاسي ارتقاء په برخه شوه. چې د کتونکو په اند، یاده بریا یې لاهم مخ پر وده بریښي .

پای ……………………..!!