د طالب مشرانو شهادت څه په ډاګه کوي ؟

لیکوال : ابومحمد (رحماني)

دامریکا په مشرۍ د اسلام او مسلمانانو په ضد روان صلیبي جنګ او د افغانانو له خوا له خپل هېواد عقېدې او ناموس څخه دفاع او د کفر په وړاندې روان سپېڅلی جهاد د حق او د باطل تر منځ مقابله او پّه دې سپېڅلې لار کې د مجاهدینو او مشرانو شهادت، اسارت، او زخمي کېدل په هېواد کې د صلیبي اشغالګرو شتون په ملکې افغانانو ړندې بمبارۍ او په عامو کلو او بانډو چاپې د هېواد په پاکه خاوره د صلیبیانو له لوري د بمونو د مور غورځول اوداسې نور…….. هغه دردونکي حقیقونه دي چې افغانان او د نړۍ مسلمانان یې دسر په سترګو ویني خو له دې سره سره بیاهم اشغالګر او دهغوی لاس پوڅي ګوډاګیان او پردي پاله رسنۍ تل هڅه کوي چې حقایق تحریف کړي او د ملت په سترګو کې خاوري ور واچوي اشغالګرو ته د روان ظلم او وحشت او په هېواد د یرغل مشروعیت ورکړي طالبان خلکو ته د هېواد او ملت دښمنان او د سولې، تعلیم، پرمختګ، او آبادۍ مخالفین وروپېژني خو د دوی له تبلیغاتو څخه هغه څوک متاثره کېږي او له دې حقیقتونو او واقعیتونو څخه انکار کوي چې په سترګو ړوند وي او یا له عقل او شعور څخه خلاص وي او یا هم د قدرت ،څوکۍ، او ډالرو په نشه کې دومره مست وي چې حواسو یې کار پرېښی وي د کافرانو له خوا د اسلام او مسلمانانو په ضد د وسله وال یرغل ترڅنګ دغه تبلیغاتي جګړه څه نوې خبره نه دي بلکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې هم د مکې کافرانو د نبي کریم صلی الله علیه وسلم او د هغه دملګرو په ضد ډول ډول تبلیغات کول کله به یې ورته ساحر او جادو ګر ویل کله به یې ورته مجنون او لیونی ویل او داسې نور……. دا لړۍ لاهم  روانه خو د دوی تر ټولو خطر ناک جال چې د مسلمانانو د راګیر کولو لپاره یې غوړولی هغه د مسلمانانو تر منځ تنظیمي، لساني، سمتي او مذهبي اختلافات پېدا کول دي چې پّه دې ډول دوی په ډېره آسانۍ سره  کولی شي چې خپلو شومو اهدافو ته ځانونه ورسوي مونږ وکتل چې افغانانو د روس په مقابل کې ډېره لویه قرباني ورکړه هېواد پّه کنډواله بدل شو په یو نیم میلیون هېوادوال موشهیدان شول او په میلیونونو نور مو مهاجر شول او ګڼ شمېر نور معیوبان شول خو چې کله مجاهدین واک ته ورسېدل په خپل منځ کې داختلاف له امله یې د خپل قدرت په مهال هغه څه وکړل چې قلم یې په لیکلو شرم کوي خو د دې لپاره چې د افغانانو دغه ستره قرباني بې ځایه لاړه نه شي د شهیدانو کونډو او یتمیانو داسلامي نظام دحاکمیت ارمان پوره شي د ملت اصیلو او په دین مینو طالب ځوانانو خپل کتابونه بند کړل درسونه یې پرېښودل دظلم وحشت او فساد په ضد یې مبارزه شروع کړه چې په پایله کې د افغانستان په پنځه نوي ٪ ۹۵  سلنه ځمکه اسلامي نظام حاکم شو کفري نړۍ دغه نظام ونه شو زغملی او په افغانستان یې یرغل وکړ اسلامي نظام یې ړنګ کړ هماغه یوشمیر جهادي رهبران له کافرانو سره په یوه مېز کیناستل  او د اشغالګرو صلیبیانو په لاس جوړ شوي نظام کې ورسره شریک شول . خو د ملت له منځ نه د مخلصو او په دین مینو طالبانو نه جوړ شوی دغه جهادي صف (امارت اسلامي) د اشغالګرو صلیبیانو په وړاندې مقدس جهاد اعلان کړ او د زیات شمېر مجاهدینو او مشرانو د شهیدانیدو باوجود لا تر اوسه په خپل مقدس هدف کې د غره په شان ولاړ دي له اولې ورځې نه یې چې کوم هدف درلود نن هم هماغه هدف ته ژمن دي د دوی په وړاندې