افغانستان د 2017 میلادي کال د اپریل په میاشت کې

( یادونه: دغه لیکنه یواځې هغه پېښې رانغاړې چې دښمن یې خپل لورې ته په ور اوښتلو اعتراف کړی. پاته دي نه وي چې د دې ترڅنګ د بهرني او مزدور دښمن د ځاني او مالي زیان په اړه کره او په حقائقو ولاړ خبرونه او لا زیات معلومات د اسلامي امارت له رسمي پاڼې « الاماره » څخه تر لاسه کولای شئ.)

د  2017میلادي کال د اپریل میاشت د مجاهدینو لپاره د ښو لاسته راوړنو او پرمختګونو میاشت وه، په دغه میاشت کې په دښمن درانه او وژونکي بریدونه وشول. په هغو ګڼو او پرله پسې مالي او ځاني زیانونو برسېره چې دښمن ته په یاده میاشت کې واوښتل ډېرې سیمې هم د دوی له ناولي وجود څخه پاکې شوې چې د بېلګې په توګه د بدخشان په ولایت کې د زېباک ولسوالۍ فتحه یادولای شو. د دې او نورو په اړه تفصیلي معلومات په لاندې کرښو کې راسره ولولئ:

اشغالګر دښمن ته اوښتی ځاني زیان:

د پنجشنبې په ورځ، د اپریل په ۳۰مه اسلامي امارت اعلان وکړ چې د افغانستان د جګړې  په دې وروستیو لسو کلونو کې ۴۸ زره بهرني عسکر وژل شوي دي؛ خو بل لورې ته په دروغو معتاد او د ولسونو تېر ایستونکې اشغالګر د اشغال د جرم له لومړۍ ورځې بیا د ۲۰۱۷میلادي کال د اپریل تر پایه د خپلو وژل شوو اشغالګرو شمېر یواځې ۳۵۳۲ تنه یادوي. د یادونې وړ ده چې د رښتنو شمېرو د پټولو تر څنګ دوی هغه خلک هم د خپلو تلفاتو  برخه نه ګڼي چې د ملکیانو په نوم دلته راغلي، قرار داد یان دي، د خوراکې توکو لېږدوونکې دي او یا داسې نور چې په مخامخ ډول د هغوی د دفاع له وزارت سره تړلي نه ګڼل کېږي.

د اپریل په میاشت کې که څه هم دښمن یواځې د خپلو ۳تنو وژل کېدل منلي؛ مګر کره او پاخه حقائق څو ځله تر هغو د زیاتې مرګ ژوبلي شاهدي ورکوي چې دوی پرې د خلکو تېر ایستلو هڅه کړې. د ترلاسه شوي خبر له مخې د همدې میاشتې په ۸مه د امریکا د ځانګړو ځواکونو یو عسکر د ننګر په اچین کې ووژل شو. د دوشنبې په ورځ، د اپریل په ۱۷مه ۶تنه اشغالګر د همدغه ولایت په سپین غر ولسوالي کې ووژل شول او دوه نور ژور ټپیان شول. په همدې پسې د دوشنبې په ورځ، د اپریل په۲۴مه د استشهادیانو یوې ډلې د امریکایې اشغالګرو په کمپاین ډلئیز هجوم ور وړ چې په نتېجه کې یې د دوی ګڼ شمېر عسکر مړه او ژوبل شول. همدارنګه د دښمن په وروستي اعتراف د پنجشنبې په ورځ، د اپریل په ۲۷مه هم د ننګرهار په اچين ولسوالي کې دوه تنه اشغالګر عسکر ووژل شول.

مزدور دښمن ته اوښتی ځاني زیان:

د صلیبیانو په فکري او فرمایشي ماشین جوړه او د کفري امکاناتو له سرچينو اوبېدونکې اداره هم په اپریل کې له لوی شمېر ځپونکو بریدونو او شکستونو سره مخ شوه. که څه هم جګړئیزو پیچلتیاو د کره شمېر تر لاسه کول ناشونې کړي؛ خو بیاهم د څو بېلګو مشاهده مو کولای شي رښتني شمېر ته ډېر نزدې کړي. د سیګار د راپور په اساس چې د اپریل په ۳۰ مه نشر شوی دی په تېر۲۰۱۶ میلادي کال کې د مزدوري اردو کابو ۷۰۰۰ زره نفر د جګړې په ترڅ کې وژل شوي او ۱۱۵۰۰ زیات یې ټپیان شوي دي.

