دعوت او ارشاد: په ډسمبر کې ۹۰۹ تنه د کابل ادارې کارکونکي له اسلامي امارت سره یو ځای شوي دي

د تېر (۲۰۱۶م ) کال د ديسمبر په میاشت کې د اسلامي امارت د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون په هڅو او د ځایي مجاهدینو په ملاتړ د افغانستان په مختلفو ولایاتو کې ۹۰۹ تنه چې د کابل ادارې اړوند بیلابیلو ارګانونو کې په کار بوخت وو، د حقایقو په درک کولو له دغه فاسد رژیم څخه را ووتل او د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یوځای شول.

دوی مختلف النوعه لویې او وړې وسلې، مخابرې، وسایط او یو زیات شمېر مهمات مجاهدینو ته سپارلي.

د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یو ځای شوو هیوادوالو وعده وکړه چې نور به د خپل دین او وطن له خارجي او داخلي مزدورانو سره هیڅ راز تعلق نه ساتي، له خپل مظلوم ولس او مجاهدینو وروڼو سره به همکاري کوي، تر څو لوی خدای جل جلاله ژر تر ژره زموږ له ویاړلې خاورې د کفر، فسق، اشغال، فحشاء او ګمراهیو کرغیړن ټغر ټول کړي او د مسلمانانو د خوښې یوه سوچه اسلامي واکمنۍ رامنځته کړي، چې ټول افغانان پرې راټول شي.

د اسلامي امارت د دعوت و ارشاد، جلب او جذب کمیسیون مشرتابه دوی ته هرکلی ووایه، انعامونه او جایزې یې ورکړې او د دوی دغه نیک اقدام یې ډیر وستایه، چي د یرغلګرو او لاسپوڅي رژیم څخه یې را ووتل او د افغانستان اسلامي امارت له مجاهدینو سره یې خپل پیوستون اعلان کړ.

تفصيلي یې په لاندي لینکونو کي لوستلی شئ.

د جنوب ختیځ، مشرقي او شمال شرقي (۲۰) ولایاتو څخه د دعوت او ارشاد د ديسمبر د میاشتې تفصیلي راپور

د جنوب لویدیځ، مرکزي او لویدیځ (۱۴) ولایاتو څخه د دعوت او ارشاد د ديسمبر د میاشتې تفصیلي راپور