د شهید ملا عبدالمنان احمد ژوند او کارنامو ته کتنه

عبدالرؤف حکمت

د اسلام تاریخ له زړه وړونکو صحنو مالامال دی. د تاریخ  د جالبو صحنو له جملې یو هم د هغو تنکیو زلمیانو او کم عمره قائدینو داستانونه دي چې په کم عمر یې داسلام لپاره ستر ستر خدمات کړي  او تر خپل قامت لوړ د میړانې او ویاړ داستانونه یې تر شا پرې ایښي.

که زموږ پخوانی تاریخ په دې برخه کې د تنکیو اتلانو معاذ او معوذ رضی الله عنهما او د محمد بن قاسم رحمه الله په شان د ځوانو قائدینو بیلګې لري نو معاصر او نوی تاریخ مو هم په دې برخه کې خوار نه دی.دا خبره د لمر غوندې روښانه ده چې د امریکایي جهاني طاغوت په خلاف زموږ د سرلوړي جهاد ډېر بوج زموږ  د مسلمان ملت ځوانانو او تنکیو زلمکیانو په اوږه واخیست. همدوی وو چې خپلې ګلورینې ځوانۍ او ګلابي شبابونه یې د دین له شمعې ځار کړل.همدوی وو چې د امریکایي دجالي تخنیک په وړاندې په ټوله میړانه ودریدل، د کفر په لښکرو یې فدایي بریدونه او مخامخ حملې وکړې تر دې چې بالاخره یې د الله تعالی په نصرت د نړیوال کفري یرغل زور اوبه او یرغلګر یې له هیواده تیښتې ته اړ کړل.

د شهیدو اتلانو د سوانحو په لړ کې دا ځل د هغه ځوان قائد یاد راتاندوو چې په نوې ځوانۍ کې یې د صلیبي تاړاکګرو په خلاف مسلح جهاد پیل کړ او ډیر زر په جهادي میدان کې د یوه وتلي او مخکښ جهادي قائد په حیث وپيژندل شو. هو کې ، شهید ملا عبدالمنان احمد یادوو. . .  هغه ستوری چې لا پر جهادي افق بشپړ نه و ځلیدلی چې د شهادت په ګلورینه غیږه کې دمه شو.

شهید ملا عبدالمنان أحمد

شهید ملا عبدالمنان احمد د محمد واصل زوی د حاجي محمد دین لمسی په قوم حسین خېل په ۱۳۶۱ هـ ش کال کې یې چې له ۱۴۰۳ هـ ق سره سمون خوري د کابل ولایت په موسهي ولسوالۍ کې دنیا ته سترګې غړولي. د دوی پلرنی کلی د همدې ولسوالۍ د حاجي خیلو کلی دی مګر فعلا په میاخیل کلي کې هستوګن دي.

د ملا عبدالمنان د پیدایښت کلونه په افغانستان کې د شورویانو په خلاف د جهاد له کلونو سره مصادف دی. نوموړی هغه مهال وزېږېد چې د کمونیزم په خلاف جهاد زور اخیستی و او د افغانستان هر کلی او صحرا د سختو معرکو شاهد و، نوموړی په همدې انقلابي ماحول کې راستر شو نو ځکه یې جهادي جذبې له کوچنیوالي په زړه او دماغ کې ځای ونیو.

دیني زده کړې

نوموړي ابتدائي زده کړه له ښوونځي پیل کړه او د دریم ټولګي پورې یې ښوونځی واویه په شپږ کلنۍ کې یې د دیني زده کړو تعلم پیل کړ د فقهې او نورو دیني علومو لومړني کتابونو یې له خپل نیکه او د خپلې سیمې له مختلفو علماء کرامو څخه ولوستل.

د طالبانو د اسلامي تحریک په مهال یې په کابل کې د شهید ملا معاذ الله او شهید ملا بورجان  رحمهمالله په مدرسو کې دیني زده کړو ته دوام ورکړ دغه راز یې څه مهال د ننګرهار ولایت  په درونټه کې په جهادي مدرسه دارالعلوم صدیقیه کې هم دیني تعلم وکړ.