کفري نړۍ او په هېواد کې د دوی پّه لاس جوړ شوی نظام او ګوډ اګیانو له هېڅ ډول ظلم، وحشت ، او دوی ته له نیکونو ورپاتې تبلیغاتي جګړې څخه دریغ ونه کړ په تبلیغاتي جګړه کې دوی دا خبره ډېره کوله چې طالب مشران په جګړه کې د خلکو له اولادونو څخه کار اخلي دوی خپله په امن ځایونو کې اوسي خو اوس په هېواد کې دننه د طالب مشرانو شهادت دا حقیقت په ډاګه کړ چې طالبان اومشران یې د اولس په منځ کې اوسي او د اولس له پوره ملاتړ څخه برخمن دي او نړۍ ته یې داپیغام ورکړ چې د طالب مبارزه یوه سپېڅلې مبارزه ده د قدرت اوڅوکۍ لپاره جګړه نه ده مشران او کشران یې اوږه په اوږه د یرغلګرو او د هغوی د ګوډاګیانو په وړاندې په یوه صف کې او د یوه قیادت او بیرغ لاندې مقدس جهاد په مخ بیایې د دوی د مشرانو شهادت له دوی سره د انتقام جذبه نوره هم پیاوړې کوي د شهید دوینو له هر څاڅکې څخه په سلګونو مجاهدین پیدا کېږي او دالړۍ به ان شاء الله تعالی ترقیامته روانه وي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : چې زما په امت کې به یوه ډله ترقیامته پوري په جهاد قائمه وي د نړۍ کفري طاقتونه باید پّه دې پوه شي چې جهاد او جهادي مفکوره په وژلو نه ختمېږي بلکې دغه مفکوره د شهیدانو پّه وینو سېرابه کېږي او نوره هم تراو تازه کېږي. که د مجاهدینو په شهادت دا لړۍ ختمېدای نو داسلاي تاریخ له پیله تراوسه چې په زر ګونو او لکونو مجاهدین شهیدان شوی دا لړۍ به ختمه شوې وای که د نړۍ کفري هېوادونه د اټم خاوندان شول په مسلمانانو یې سخت ظلمونه او وحشتونه ترسره کړل جهاد یې په ترور او مجاهد یې په ترورست او دهشتګر ونوماوه په اسلامي هېوادونو کې یې د مجاهدینو په ضد ډېرې خطرناکې وسلې وکارولي خو بیاهم جهاد او مجاهد نه له منځه ولاړ او نه هم کمزوری شو اسلامي امارت د مشرانو له شهادت سره بلدتیا لري مشران یې د مشرۍ د هوس لپاره نه بلکې د شهادت په سپېڅلې هېله مسئولیت قبلوي او د مقابلې ډګر ته په ډېر ه خوشحالۍ او تلوار سره وردرومي اسلامي امارت له ډېرو سختو امتحاني او بوګنوونکو حالاتو څخه بریالی راوتلی اوس چې د نړۍ خونخوار او کافر هېواد امریکا د طالب په وړاندې خپله ماتې منلې نو پّه داسې حالت کې به هېکله هم ان شاء الله له خپل مقدس هدف څخه په شا نه شي د طالب د مبارزې هدف حکومت او قدرت ته رسېدل نه دي بلکې د کفر او کفري نظا م په وړاندې سپېڅلې مبارزه او په دې لار کې شهادت یې سپېڅلی هدف ده کافران باید نور داسلامي هېوادونو له اشغالولو او په اسلامي هېوادونو کې له لاس وهنې او په مسلمانانو باندې له ظلم او وحشت څخه لاس واخلي ترڅو ملتونه په خپله په خپلو هېوادونو کې د خپلو خلکو  پّه خوښه نظامونه جوړ کړي اونړۍ په امن کې شپې سبا کړي په اسلامي نړۍ کې روان حالت د کافرانو له خوا په اسلامي هېوادونو یرغل او ددوی له لوري دبې ګناه مسلمانانو شهیدانولو له امله روان ده ترڅو چې کافران له دې کارونو څخه لاس وانه خلی داحالت به دوام کوي>

د مجاهدینو او مشرانو شهادت نړۍ ته داپیغام ورکوي چې مونږ له شهادت سره همدومره مینه لرو لکه تاسو چې له ژوند او دنیوي خواهشاتو سره لرۍ مونږ په شهادت نه مرو بلکې د یو سپېڅلې او له خوشحالۍ څخه د ډک ژوند په لور کډه کوو زمونږ د شهېدانو هرڅاڅکی وینه به ان شاء الله تعالی ستاسو لپاره اسماني تندر شي او ستاسو دغورور ماڼۍ به راونړوي (وماذلک علی الله بعزیز)