په ټول هیواد کې ۴۱ ولسوالۍ بشپړې د مجاهدینو په لاس کې دي

په ټول هیواد کې د اکثرو ولسواليو  له مراکزو ماسوا نورې ډيرې پراخه حتي د ډيرو ولسوالیو ټولې اړوند سیمې د مجاهدینو په ولکه کې دي، دښمن د ځينو ولسواليو صرف مراکز لکه یوه پوسته غوندې په کنترول کې لري، نورې سیمې يې د مجاهدینو په ولکه کې دي، خو په لاندې راپور کې موږ صرف هغه ولسوالۍ یادوو چې د مرکز په ګډون بشپړه  د مجاهدینو په واک کې دي.

دغه ډول ولسوالۍ دهیواد په سطحه ۴۱ ته رسیږي چې مرکزونه او ټولې اړونده سیمې  يې  له مجاهدینو سره دي او حتی الممکن يې اړوندې ادارې د مجاهدینو لخوا فعاله شوي دي، تفصیل يې تاسو لاندې لوستلی شئ:

۱ ــ هلمند کې ۷ ولسوالۍ د مجاهدینو سره دي ( باغران، بغنی، موسی کلا، نوزاد، دیشو، ناوه او خانشین )

۲ ــ پکتیکا کې ۵ ولسوالۍ د مجاهدینو سره دي ( نکه، ګیان، چهاربران، ډيله  او اومنه )

۳ ــ غزني کې ۴ ولسوالۍ له مجاهدینو سره دي ( ناوه، خوګیاڼي، رشیدان او زنخان )

۴ ــ فراه کې ۴ ولسوالۍ له مجاهدینو سره دي ( ګلستان، بکوا، بالابلوک او خاکسفید)

۵ ــ  سرپل کې ۴ ولسوالۍ له مجاهدینو سره دي ( کوهستانات، شیرم، الفتح او البدر)

۶ ــ کندهار کې ۳ ولسوالۍ له مجاهدینو سره دی ( غورک، ریګستان او میانشین)

۷ــ بدخشان کې ۲ ولسوالۍ له مجاهدینو سره دی ( یمګان او وردوج )

۸ــ زابل کې ۲ ولسوالۍ له مجاهدینو سره دی ( خاک افغان او نوبهار)

۹ــ فاریاب کې ۲ ولسوالۍ له مجاهدینو سره دي ( خواجه ناموسی او خیبر)

۱۰ــ بغلان کې ۱ ولسوالۍ له مجاهدینو سره ده ( دهنه غوري)

۱۱ــ نورستان کې ۱ ولسوالۍ له مجاهدینو سره ده ( منډول)

۱۲ــ خوست کې ۱ ولسوالۍ له مجاهدینو سره ده ( قلندر)

۱۳ ــ بلخ کې ۱ ولسوالۍ له مجاهدینو سره ده ( البرز)

۱۴ ــ پکتیا کې ۱ ولسوالۍ له مجاهدینو سره ده ( ارمه)

۱۵ــ ارزګان کې ۱ ولسوالۍ له مجاهدینو سره ده ( خارخورده)

۱۶ ــ لوګر کې ۱ ولسوالۍ له مجاهدینو سره ده ( خروار)

۱۷ ــ غور کې ۱ ولسوالۍ له مجاهدینو سره ده ( مرغاب)

په نورو ولایاتو کې د ګڼو ولسوالیو ډيرې پراخه ساحي حتی ټولې ساحي د مجاهدینو په ولکه کې دي، خو مراکز يې په ولکه کې نه دي، نو مو ځکه په دغه راپور کې یادې نکړي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۴۳۸/۴/۴هـ ق

۱۳۹۵/۱۰/۱۴هـ ش ــ 2017/1/3م