ملا عبدالمنان د خوست ولایت په مظهر العلوم مدرسه،د پاکستان په  ټل درسمند کمپ کې په دارالعلوم حنفیه او د پيښور په باغبانان کمپ کې په دارالنجاة مدرسه کې دینې زده کړې وکړې او د قران کریم تفسیر او ترجمه  یې د خیبر پښتونخوا په صوابۍ شامنصور کې له شیخ القرآن مولانا نورالهادي صاحب څخه وکړه.

جهادي ژوند

ملا عبدالمنان لومړی ځل هغه په جهادي عملیاتو کې اشتراک وکړ کله چې یې د ننګرهار ولایت په جهادي مدرسه کې دینې زده کړې کولې، د اسلامي امارت په جهادي مدارسو کې به هغو طالبانو سبقونه ویل چې د جهادي عملیاتو په وخت به جهادي جبهو ته تلل،جهادي مدارس په ډیرو ولایاتو کې وو او په زرګونو مجاهد طالبان په کې په زده کړو بوخت وو.دغه طالبان به چې جهادي جبهو ته تلل زیاتره وخت به یې مشري د کندهار د جهادي مدرسې د مشر او نوموتي مجاهد شهید قاري فیض محمد سجاد پر غاړه وه، ملا عبدالمنان احمد لومړی ځل داسلامي امارت د واکمنۍ په وروستي کال د عمر په ۱۹ کلنۍ کې د شهید سجاد صاحب تر مشرۍ لاندې د تخار ولایت جهادي جبهاتو ته لاړ چې دا یې په جهادي عملیاتو کې لومړنی ګډون و.

له دې څه موده وروسته چې امریکایي طاغوت په افغانستان یرغل وکړ ملا عبدالمنان احمد هم د ډیرو نورو  مجاهدینو په شان له هیواد څخه قبایلي سیمو ته په هجرت مجبور شو او له دینی زده کړو تر څنګ یې جهاد هم پیل کړ.

نوموړي دا ځل خپل جهادي عملیات د خوست له ولایت څخه پیل کړل، لومړني بریدونه یې د نورو مجاهدینو په ملتیا د خوست ښار په توپچي پاټک او باک پر ولسوالۍ وو.نوموړی چې د طالبۍ په مهال په دې ولایت کې اوسیدلی او بلدتیا یې درلوده له لومړنیو کسانو څخه و چې په دې ولایت کې یې په چریکي او وروسته په تهاجمي بریدونه کې برخه واخیسته.

ملا عبدالمنان احمد د خپلې جهادي وړتیا له امله وروسته د جهادي ملګرو خپل تشکیل جوړ کړ چې په پیل کې دده تر قومنده لاندې د مجاهدینو شمیر ۱۱ تنه وو او زیاتره یې د خپلې سیمې طالبان ملګري وو مګر وروسته یې د ملګرو شمیر تر لسګونو او سلګونو ورسید چې د هیواد د وتلي جهادي سالار مولوي جلال الدین حقاني صاحب تر مشرۍ لاندې یې د اسلامي امارت په چوکاټ کې جهادي فعالیت کاوو.

د امریکایي یرغل په لومړیو کلونو کې د هیوادله جنوب ختیځ سره د وزیرستان په سرحدي قبایلي سیمو کې مجاهدینو خفیه جهادي مراکز جوړ کړل او له همدې ځایه یې په سرحدي علاقو کې د یرغلګرو په مراکزو او ګزمو تهاجمي بریدونه پیل کړل. ملا عبدالمنان احمد د جهادي بریدونو ددې لړۍ له لومړنیو ګډونوالو څخه و چې د بټۍ، مڼې کنډو، لواړه، منګړیتۍ، مښې کنډو، ترخوبي او نورو سرحدي غرییزو علاقو کې بیا بیا په امریکایانو او د هغوی په ګوډاګیانو ځپونکي بریدونه وکړل.