د دوشنبې په ورځ، د اپریل په لومړۍ نېټه د خوست د ځانګړو ځواکونو قومندان له ۵ نورو ملګرو سره دهمدغه ولایت په دومندو ولسوالي کې  د استشهادي مجاهدینو په بریدکې ووژل شو. یوه ورځ وروسته د پکتیکا د ملي امنیت مرستیال له خپلو ۶ ساتونکو سره ووژل شو. همداراز د دوشنبې په ورځ، د اپریل په ۳مه د خوست  د نادرشاه کوټ ولسوالۍ امنیه قومندان هم له مجاهدینو سره په نښته کې ووژل شو او د کفري استحکام له ناولي  ارمان سره په خپل عمل پسې ورغی. د چهار شنبې په ورځ، د اپریل په ۱۲مه د فاریاب په بل چراغ ولسوالي کې د اربکیانو یو قومندان د اسلامي امارت له مجاهدینو سره په جګړه کې ووژل شو. دا په داسې حال کې و چې تر دې یوه ورځ وروسته رسنیو په هلمند کې د یو زخمي عسکر د ځان وژني خبر هم ورکړ. د شنبې په ورځ، د اپریل په ۱۵مه په مزدوره اردو کې د ماینونو د کشف یو انجینر د هلمند په ولایت کې د سړک غاړي ماین چاودنه کې ووژل شو. د دوشنبې په ورځ، د اپریل په ۱۷مه د بغلان ولایت د عملیاتو عمومې قومندان جنرال عبدالحی عطایي د کندوز په خان اباد ولسوالي کې د مجاهدینو په کمین ور برابر او همهلته ووژل شو.  تر دې پېښې یوه ورځ وروسته د سې شنبې په ورځ، د اپریل په ۱۸ مه د غزني د اربکیانو قومندان د جلال اباد ښار د رنګ روډ په سیمه کې د مجاهدینو تر ډلئیز برید لاندې راغی. ورپسې د همدې میاشتې په ۱۹مه د زابل ولایت د شنکۍ ولسوالۍ امنیه قومندان د اربکیانو له یو مشر او ۱۰ تنه نورو ټوپکیانو سره د مجاهدینو له خوا په خښ شوي ماین وختل او ځای پرځای ووژل شول، او په همدغه ورځ د تخار د سرحدي کنډک قومندان هم د ځايي مجاهدینو په کمین کې ووژل شو. د جمعې په ورځ، د اپریل په ۲۱مه د مزار شریف په ښار کې  ۲۰۹ شاهین قول اردو د استشهادي صنف  د اتلو مجاهدینو د پراخو بریدونو شاهده وه.په دغو عملیاتوکې  چې د کندوز او بغلان په ولایتونو کې د اسلامي امارت د والیانو د شهادتونو د انتقام په موخه تر سره شول  دیو لوی قومندان او د ده د امثالو په ګډون د دښمن تر ۵۰۰ زیات منصب داران او کار کوونکي مړه او ګڼ نور ټپیان شول.

دوستانه بمبارونه:

د وحشي اشغال له پیل څخه تر اوسه ډېر ځله اشغالګرو د خپلو په بېلابېل چوپړ بوختو مزدورانو په ځانګړې توګه مزدورې اردو په استوګنځایونو او کاروانونو د شفقت او دوستۍ بمونه اورولي، او په دې ډول یې هڅه کړې چې ځان او نوروته معلومه کړي چې دوی رښتیا هم باداران دي او د خپلو مزدورانو او بې دفاع خلکو په وړاندي د جرائمو له سزا  مصئونیت یې په اختیار کې شته. په دغه لړ کې د یکشنبې په ورځ، د اپریل په ۳۰مه د ارزګان په مرکز ترېنکوټ او د کاپیسا په تګاب ولسوالي کې  امریکایي ځواکونو  صلیبې جګړې ته ګمارلي مزدوران له هوا څخه په نښه کړل او د سر او مال درانه زیانونه یې ور واړول؛ خو دبادار په بې وفایي او وعده ماتولو د چپ پاته کېدلو دولتي فرهنګ څوک غږ اوچتولو ته پرېنښوول .

