د هغو استشهادي مجاهدینو انځوریز البوم، چې د کابل په زړه کې یې د دښمن په مهمو مرکزونو اتلوال بریدونه ترسره کړل

د (۱۴۳۸) ه ق کال د جمادی الثاني میاشتې په ۲ نېټه د اسلامي‌امارت اوو تنو استشهادي‌مجاهدینو د کابل ښار په مختلفو ساحو کې د کابل د ګوډاګۍ ادارې په مهمو نظامي‌ او استخباراتي‌ مرکزونو اتلوال استشهادي‌بریدونه ترسره کړل، عملیات چې د غرمې په ۱۲ نیمې بجې پیل شوې وه تر ماښامه پورې یې دوام درلود، د جګړې په جریان کې ددښمن ۱۷۳ تنه پولیس او استخباراتي منسوبین مړه او ژوبل شول.

په درې ګونو استشهادي بریدونو کې ۱۷۳ عسکر، پولیس او استخباراتي کسان مړه او ژوبل شول

عملیات د ۷ تنو اتلو استشهادي مجاهدینو هر یو، ملا حبیب الله غزنوي، متعلم عادل وردګ، ملا محمد انور فراهي، سبحان الله لغمانی، ملا عبدالرحیم پکتیکاوال، ملامحمد اعظم اوحافظ عبدالحق د لوګر اوسیدونکو لخوا چې ټول په سپکو او درنو وسلو، استشهادي واسکټونو، له منفجره موادو څخه ډک موټر، اور غورځونکو وسائلو او لاسي بمونو سمبال وو په خورا میړانه سره ترسره شول.

د برید ځایونه:

ترهدف لاندې ځایونه لومړی د شپږمې امنیتي حوزې ریاست، دوهم ورسره نیږدې د جلب اوجذب مرکز او دریم د کابل ښار د ۱۲ ناحې اړوند ارزان قیمت سیمه کې د استخباراتو مهم مرکز وو چې د مظلومو هیوادوالو د ځورونې او شنکجې لپاره کار ترې اخیستل کیده

نحسبهم کذلک والله حسیبهم