دعوت او ارشاد: په اپریل کې ۳۸۹ تنه د کابل ادارې کارکونکي له اسلامي امارت سره یو ځای شوي دي

د روان (۲۰۱۷م ) کال د اپریل په میاشت کي د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد، جلب او جذب کمیسیون په هڅو او د ځایي مجاهدینو په ملاتړ د افغانستان په مختلفو ولایاتو کي ۳۸۹ تنه، چي د کابل ادارې اړوند بیلابیلو ارګانونو کي په کار بوخت وو، د حقایقو په درک کولو له دغه فاسد رژیم څخه راووتل او د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یوځای شول .

دوی مختلف النوعه لویې او وړې وسلې، مخابرې، وسایط او یو زیات شمېر مهمات مجاهدینو ته وسپارل .

د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یو ځای شوو هیوادوالو وعده وکړه چي نور به د خپل دین او وطن د خارجي او داخلي مزدورانو سره هیڅ راز تعلق نه ساتي، له خپل مظلوم ولس او مجاهدینو وروڼو سره به همکاري کوي، ترڅو لوی خدای جل جلاله ژر تر ژره زموږ له ویاړلې خاورې څخه د کفر، فسق، اشغال، فحشاء او ګمراهیو کرغیړن ټغر ټول کړي او د مسلمانانو د خوښې یو سوچه اسلامي واکمني رامنځته کړي، چي ټول افغانان پرې راټول شي .

د اسلامي امارت د دعوت ارشاد، جلب او جذب کمیسیون مشرتابه دوی ته هرکلی ووایه، انعامونه او جایزې یې ورکړې او د دوی همدا نیک اقدام یې ډیر وستایه، چي د یرغلګرو او لاسپوڅي رژیم څخه یې راووتل او د افغانستان اسلامي امارت له مجاهدینو سره یې خپل پیوستون اعلان کړ .

تفصلي یې په دغه لینک کي لوستلی شئ.