دعوت او ارشاد: په فبروري کې ۳۱۵ تنه د کابل ادارې کارکونکي له اسلامي امارت سره یوځای شوي دي

د روان (۲۰۱۷م ) کال د فبروري په میاشت کي د اسلامي امارت د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون په هڅو او د ځایي مجاهدینو په همکاري د افغانستان په مختلفو ولایاتو کې ۳۱۵ تنه چې د کابل ادارې اړوند بیلابیلو ارګانونو کې په کار بوخت وو، د حقایقو په درک کولو له دغه فاسد رژیم څخه راووتل او د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یوځای شول .

دوی مختلفه النوعه لویې او وړې وسلې، مخابرې، وسایط او یو زیات شمېر مهمات مجاهدینو ته وسپارل .

د اسلامي امارت له مجاهدینوسره یوځای شووهیوادوالووعده وکړه چي نوربه دخپل ددین اووطن دخارجي اوداخلي مزدورانوسره هیڅ رازتعلق نه ساتي ،دخپل مظلوم ولس اومجاهدینووروڼوسره به همکاري کوي ،ترڅولوی خدای جل جلاله ژرترژره زموږله ویاړلې خاوري څخه دکفر،فسق ،،اشغال ،فحشاءاوګمراهیوکرغیړن ټغرټول کړي اودمسلمانانودخوښي یوسوچه اسلامي واکمني رامنځته کړي چي دټول افغانان پرې راټول شي .

داسلامي امارت ددعوت ،ارشاد،جلب اوجذب کمیسیون مشرتابه دوی ته هرکلی ووایه ،انعامونه اوجایزې یې ورکړې اوددوی همدانیک اقدام یې ډیروستایه چي دیرغلګرواولاسپوڅي رژیم څخه یې راووتل اودافغانستان اسلامي امارت دمجاهدینوسره یې خپل پیوستون اعلان کړ .

تفصلي یې د دې ځای په کليک کولو سره لوستلی شئ !