ملا عبدالمنان احمد د خوست ولایت په ډیری عملیاتو کې له خپلو ملګرو سره برخوال و له دې جملې د خوست ولایت د قلندر او د پکتیا د جاني خېل ولسوالیو د مراکزو په فتحه کې یې مهم رول درلود. د خوست ولایت د علیشیرو ولسوالۍ فتحه چې د خوست ولایت ډیرو مجاهدینو په کې برخه درلوده د هغه وخت یوه ستره جهادي کارنامه وه،

شهید مصطفی د شهيد ملا عبدالمنان معاون

شهید مصطفی د شهيد ملا عبدالمنان معاون

خو ملا عبدالمنان احمد ځکه ددې فتحې په خوند پوه نه شو چې له فتحې وروسته د امریکایي یرغلګرو لخوا په بمبار کې د خوست د لسو تنو نورو مجاهدین تر څنګ د ملا عبدالمنان یو تکړه مجاهد ملګری ملا مصطفی هم د شهادت لوړ مقام ته ورسید.

۲۰۰۷ میلادي کال چې له ۱۳۸۶ هـ ش کال سره سمون خوري د ملا عبدالمنان احمد په جهادي ژوند کې له حوادثو ډک کال و، ددې کال په لومړیو کې نوموړی د خوست په ولایت کې د امریکایانو په یوه ناڅاپې حملې کې ددښمن په اسارت کې راغی او د بګرام زندان ته انتقال شو. نوموړی ۸ شپې په دې زندان کې محبوس و او امریکایي پلټونکو ترې تحقیقات کول. اما له ټولو تعذیبونو سره سره یې هم له نوموړي دا اعتراف وانخیست چې زه عبدالمنان احمدیم. له ۸ ورځو وروسته نوموړي د الله تعالی په نصرت سره له دې زندان څخه نجات وموند او یو ځل بیا په جهادي ډګر کې له خپلو ملګرو سره وصل شو.

له زندان څخه د راخلاصیدو وروسته نوموړي دپکتیا ولایت د ښواک او سټو کنډو په غرنیو سیمو کې د جهادي جبهې د فعالولو کار پیل کړ. دا سیمه چې د شوروي ضد جهاد په مهال د هیواد د وتلي مجاهد مولوي جلال الدین حقاني صاحب جهادي سنګر و دا ځل د نوموړي تر سرپرستې لاندې ملا عبدالمنان احمد او ورسره سلګونو مجاهدینو په کې د غربي اشغالګرو په خلاف جهاد عملیات پیل کړ.

د ۱۳۸۶ هـ ش کال په پسرلي او اوړي کې ملا عبدالمنان احمد او ورسره ملګرو یې چې شمیر یې د ۴۰۰ تنو مجاهدینو په شاوخوا کې و د پکتیا ولایت په سټوکنډو او شاوخوا سیمو کې په امریکایي اشغالګرو په لسګونو مختلف النوع بریدونه لکه چاودنې،کمینونه، توغندیز بریدونه او استشهادي عملیات ترسره کړل چې دښمن ته یې د سراو مال درانه تلفات ورسول. ملا عبدالمنان احمد چې د خپلو دې فاتحانه معرکو ویډیویي صحنې یې هم ثبتولې او نشرولې په لومړي ځل یې په مستند شکل خلکو ته وښودل چې امریکایي ټانګونه ماتیدلای ، په تیښته اړ کیدلای او بالاخره د بارودو په لمبو کې لوخړه کیدلای شي. د ملا عبدالمنان احمد د جهادي عملیاتو مستندو ویډیوګانو نه یوازې د مجاهدینو روحیات پیاوړي او ددښمن تبلیغات دروغ ثابت کړل بلکې په عامه میډیا کې یې هم لویه هنګامه راویښه کړه تر دې چې تر الجزیرې او نورو نړیوالو شبکو پورې ټیلویزوني چینلونو په دې اصداراتو تبصرې وکړې چې دا د پوځي بریا تر څنګ په رواني او تبلیغاتي جنګ کې هم د مجاهدینو لپاره یوه مهمه بریا او ټاکونکی پړاو و.

ځینې خاطرې یې

د ملا عبدالمنان  احمد د مدرسې د مهال ملګري وایي چې نوموړی له پیله یو مخلص او مؤدب انسان و په مدرسه کې یې له ملګرو سره نیکه رویه، د استادانو احترام او د وخت له ضیاع نه ځان ساتل له مهمو صفاتو څخه وو.

