جنګي جنایتونه (اپریل)

سید سعید

د روان ( ۲۰۱۷،ز) کال  داپریل دمیاشتي  په لومړۍ نیټه داخلي عسکرو د هلمند د مرکز مربوط په  باباجي  سیمه کي چاپه وهلې،  یو کور او یو روغتون یې  په بمونو الو زولي، لس تنه ملکي هیوادوال یې چي اکثر یې کوچنیان دي شهیدان کړي دي.په یاده شوې پیښه  کي ملکي مرګ ژوبله د هلمند چاوراکي هم تائیدوي.

همداراز داپریل په لومړۍ نیټه اشغالګرو دکورنیو عسکرو په ملتیا د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ په چنار غونډۍ او کاندوخېلو سیمو چاپه وهلې، نهه تنه  ولسي وګړي یې شهیدان او ټپیان کړي او یوه میرمن او یو سړی یې دبندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

د اپریل په ۲مه  داخلي عسکرود کندهار ولایت د شاوليکوټ ولسوالۍ پر چنارتو بازار چاپه وهلې،ګڼ شمېر دوکانونه،دتیلو پمپ او موټر یې سوځولي دي.

داپریل په ۲مه دهرات ولایت  د شینډنډ ولسوالۍ د جوخرمن په سیمه کي اربکیانو دملکي خلکوپه  یو کاسټر موټر ډزې کړي ، په ډزوکي یو تن شهید شوی او نور کسان اربکیانو له ځان سره وړي دي.

د اپریل په ۳مه دبادغیس ولایت د  دره  بوم ولسوالۍ مرکز ته څیرمه د داخلي عسکرو  په ډزو کي یو سړی ټپي او یوه ماشومه شهیده شوې ده.

داپریل په ۷مه د ارزګان ولایت قومي مشران په مرکز ترینکوټ کي  دیرغلګرو او ګډ حکومت له لوري دهستوګني پر سیمو د بمبارونو او توپچي ډزو په احتجاج کي راټول شوي وو،دوی وویل چي په تېره اونۍ کي په لسهاوو ملکي وګړي ښځي او ماشومان په دې بریدونو کي شهیدان او ټپیان شوي ،د ازادۍ راډیو د راپور په اساس دارزګان چارواکو هم منلې چي په تېره یوه اونۍ کي ددوی په عملیاتو کي  شل تنه ولسي وګړ ي مړه او ژوبل شوي دي.

داپریل په ۸مه د لغمان ولايت مرکز مهترلام ته نژدې د قومندان شريف په مشري عسکرو دمهترلام او علیشنګ ترمنځ پول په بمونو الوزولی دی، قوماندان دغه پل په دې پلمه نړولی چي طالبان تګ راتګ پرې کوي.

داپریل په ۸مه د کاپیسا ولایت داله سای ولسوالۍ په مرکزي سیمه کي دداخلي عسکرو په ډزوکي درې تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

د اپریل په ۱۵مه دسرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ په پسته مزار   سیمه کي دداخلي عسکرو دتوپچي په پیرونو کي در ې تنه ولسي وګړي شهیدان شو ي  دي.

د اپریل په ۱۵مه دغزني ولايت دشلګر ولسوالۍ د غندو په کلي کي د کورنیو عسکرو د هاوان په پیرونو کي د ملکي وګړي( محمد نظیر) کور لګیدلی،دوې ښځي او دوه ماشومان پکي شهیدان شوي او درې تنه ماشومان پکي ژوبل شوي دي.

داپریل په ۱۵مه  د پکتيا ولايت په مرکزي سيمه کي  اربکیانو دوه تنه ملکي هیوادوال په ماین کښېنولي او په انفجار سره یې شهیدان کړي دي، وروسته خلګو  داربکیانو ددې عمل په عکس العمل کي لاریون وکړ او د ګډ حکومت پر ضد یې شعارونه ورکړل.

داپریل په ۱۷مه داخلي عسکر دفاریاب ولایت دالمار ولسوالۍ په مربوطاتو کي یو ملکي وګړی شهید کړی دی.

داپریل په ۱۶مه د بدخشان دتګاب ولسوالۍ په شیدکان سیمه کي د داخلي عسکرو دهاوان په ډزوکي دوه ماشومان شهیدان او یوه ښځه او دوه کوچنیان ټپیان شوي دي.

داپریل په ۱۹مه دفراه ولایت  د فراه رود ولسوالۍ په  بازارکي د قومندان  خدایداد په مشري عسکرو پنځوس تنه دوکانداران وهلي، ځیني یې بندیان کړي او یو تن یې شهید کړی دی.

د اپریل په ۲۱مه  د کندز مرکز الچین او تیلوکه سیمو کي یرغلګرو او داخلي عسکرو  له څو ورځینو عملیاتو وروسته له سیمي څخه دوتلو په مهال د لاسي بمونو په ډول کیمیایې مواد کارولي چي له امله یې خلګ مسموم او بې هوښه شوي دي،دکیمیایې او بیلوژیکي موادو استعمال د جینوا دکنوانسینونو  اوبشري حقونو له مخي ستر جنګي جرم بلل کیږي.

د اپریل په ۲۴مه د پکتیکاولایت د سرحوضې ولسوالۍ په سر حوضه کلي کي  اربکیانو دوه تنه ولسي وګړي شهیدان کړل،خلګو ددې پیښي په غبرګون کي د شهیدانو جسدونه دولایت مرکز ښرني ته یو وړل او هلته یې لاریون پیل کړ،خو داخلي عسکرو پر مظاهره کونکو ‌ډزي وکړې چي له امله یې پنځلس تنه لاریون کونکي ټپیان شول.

د اپریل په ۲۷مه  د کنړولایت د سرکاڼو ولسوالۍ  باروګي کلي کي داخلي عسکرو بمبار کړی،په دغه بمبار کي د راضي ګل په نوم یو ملکي هیوادوال او میرمن یې شهیدان شوي دي.

د اپریل په ۲۷مه  د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د وزیرو په پیرخ خیلو  سیمه کي  اشغالګرو د داخلي عسکرو په ملتیا د ملکي خلکو په کورونو  چاپه وهلې، دکورونو دروازې یې ماتي کړي، خلګ یې وهلي او په اخر کي یې یو ملکي وګړی شهید کړی دی.

د اپریل په ۲۹مه دهلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ دنهرسراج  دیخچال په سیمه کي یرغلګرو او داخلي عسکرو په ګډه چاپه کي د یو ملکي وګړي کور  او موټرسوځولی او یو تن یې  شهید کړی دی.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]