له مجاهدینو سره پیوستون:

د اسلامي امارت د هغه راپور په اساس چې د اپریل په ۱۵مه، د شنبې په ورځ خپور شو د بلواکې ادارې ۵۶۵ تنه  امنیتې کسان  او کار کوونکي د مارچ په میاشت کې له مجاهدینو سره یو ځای شوي دي. د اسلامي امارت د جلب او جذب کمېسیون د پرله پسې هڅو او زړه سواندیو په ترڅ کې د اپریل په میاشت کې هم د دښمنې ادارې ګڼ کارکوونکې او عسکر د حقیقتونو په درک کولو سره له مجاهدینو سره یو ځای شوي او یا د بدنامې او فاسدې ادارې له لیکو راجلا شوي او عادي ژوند ته ستانه شوي دي. که څه هم په دې  اړه  پوره تفصیل  د اسلامي امارت په رسمي پاڼه کې د همدغه کمېسیون  په راپور کې وړاندې شوی؛ مګر د نمونې په توګه دلته هم د څو پېښو یادونه بې ځایه نه ده.

په همدې لړ کې د اپریل په لومړۍ اونۍ کې د فاریاب، ارزګان او کندوز په  ولایتونو کې د دښمن ۸۷تنه کارکوونکي له مجاهدینو سره یو ځای شوي دي. د چهارشنبې په ورځ، د اپریل په ۵مه د بدخشان د کران او منجان ولسوالیو پخوانی امنیه قومندان هم له مجاهدینو سره یو ځای شو. د دښمن له لیکو څخه په را بېلو شوو کسانو برسېره د حزب اسلامي یو شمېر مخلص خلک هم وروسته له هغه د مجاهدینو له صف سره ملګري شول چې دغه ګوند  لاسپوڅې حکومت ته د صلحې تر نامه لاندې د تسلیمۍ غاړه کېښودله. د همدې میاشتې په ۵مه د یاد حزب ویاند هم ومنله چې د دغه حزب یو شمېر وسله په لاس خلک له اسلامي امارت سره یو ځای شوی او تسلیم شوی ګوند له دغو جهادي ډلو څخه د خپلي بېزارۍ اعلان کوي.

په اولس د تپل شوې ادارې وحشت او مرګ ژوبله:

د یکشنبې په ورځ، د اپریل په ۲مه د کابل ادارې امنیتي ځواکونو د هلمند په مرکز باباجي سیمه کې په یو ملکې کور د ځناورو په څېر د پټې خولې حمله وکړه او د همدې کورنۍ ۹ تنه یې په شهادت ورسول. دوه ورځې وروسته د مزدورې ادارې د والي ویاند هم ومنله چې د دوی نظامیان د طالب په پلمه ملکې خلک په نښه کوي  او یا زندانونو ته اچوي. بل لوري ته د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ خلک د همدې ولسوالۍ له وېروونکي او ناسم حالته سر ټکوي او وایي چې: د ولایت د ملي امنیت مرستیال د سلطان خیلو په سیمه کې یو پل په بمونو الوزولی تر څو خلک ترې د ولسوالۍ مرکز ته د تلو راتلو استفاده ونکړي. همدې ته ورته   یوبل خبر کې چې د دوشنبې په ورځ، د اپریل په ۱۰مه خپور شوی راغلي دي چې: د پکتیا په مرکزګردېز کې اربکیانو د خلکو د استوکنې کورونه سوځولي او په ماشومانو برسېره لس تنه نور خلک یې هم له ځان سره بو وتي دي. دوه ورځې وروسته هندي هلیکوبترو د کندوز دښت ارچې ولسوالي په درنو بمونو وویشتله او ورانه یې کړه. په دې برسېره د شنبې په ورځ، د اپریل په ۲۲مه اشغالګرو د کندز په مرکز الچین سیمې په خلکو باندې کېمیاوي مواد استعمال کړل تر څو په دې ډول اولس د مجاهدینو له ملاتړ او همکارۍ څخه راوګرزوي. په یوه بله پېښه کې اشغالګرو او داخلي مزدورانو په ګډو شپنیو عملیاتو کې د خاک افغان ولسوالۍ دوه مېرمنې او درې سړي له خپل ځان سره نظامي مرکز ته یو وړل.

