د حزب اسلامي د ادعاوو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

پرون او نن  له ځینو رسنیو سره په خبرو کې د حزب اسلامي  ویاند قریب الرحمن  ادعا کړې چې د اسلامي امارت  مسئولینو له دوی سره تماس نیولی او د سولې په اړه يې د خبرو آماده ګي ښودلې.
موږ دا ادعا په کلکه  ردوو، دا ډول هیڅ تماس نه  دی نیول شوی او نه باید په دې اړه د حزب غړي بې ځایه او له حقیقت څخه لرې پروپاګند وکړي، دحزب مسئولینو ته په کار ده  چي د اسلامي امارت  له درنې پالیسۍ څخه بده استفاده ونه کړي.
د اسلامي امارت  موقف  دادی چې دښمن ته وسله پرځمکه کيښودل او د هغوی د شومو اهدافو په تحقق کې مرسته کول، شرعا ناجایز او د دې هیواد د میلیونونو شهیدانو له آرمانونو سره په تضاد کې دي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۴۳۸/۸/۱۹هـ ق
۱۳۹۶/۲/۲۴هـ ش ــ 2017/5/15م