دعوت او ارشاد: په جنوري کې ۱۷۹ تنه د کابل ادارې کار کونکي د اسلامي امارت سره یو ځای شوي

د تېر (۲۰۱۷م ) کال د جنوري په میاشت کي د اسلامي امارت ددعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون په هڅو او د ځایي مجاهدینو په ملاتړ د افغانستان په مختلفو ولایاتو کې ۱۷۹تنه چي د کابل ادارې اړوند بیلابیلو ارګانونو کي په کار بوخت وو، د حقایقو په درک کولو د دغه فاسد رژیم څخه راووتل او د اسلامي امارت د مجاهدینو سره یو ځای شول.

دوی مختلفه النوعه لویې اووړې وسلې ،مخابرې ،وسایط اویوزیات شمېرمهمات مجاهدینوته وسپارل .

داسلامي امارت له مجاهدینوسره یوځای شووهیوادوالووعده وکړه چي نوربه دخپل ددین اووطن دخارجي اوداخلي مزدورانوسره هیڅ رازتعلق نه ساتي ،دخپل مظلوم ولس اومجاهدینووروڼوسره به همکاري کوي ،ترڅولوی خدای جل جلاله ژرترژره زموږله ویاړلې خاوري څخه دکفر،فسق ،،اشغال ،فحشاءاوګمراهیوکرغیړن ټغرټول کړي اودمسلمانانودخوښي یوسوچه اسلامي واکمني رامنځته کړي چي دټول افغانان پرې راټول شي .

داسلامي امارت ددعوت ،ارشاد،جلب اوجذب کمیسیون مشرتابه دوی ته هرکلی ووایه ،انعامونه اوجایزې یې ورکړې اوددوی همدانیک اقدام یې ډیروستایه چي دیرغلګرواولاسپوڅي رژیم څخه یې راووتل اودافغانستان اسلامي امارت دمجاهدینوسره یې خپل پیوستون اعلان کړ .

تفصلي یې د دې ځای په کليک کولو سره لوستلی شئ.