د منصوري عملیاتو په اړه وضاحتي اعلامیه

څرنګه چې د منصوري عملیاتو د پیل سره سم د هیواد د سرحدي سیمو په ګډون په ټول هیواد کې د بهرنیو یرغلګرو او د هغوی د داخلي ملاتړو په خلاف عملیات روان دي او د عملیاتو په لومړیو ورځو کې د اسلامي امارت مجاهدینو ځینې مهمې  سرحدي او نورې سیمې آزادې کړې دي، له همدې امله موږ ګاونډیو هیوادونو ته اطمئنان ورکوو چې زموږ هدف له بهرنیو یرغلګرو څخه د هیواد آزادول او داسلامي نظام حاکمیت دی.

نه د بل چا په کورنیو چارو کې د لاس وهنې اراده لرو او نه بل څوک پریږدو چې زموږ خاوره د بل چا په ضرر استعمال کړي.
البته د پردي اشغال نه د خپل هیواد آزادول او دلته یو افغان شموله اسلامي نظام جوړول زموږ مشروع حق دی چې دغه مقدس هدف ته تر رسیدو پورې به زموږ جهادي هلې ځلې دوام کوي. ان شاءالله

د افغانستان اسلامي امارت
۱۴۳۸/۸/۱۰هـ ق
۱۳۹۶/۲/۱۶هـ ش ـــ 2017/5/6م