شهید ملا عبد السلام د سرښندنې، اخلاص او شهامت سمبول

شاهد (غزنیوال)

د هغه مبارک حدیث په یوه برخه کې چې صحیحینو له حضرت ابوهریره نه روایت کړی داسې راغلی :

تجدون الناس معادن …

تاسو به د خلګو په منځ کې داسې کسان ومومئ لکه معادن …

محدثین کرام د دې حدیث شریف په شرح کې لیکي چې د انسانانو مثال هم د معادنو په څیردي ، لکه په هغو کې چې د سرو او سپینو زرو قیمتي فلزاتو په شمول نورقیمتي او غیر قیمتي فلزات پیدا کیږي د انسانانو په منځ کې هم ډیر د لوړو او غوره اخلاقو څښتنان وي خو د همدې لوړو اخلاقو لرونکو ترڅنګ بیا ځیني د ناسمو اخلاقو لرونکي انسانان هم وي.

همداشان معادن چې تر څو يي تفحص او استخراج نه وي شوی د هغوي ماهیت او نوعیت نشي پیژندل کیدای ، انساني استعدادونه هم داسي دی ترڅو چې هغه په کار ونه لویږي او د کارونو په اجراء کې تري تجربه و نشي د هغه ذهني او فکري  ظرفیت نشي خفي پاتي وي.

همدا لامل دی چې د استعدادونو ، اخلاقي امتیازونو او فطري مواهبو له لحاظه انسانان یو له بله ډیر توپیر لري.

شهید ملا عبدالسلام (بریالی) یو د هغو اشخاصو له جملې څخه وه چې الله تعالی نیکو اخلاقو او مطلوبو مواهبو یوه مجموعه باندې لورولې وه.

نوموړی نهایت نیک اخلاقه ، بامروته ، باشهامته ، باتقوی ، مهذب او مینه ناک انسان و، سره له دې چې نوموړی په پوځي لحاظ یو منل شوي تکړه قومندان او پوځي شخصیت و خو تعامل یې  له هرچا سره له عاطفي، خواخوږي او مینې ډک و.

نوموړی یواځي جنګي قومندان نه ، بلکې په مدرسه کې یو استاد، به مسجد کې داعي، پر ممبر ښه خطیب، په ولسي مناسباتو کې یومنل شوی ملي او ټولنیز شخصیت و.

هرچا چې ورسره  له نیږدي وخت تیر کړی  هغوی د ده مرحوم له لوړو اخلاقو، علمي استعداد، پوځي مهارت ، تقوی ، اخلاص او صداقت څخه ښه خبر دي.

یوملګري چې له شهید ملا عبدالسلام سره په محبس کې بندي و د نوموړي د زهد او پاکي په اړه وايي:

((مرحوم ملا عبدالسلام شهید د ځانګړو اخلاقو او تقوی نمونه و.

یومهال یې  ماته ویل که ته تر ما مخکي خلاص شوي زما یو ورور دی ، د عسلو دکانداري کوي ، هغه ته به دیرش زره روپۍ قرض ورکړي چې خپل کار باندې وچلوي خدای مهربان دی زه چې له زندانه خلاص شم که خدای کول لومړی کار به مي ستا د قرض اداء کول وي.

همدا ملګری وايي چې هماغه ورور چې ده ورته د کور دسر پرستي هیله لرله هغه هم د ده د اسارت په مهال  شهید خو دی یې له شهادته ناخبره وه …))

سبحان الله !

شهید ملا عبدالسلام تر اسارت وړاندې هم د کندوز په څیر د یوه ترټولو غني ولایت باصلاحیته مسؤل و خو له دې سره سره نوموړی د خپل کور او اولادونو نفقه بیاهم د خپل ورور په شخصي او د دیرش زره روپو په تجارت پوره کوله  خو دا یې نه خوښه ول چې له بیت المال څخه خپله نفقه پوره کړي.

واقعا چې شهید ملا عبدالسلام په پاکي او تقوا کې یوه داسې نمونه و چې سړي ته به یې په لیدو سره د صحابه کرامو رضی الله عنهم د پاک ژوند بیلګې وریادیدلې.

شهید ملا عبدالسلام لکه په تقوی او غوره اخلاقو کې چې نمونه و همداشان په غیرت ، شهامت او سر ښندنه کې هم شهره آفاق و.

دا د نوموړي د جهادي ژوند عادت و چې د ده له لوري د هر پلان شوي پوځي پلان په تنفیذ کې به شخصا په خپله شریک و او که به هرڅومره جنګي وضعیت وخیم و دی به  بیاهم په خپله شخصا د مجاهدینو په لومړي صف کې ولاړو.

د جګړي او محاربې په جریان کې به لومړنی شخص دی و چې په مخکیني سنګر کې به ناست او ژبه به یې د الله په ذکر لمده وه ، او د جګړې تر ختمیدو وروسته به آخرنی سړی دی و چې له سنګره را پورته کیده.

د جګړې په حالت کې به یې د دښمن پر اسیرانو او زخمیانو ډیر شفقت کاوه ، تردې چې په کندوز په ولایت کې چې د جګړو په ترڅ کې څومره اسیران نیول شوی هغوی یې ټول د ولسي مخورو په سپارش بیرته خوشي کړي دي.

شهید ملا عبدالسلام لومړنی شخص و چې په کندوز ولایت کې یې په جګړه کې د نیول شویو بندیانو د پریښودلو تعامل ترویج کړ، او په څو کرته یې په جګړو کې د دښمن نیول شوي افراد له قیده خلاص کړل.

شهید ملا عبدالسلام یو جامع شخصیت، یو نوښتګر مشر، یو بي ریا مجاهد او یو پارسا صفته قائد و ، د غه مختصره لیکنه د نوموړی د ټولو صفتونو، حمیده اخلاقو او جهادي کارنامو د تشریح حوصله نه لري ، غوره بولو چې د نوموړي په اړه دا لیکنه د حضرت مصلح الدین سعدي شیرازي په لاندې بیت پایته ورسوو:

نه حسن است غایتي دارد ، نه سعدي را سخن پایان ، بمیرد تشنه مستسقي و دریا همچنان باقي.