جنګي جنایتونه ( فبروري)

سید سعید

د روان ( ۲۰۱۷،ز) کال د فبروري دمیاشتي  په لومړۍ نیټه د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ په بازار کي داخلي  عسکرو یو ماشوم  په خپل دوکان کي شهید کړی او دنوموړي دتره زوی یې ژوبل کړی دی.

د فبروري په ۲مه  د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ په  چمتلي سیمه کي  اشغالګرو د داخلي عسکرو په ملتیا د ملکي خلکو په کورونو چاپه وهلې، کورونه یې تلاشي کړي،خلګ یې وهلي او اووه تنه یې بندیان کړي دي.

د فبروري په ۲مه شمشاد ټلویزیون خبر ورکړ چي د پکتيکا د برمل ولسوالۍ  په ټنډې مرغۍ سيمه کي سرحدي پولیسو یو ۱۶کلن هلک  شهید کړ ی دی.

د فبروري په ۶مه د لغمان ولایت د الينګار ولسوالۍ په میدانیو سیمه کي د داخلي عسکرو دهاوان په برید کي درې تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او څلور تنه ټپیان شوي دي.

د فبروري په ۵مه  د ننګرها ر ولایت د چپرهار ولسوالۍ په  دولت زیو سیمه کي  داشغالګرو د چورلکي په برید کي یو ملکي هیوادوال شهید شوی دی.

د فبروري په ۹مه دهلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ بازار ته نژدې دیرغلګرو په درنو بمباریو کي ولسي خلګو ته لوی زیان رسیدلی،په یادشوي بمبار کي شپږ ویشت تنه ولسي هیوادوال چي زیاتره یې ښځي او کوچنیان دي شهیدان شوي او دیارلس تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي،همداراز  په دغه بمبار کي یو مسجد او دوه کورونه هم ویجاړ شوي دي.یرغلګرو او ګډ حکومت لومړی په دغه بمبار کي د ولسي مرګ ژوبلي څخه انکار کاوه،خو وروسته یې ومنله چي په پیښه کي  ملکي خلګو ته لوی تاوان اوښتی دی.

د فبروري په ۱۱مه دهلمند ولایت دسنګین ولسوالۍ د حاجي امین اکا  دشېلې پر سیمه د یرغلګرو په بمبار کي د یوې کورنۍ پنځه  تنه غړي شهیدان شوي اواته تنه ژوبل شو ي دي.

دفبروي په ۱۲مه د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ په شالۍ ناوه سیمه کي دګډ حکومت په بمبار  کي پنځه تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د فبروري په ۱۶مه دفاریاب ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ په  ګورزاد  سیمه کي د داخلي عسکرو دتوپچي په ډزوکي یو  ۷۵کلن سپین ږیری شهید شوی او یو بل ولسي وګړی  ژوبل شوی دی.

د فبروري په ۱۹مه د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په هاشم خېلو سیمه کي یرغلګرو او کورنیو عسکرو چاپه وهلې،د کورونو دروازې یې ماتي کړي،خلګ یې وهلي، شتمنۍ یې ورڅخه وړي، د سید عارف په نوم یو ملکي وګړی یې شهید کړی او شپږ تنه جومات کي میشت تبلیغیان او څلور تنه کلیوال یې بندیان کړي دي.

د فبروري په ۲۰مه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په نیکنام کلا سیمه کي دځایې عسکرو دتوپچي په ډزوکي یوه ماشومه شهیده شوې او څلور تنه کوچنیان او ښځي ژوبل شوي دي.

د فبروري په ۲۱مه د سرپل په سنګچارک کي اربکیانو یو ملکي وګړی شهید کړی او یو بل یې زخمي کړی دی.

د فبروري په ۲۲مه دکندز ولایت ددښت ارچي ولسوالۍ په مرکز ي سیمه کي دداخلي عسکرو ددیسي توپ په ډزوکي لس تنه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

د فبروري په ۲۲مه دزابل ولایت د نوبهار  ولسوالۍ په  بټخیلو سیمه کي   یرغلګرو د چاپې پرمهال څلور تنه ولسي وګړي بندیان کړي دي.

د فبروري په ۲۲مه د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالۍ په مربوطاتو کي اشغالګرو ځواکونو د کورنیو عسکرو په ملتیاچاپه وهلې،دوه تنه ولسي وګړي یې ټپیان کړي او درې کسان یې بندیان کړي دي.

د فبروري په ۲۲مه  د کاپیسا ولایت د اله سای ولسوالۍ په حسین خېل کلي کي  دحکومتي ځواکونو دهاوان مرمۍ پر یو کور لګیدلې،په پیښه کي د ناوي په ګډون درې میرمني شهیداني شوي او یو تن ټپي شوی دی.

د فبروري په ۲۳مه د فراه ولایت د فراه رود ولسوالۍ په بازار کي داخلي عسکرو شپږ دوکانونه او دوې باغچې ویجاړي کړي دي.

د فبروري په ۲۴مه دغزني ولایت د آب بند ولسوالۍپه  خدوخیلو کلي کي  اربکیانو  یو ملکي وګړی( فیض الله  دڅارنوال  محمد سرور  زوی )  شهید کړی دی.

د فبروري په ۲۴مه دکندوز  ولایت  دمرکز اړوند د  لوی کنم  په سیمه کي  یرغلګرو  د داخلي عسکرو په ملتیاد چاپې په مهال ډزي کړي چي له امله یې څلور تنې ښځي ټپیاني شوي دي.

د فبروري په ۲۵مه دکندوز  ولایت  مرکز اړوند د  چبرمه  اوامین اباد  په سیموکي  یرغلګرو دداخلي  سپیشل فورس عسکروپه ملتیا دخلګو په کورونو چاپه وهلې، د کورنو دروازې یې په بمونو الوزولي،ګڼ شمېر هیوادوال یې وهلي او تهدید کړي او دوه تنه یې له ځان سره دبندیانو په توګه بیولي دي.

د فبروري په ۲۵مه د لغمان ولایت مرکز مهترلام اړوند بسرام سیمه کي  دمولوي حبیب الرحمن  پر لیسه  د داخلي عسکرو د هاوان په په برید کي دوه زده کونکي شهیدان شوي او د یوه ښوونکي په ګډون اووه تنه زده کونکي ژوبل شو ي دي.خلګو دغه پیښه غندلې او  دشهیدانو جسدونه یې داحتجاج په توګه د والي ددفتر مخي ته ایښي وو.

د فبروري په ۲۵مه  دننګرهار ولایت  د سرخ  رود ولسوالۍ په کنکرک سیمه کي اشغالګرو او داخلي عسکرو په ګډه چاپه کي یو شمېر ملکي خلګ وهلي او دوه تنه یې بندیان کړي دي.

د فبروري په ۲۶مه دزابل ولایت د خاک افغان ولسوالۍ د ګرګ بازارته څیرمه په پچک کلي کي د داخلي عسکرو په هوایې برید کي دوه  تنه ولسي هیوادوال شهیدان شو ي دي.

د فبروري په ۲۶مه د کندز ولایت د مرکز مربوط په بز کندهاري سیمه کي یرغلګرو دکورنیو عسکرو سره په ګډه چاپه کي یو ملا امام شهید کړی او یو شمېر ولسي وګړي یې اسیران کړي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]