د نوموړي جهادي  ملګري وایي چې هغه د ایثار ، استقامت او تحمل صفات درلودل نو ځکه یې جهادي تکالیف برداشت کولای شول. یو ځل چې له خپلو ملګرو سره د لواړه سرحدي سیمې ته په غرنیو لارو د عملیاتو لپاره روان و په لاره کې یې ولیدل چې د یوه مجاهد بوټونه شلیدلي دي او سم مزل نه شي کولی. نوموړي خپل بوټونه همدې مجاهد ته ورکړل او خپله یې په هغو شلیدلو بوټونو کې مزل شروع کړ.

د امریکایانو په خلاف د جهاد لومړني کلونه د تکالیفو او ازمویښتونو له اړخه ډیر سخت کلونه وو چې ددې تکالیفو له جملې یو هم د مجاهدینو مالي افلاس  او فقر و. خو د ملا عبدالمنان اخند په شان د لوی عزم څښتنانو له دې حالاتو سره په ډیر همت ډغرې ووهلې. یو ملګری یې وایي یو وخت په قبایلي علاقه کې حالت خراب شو نوموړي د خپل مرکز مجاهدین ډیری د ترجمې لپاره مدرسې ته ولیږل او خپله په داسې حال کې چې یوازې څلور زره کلداري ورسره وې له شپږو مجاهدینو سره دلواړه جهادي سیمې ته لاړ هلته یې ډیر وخت په همدې کمه خرڅه ګوزاره وکړه چې د مجاهدینو د اعاشې اباتې تر څنګ یې نور جهادي ضروریات هم پرې رفع کول.

ملا عبدالمنان به همیشه ویل چې مجاهدین باید د وس مطابق اسبابو له تهیې وروسته په الله تعالی باندې توکل ولري. ده به ویل چې امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد محض په الله تعالی باندې توکل درلود نو ځکه الله تعالی بری ورپه نصیب کړ او چې ددې تحریک پیل په توکل شوی باید توکل هېر نه کړو.

نوموړي علماء کرامو او دیني پوهانو ته ژور احترام درلود په هر جهادي کار کې یې  د هغوی مشوره اخیسته حتی ډیره ځله به یې مدرس عالمان خپل مراکز ته راوغوښتل تر څو مجاهدینو ته وعظ وکړي او د جهاد احکام او مسائل ورته بیان کړي.

څو تنه دیني علماء کرام چې په سرحدي سیمه لواړه کې یې د ملا عبدالمنان له مرکز څخه لیدنه کړې وایي چې مجاهدینو یې جلا خصوصیات درلودل ، د اصلاح، اخلاص او دیانت له اړخه ډیر ښه صفات په کې موجود و.

شهادت یې

ملا عبدالمنان احمد بالاخره د ۲۰۰۷ میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په ۲۷ مه نیټه د یکشنبې په ورځ مازدیګر مهال هغه وخت د شهادت لوړ مقام ته ورسیدکله چې د پکتیکا ولایت په سرحدي سیمه لواړه کې د امریکایانو له کمین سره مخامخ شو.

نوموړي په وروستۍ ورځ هم له امریکایانو اشغالګرو سره په میړانه مقاومت وکړ او د څو امریکایي ککرو له رغړولو وروسته بالاخره د شهادت لوړ مقام ته ورسید.انا لله و انا الیه راجعون

د یادونې وړ ده چې د شهید ملا عبدالمنان احمد کورنۍ یوه جهادي کورنۍ ده چې له ده وروسته یې دوه نورو وروڼه شهید امیرګل او شهید نور محمد هم د جهاد په لاره کې شهیدان شول.

د نوموړي جنازه په قبایلي سیمه میرانشاه کې د زرګونو مجاهدینو او مهاجرینو په ګډون سره اداء شوه د جنازې په مراسمو کې یې وتلي مجاهد او خطیب استاد محمد یاسر چې څه موده وړاندې له زندان څخه راخوشی شوی و زړه وړونکې وینا وکړه او وروسته د اسلامي مبارزې د لارې ددغه ځوان قائد ملا عبدالمنان احمد جسد د هجرت او جهاد په همدې قبایلي سیمه کې د ګڼو نورو شهیدانو تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.

روح یې ښاد او یاد یې تلپاتې اوسه