د بنديانو د ممکنه اعدام په اړه د اسلامي امارت خبرداری 

د اسلامي امارت منابعو داسي موثق معلومات تر لاسه کړي چي کابل اداره غواړي يو ځل بيا دجنګ په ډګر کی دخپل شکست، بی وسۍ او تلفاتو په انتقام کي څو تنه مظلوم بنديان او اسیران اعدام او په شهادت ورسوي، په دې تړاو ددغې اعلاميې له لارې د کابل رژيم څو ادارو ته په لاندي ډول خبرداری ورکوو:
لومړی: د کابل رژيم نظاميانو ته ور يادوو چي د مظلومو بنديانو او اسیرانو شهادت هيڅکله هم د جګړې برخه نشي کېدای او نه هم د خپلو وژل شويو عسکرو د انتقام تنده پرې خړوبولای شئ، د مقابلې لپاره د جګړې ډګر معلوم دی او هلته چي د جګړې د قوانينو په رڼا کي  څه پېښېږي هيڅوک هم له خپل دښمن نه د ترحم هيله نلري، د اسلامي امارت مجاهدين د جګړې منل شوي قوانين رعایتوي او له جګړې وروسته د دښمن له اسيرانو سره پر ښه چلند باور لري، يوازي د تېر کال په جريان کي د عاليقدر أميرالمؤمنين شیخ الحدیث هبة الله اخندزاده حفظه الله په فرمان سلګونه تنه نيول شوي عسکر خوشي شوي او له زخمي اسيرانو سره له صحي مرستو وروسته هغوی خپلو کورونو ته د خواخوږئ له پيغام سره لېږل شوي دي.
دوهم: د کابل ژريم د تش په نامه عدلي او قضايي ارګانونو منسوبينو ته يادونه کوو چي تاسو تل  پر هغو بنديانو د اعدام حکم صادر کړی چي له هغوی څخه د شکنجو، وهلو او  بې عزته کولو په واسطه جبري اقرار اخيستل شوی دی، د بېلابېلو نړيوالو ادارو معتبرو راپورونو ټولي نړۍ ته وښودل چي د کابل رژيم په توقيفخانو او استخباراتي دستګاو کي د اقرار په موخه اوس هم د بنديانو شکنجه دوام لري او په کابل کي د بشري حقوقو کمیسيون وروستي راپور يې هم تائيد وکړ، د جبري اقرار له مخي تورن کس ته د اعدام غوندي سزا له يوه ستر جنايت پرته بل څه نشي بلل کېدای، که تاسو داسی جنایاتو ته دوام ورکوئ نو د اسلامي امارت نظامي مسئولين د نورو مجرمينو په پرتله ددغه جنايت مرتکبينو ته د سزا په برخه کي لومړيتوب ورکوي او خپل تر ټولو مهم هدف يې ګرځوي.
په پای کي د بشري حقوقو له ټولو نړيوالو ادارو او ازادو رسنیو جدي غوښتنه کوو چي کابل اداره د بنديانو او اسیرانو د اعدامولو له چاري  را وګرځوي د بشریت ضد سرغړوني یی رسواکړي او پرېنږدي چي يو ځل بيا دغه جنايت تر سره کړي، که بيا هم دوی د خپلو بهرنيو بادارانو په امر او د هغوی د خوښۍ لپاره دغه اقدام ترسره کړي نو دغو مجرمينو ته دسزا په برخه کي اسلامي امارت بيا د چا انتقاد، نظر او وړانديز ته اعتناء نه کوي او نه دي بیا څوک پر دغو مجرمينو د ترحم هيله راڅخه کوي.
دافغانستان اسلامی امارت
۱۴۳۸/۸/۱۲هـ ق
۱۳۹۶/۲/۱۸هـ ش ــ 2017/5/8م