د منصوري عملیاتو پیل:

د اسلامي امارت مجاهدین هر کال تر نوي نامه لاندې خپل پسرلني عملیات اعلانوي او دغه عملیات بیا تر بل کاله پوري د اشغالګرو او د هغوی د مرستندویانو په ضد روان وي. تېر کال عملیات د عمري علیاتو په نوم اعلان شوي ول چې د اپریل تر ۲۶مې یې دوام درلود. د دغو عملیاتو په ترڅ کې د اسلامي امارت مجاهدینو تر شمېر زیاتې بریاوې لرلې چې  له ډلې یې د اپریل میاشتې هغه  په لاندې ډول دي:

د دوشنبې په ورځ، د اپریل په ۳یمه د بادغیس درهء بوم د مجاهدینو د سنګینو بریدونو شاهده وه. د دغو عملیاتو په ترڅ کې چې د یادي درې په بازار کهنه باندې پیل شوي ول د دښمن یوه قرار ګاه او یو شمېر پوستې د مجاهدینو لاس ته ورغلې او دښمن له سیمې څخه تېښتې ته اړ شو. ورپسې د پنجشنبې په ورځ، د اپریل په ۶مه د هلمند ګرشک ولسوالي د مجاهدینو د ډلئیزو بریدو نو هدف وګرزېده او د ۳۰ تنه مړیو تر څنګ ۶ تنه ټپیان هم شول. همداراز د چهار شنبې په ورځ، د همدې میاشتې په ۱۲مه په کابل کې د دفاع وزارت ته څېرمه یوه حمله وشوه چې پکې د دښمن د خپل اعتراف له مخې د امنیتې ادارې ۵ تنه مړه او لوی شمېر نور ژوبل شول.د همدغو بریدونو په لړ کې د سې شنبې  ورځ، د اپریل  ۱۰مه د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ د ۵ پوستو او پراخو ساحو د فتحه کېدو شاهده وه. تر دې دوه ورځې وروسته د فاریاب په بلچراغ ولسوالي کې د اسلامي امارت د مجاهدینو او اربکیانو ترمنځ سخته جګړه وشوه چې په نتېجه کې یې دیو مهم مشر اربکې په ګډون ګڼ شمېر  نور اربکیان مړه او ژوبل شول ، تر دې یوه ورځ وروسته بیا د همدې ولسوالۍ د آقبلاغ سراتېژیکه سیمه هم د مجاهدینو لخوا فتحه شوه.

د جمعې په ورځ، د اپریل په ۲۱مه د مزار شریف په ښار کې  ۲۰۹ شاهین قول اردو د استشهادي مجاهدینو د پراخو بریدونو شاهده وه.په دغو عملیاتوکې  چې د کندوز او بغلان په ولایتونو کې د اسلامي امارت د والیانو د شهادتونو غچ اخیستنه وبلل شوه  دیو لوی قومندان او د ده د امثالو په ګډون د دښمن تر ۵۰۰ زیات منصب داران او کار کوونکي مړه او ګڼ نور ټپیان شول.

د دوشنبې په ورځ، د اپریل په ۲۴مه یوې ډلې استشهادي مجاهدینو د اشغالګرو د کمپاین په عسکرو هجوم ور وړ او په لسګونه صلیب مزدور ټوپکیان یې مړه او ژوبل کړل. یوه ورځ وروسته د اسلامي امارت مجاهدینو د درقد ولسوالۍ په شاهراه او د تخار ولایت د خواجه بهاؤالدین په ولسوالي برید وکړ چې په نتېجه کې یې یوه د اشغالګرو قرار ګاه او ۸  پوستې  د مجاهدینو لاس ته ولوېدې او ورسره زیات شمېر مزدور عسکر هم  مړه او ټپیان شول. د مزدورې ادارې ویاند هم دا خبر تائید کړ؛ مګر فتحه شوې پوستې یې  څلور وبللې او د مفتوحه سیمې په باره کې یې وویل چې یواځې د الفناق سیمه طالبانو نیولې ده. د جمعې په ورځ، د همدې میاشتې په ۲۷مه اسلامي امارت د منصوري په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل چې په لومړۍ ورځ لا د بې شمېره لاسته راوړنو خبرونه واورېدل شول. د دغو عملیاتو په لومړیو څلور ورځو کې تر سره شوي بریدونه په لاندې ډول وو:

په لومړۍ ورځ په ټول افغانستان کې د اشغالګرو او د دوی کرایه شوو مزدورانو په خلاف بریدونه تر سره شول چې د بېلګې په توګه د بدخشان په زېباک ولسوالي د مجاهدینو پراخ بریدونه او د هغې په پوره ډول فتحه کېدل، د ننګرهار په بېلا بېلو سیمو کې درانه بریدونه چې دشمن ته د درنو ځاني او مالي زیانونو باعث شول، د بغلان په دوشي ولسوالي کې د یوې پوستې او لسو کلیو فتحه کېدل، او په دل آرام کې د دریو پوستو نیول کېدل یادولای شو.

له شرمه ډک اعتراف:

د چهار شنبې په ورځ، د اپریل په ۱۲مه د مزدورانو لپاره نومول شوی دفاع وزارت ویاند په ډیره بې شرمۍ اعلان وکړ چې دڅه باندې ۵۰ صلیبي اشغالګرو هیوادونو عسکر په افغانستان کې له مسلمانانو سره په جګړه بوخت دي، او د دوی په ډله کې د هند عسکر هم دي چې له مزدوري اردو سره څنګ په څنګ له مجاهدینو سره جګړه کوي او په بیلا بیلو عملیاتو کې برخه اخلي. دا شرمونکی اعتراف داسې مهال کېږي چې څو ورځې له مخه د کندز په دښت ارچي کې هندي هلیکوبترو یو پوره کلی بمبار او په کامله توګه له خاوروسره برابر کړ.

د بمونو مور:

د پنجشنبې په ورځ، د اپریل په ۱۲مه  امریکایي اشغالګرو د نړۍ تر ټولو لوی بم چې وزن یې تر ۱۱زره پونډه زیات، او اوږ دوالی یي کابو ۹ متره و د ننګرهار په اچین ولسوالي کې وغورزاوه. دا بم کارونه په حقیقت کې د امریکایي وسلو د آزموینو برخه وه چې د افغانستان د اشغال له لومړۍ ورځې پیل شوې او تر اوسه دوام لري. د دغه ستر جنا یت په تعقیب د اپریل په ۲۲مه اشغالګرو د کندز په الچین کې کیمیاوي مواد وکارول تر څو په دې ډول د مجاهدینو مخ پر وړاندې تګ او فاتحانه بهیر ټکنی او مخه یې ونیسي.

مزدوره  اداره او د بې وسۍ رنځ:

د اپریل په لومړۍ نېټه د کابل ادارې وویل چې تر دې وروسته د تش په نامه سولې شورا دکارونو مخته وړلو لپاره بودیجه نه لري. د دغې شورا غړیو ویلي چې د تېرې میاشتې  لګښت یې د ملګرو ملتونو د پېشنهاد له مخې برتانیا ورکړی و. دغه شورا څه باندې ۶ کاله وړاندې کرزي را منځته کړه تر څو د غلامي ادارې مخالفین له دغې ادارې سره یو ځای کېدلو ته دعوت او تشویق کړي؛ مګر په دې تېره ټوله موده کې سره له دې چې د سولي په نامه ورکې په ملیونو ډالر حیف ومیل شول یو تن عادې مجاهد یې هم خپل ناولي ارمان ته جلب نه کړای شو. همداوجه ده چې اوس دولت د خپلې بې وسۍ لومړی غاښ په همدې کمېسیون خښ کړ.

د کابل په اداره کې ژور اختلافات:

د اپریل میاشتې په اوږ دو کې د دوه سرې ادارې د بیلا بېلو لوریو تر منځ د اختلافاتو لمن نوره هم پرا خه شوې ده. په همدې لړ کې د شنبې په ورځ، د اپریل په ۱۵مه  افغانستان ته د صلیبیانو لومړي انتخاب شوي رئیس د بمونو د مور بم غور زولو په غبرګون کې وویل چې د ملي وحدت د حکومت رهبران خائنان دي او نشي کولای د ملت نمايندګې وکړي. په همدې ورځ د پارلمان په کوټه کې کېنول شوو نمایشیانو هم غبرګون څرګند کړ او د پېښې په اړه یې د جدې څېړنو غوښتنه وکړه. له دوی څخه ځینو خو یې دا اعتراف هم وکړ چې افغانستان اشغال شوی او دا د امریکاله خوا زموږ په هیواد کې د خپلو وسلو تجربه کولو د ستر جنایت یوه کړۍده.

د یکشنبې په ورځ، د اپریل په ۱۶مه په اساسې قانون د نظارت کمېسیون غړیو د خپل کمېسیون مشر د قوانینو په مخالفت تورن کړ او بالاخره یې له وظیفې لري کړ. د دوشنبې په ورځ، د اپریل په ۱۷مه د اداري امورو په اصلاح کې  د اشرف غني ارشد مشاور احمد ضیاء مسعود د ناکارۍ په علت له خپلي څوکۍ وشړل شو او د ده له کاره ګوښه کولو سخت غبرګونونه هم  ترشا لرل.

د دوشنبې په ورځ، د اپریل په ۲۴مه د دفاع وزیر او لوی درستیزله مجاهدینو سره په جګړه کې، په ځانګړې توګه د سنګین په ولسوالي کې په ۲۰۹ شاهین قول اردو په بریدونو کې  له پرله پسې ناکامیو وروسته  له خپلو څوکیو استعفا ته مجبور شول. په همدې ورځ  سناتورانو د پارلمان غړي د امنیتي ارګانو وزیرانو ته د تائید رایي ورکولو له امله په خیانت تورن کړل.

د وطن د رښتنو اولادونو شهادت:

د چهار شنبې په ورځ، د اپریل په ۱۸مه د اسلامي امارت له لوري  د بغلان  والي مولوي لعل محمد شهید شو. هغه د چهار شنبې په شپه له  اشغالګرو  سره د شپنۍ چاپې پرمهال په مخامخ مقاومت کې د شهادت ارمان ته ورسېد. دا لومړی ځل نه دی چې د مجاهدینو د رهبرۍ په سطحه لوی شخصیتونه خپل ځانونه د هیواد د ازادۍ او له ملي نوامیسو څخه د دفاع لپاره نغدې قربانۍ ته وړاندې کوي؛ بلکې تېره میاشت هم د دې خاورې له رښتنیو بچیانو څخه یو چې د اسلامي امارت له لوري د کندز د والي په توګه ټاکل شوی و د هیواد د دښمنانو په هوایي برید کې د شهادت ارمان ته ورسېد.

د تازه دمو  اشغالګرو راتلل:

له یوې خوا د سولې او خارجې ځواکونو د وتلو خبرې کېږي او حزب اسلامي په همدې دلیل له حکومت سره یو ځای کېږي، او له بلې خوا اشغالګران اعلان کوي چې افغانستان ته نوي ځواکونه لېږي!

د شنبې په ورځ، د اپریل په ۸مه امریکایانو اعلان وکړ چې ۱۵۰۰ نوي عسکر به افغانستان ته ولېږي، د شنبې په ورځ، د همدې میاشتې په ۲۹مه دغه شمېر ۱۷۰۰ ته پورته شو او یوه ورځ وروسته ۳۰۰ بحري ځواکونه له مجاهدینو او ستړي ولس سره د جګړې لپاره هلمند ته ورسېدل.

د حکمتیار ظهور:

د دوشنبې په ورځ، د اپریل په ۲۴مه د اسلامي حزب مشر ګلبدین تر ۱۶ کاله پټ اوسېدو وروسته په داسې حال کې د لغمان په ولایت کې را څرګند شو چې ۷ میاشتې له مخه یې د کابل له ادارې سره د سولې تر نامه لاندې یوه معاهده لاسلیک کړې وه او پکې هوکړه شوې وه چې حکمتیار به د کافرانو له تور لسته ایستل کېږي او د دغه حزب زندانیان به ازادېږې. په دې برسېره دا وعده هم ورسره شوې وه چې د حزب لويي څټې به په لوړ پوړو څوکیو کېنول کېږي. که څه هم حکمتیار دا د خپل ظهور اړین شرطونه بلل؛ مګر کله چې تر ۷ میاشتو وروسته بیا هم چا د ده موضوع ته د اړینې او کاري موضوع په سترګه ونه کتل او شرطونه پوره نشول، نو هغه له ټولو شرائطو په تېرېدو ظهور وکړ او خپل خواهش ته د نه رسېدو له وېرې یې دا هر څه اخلاقي قربانې وبلله.