د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمیسیون د افتاء او قضاء د تخصص د ادارې د فارغینو د دستاربندۍ په مناسبت د مراسمو راپور .

د افغانستان اسلامي امارت د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمیسیون د افتاء او قضاء د تخصص د ادارې د فارغینو د دستاربندۍ په مناسبت د مراسمو راپور
نن د پنجشنبې ورځ د ( ۱۴۳۸ هـ ق ) کال د شعبان المعظم د میاشتې په اوومه نیټه د افغانستان اسلامي امارت د ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو کمیسیون تر چتر لاندې د تخصص في الافتاء و القضاء د ادارې په انګړ کې د نوموړې ادارې د فارغ التحصیل شاګردانو په ویاړ یوه پرتمینه غونډه دائره شوه چې په پیل کي د امام ابویوسف رحمه الله د دارالایتام د ادارې د قراءت د څانګې استاذ محترم قاري احمد صاحب د قرآن عظیم الشان څومبارک آیاتونه تلاوت کړل ورپسې د غونډې په پیل کي جید عالم او د خپلې سیمې د فقهي مجلس صدر شیخ الحدیث حضرت مولانا ادم خان صاحب د تخصص فی الافتاء والقضاء او دیني مدارسو پر اهمیت په زړه پورې وینا وکړه او د وینا مهمې نکتې يې دا وې چې :
۱- دیني مدارس د ټولنې په اصلاح کې تر بل هر چا او هر نظام غوره رول لوبولی .
۲- روان تعلیمي بهیر باید ترهرڅه زیات په دې کې کوشش وکړي چې ټولنې ته داسې اشخاص وړاندې کړي چې د خدمت لپاره پوره اهل وي .
۳- قضاة اومفتیان باید په خپل ورسپارل شوي عمل کې له ډیر احتیاط څخه کار واخلي اوخپله فتوی ، پریکړه اوحکم ترپوره څیړنې وروسته صادرکړي .
ورپسې د خطابې میز ته د همدې ادارې استاذ محترم مولوي قاضي محمدصادق صاحب راوبلل شو ، هغه په خپل وارسره ښه په زړه پورې وینا وکړه چې وینا یې په لاندې ټکوکي راخلاصه شوې :
۱ – د اسلامي مدارسو لنډه تاریخچه یې په ښه اندازسره بیان کړه .
۲- خپل شاګردان یې راتلونکي مسئولیت ته ښه متوجه کړل .
په هغه پسې تکړه نعت خوان مولوي قاري عبدالعزیز (نوراني صاحب ) په زړه پورې ترانه زمزمه کړه ، بیا د میکرافون مخې ته تکړه مقرر حضرت مولانا بخت محمد صاحب را وبلل شو نوموړي په خپل نوبت سره ډیره په زړه پورې وینا وکړه چې په لاندې ډول یې خلاصه کولای شو :
۱ – د امام ابوحنیفه رحمه الله علمي او فقهي مقام یې په بهترین انداز تشریح کړ.
۲- د افتاء او قضاء د تخصص د همدې ادارې تأسیس یې د اسلامي امارت لخوا له خپل اولس سره خواخوږي او پیرزوینه وبلله .
۳- د فقیه عالم وجود یې دمعاشرې لپاره اړين وباله .
په هغه پسې تکړه نعت خوان حافظ بدري صاحب خپله په زړه پوري ترانه وړاندې کړه.
ورپسې شیخ الحدیث حضرت مولانارازمحمدصاحب په خپل وارسره د غونډې برخه والو ته وینا وکړه او په لنډو ټکوکې یې طالب العلمان خپل مسئولیت ته ځیر کړل او ورڅخه یې وغوښتل چې باید خپل وختونه د امارت په خدمت کې تیرکړي او د دې مظلوم ولس خدمت د ځان لپاره ویاړ وګڼي.
بیا د دې تخصص د ادارې یو متخصص مولوي احمد ته بلنه ورکړل شوه ترڅو د نورو متخصصینو په نماینده ګۍ خپله وینا واوروي چې نوموړي دافتاء اوقضاء د ضرورت او اهمیت په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې او حاضرینوته یې خپل معلومات وړاندې کړل .
ورپسې پیرطریقت ، نمونه اسلاف حضرت مولانا عبدالصمد اغا صاحب د خطابې میز ته راوبلل شو او هغه هم په ډیرو لنډو ټکو کې د غونډې ګډون کوونکوته پردوو مهموموضوعاتو وینا وکړه چې په لاندې ډول یې راغونډوو :
۱- اول د اسلامي امارت شکریه باید اداء کړو چې د افغانستان د دې بیچاره ولس د ژوندهر اړخ ته متوجه او په هکله یې اړین ګامونه اوچتوي .
۲- ده په خپله وینا کې پر اتفاق او وحدت ډیر ټینګار وکړ او ویې ویل چې دکامیابۍ ټول راز په اتفاق او وحدت کې نغښتی دی .
بیاپه خپل وارسره دهمدې مدرسې د تخصص في الافتاء استاذ تکړه ادیب حضرت مولانا مفتي محمدطاهر صاحب خپله په زړه پورې وینا برخه والوته واوروله چې وینا یې په لاندې ټکوکې رانغاړو :
۱- تفقه فی الدّین چې چا ته ورکړل شي هغوی ډیرقدرمن دي ځکه چې دا ډیره ستره الهي تحفه ده .
۲- فارغ التحصیل شاګردان یې دېته وهڅول چې دوی باید ددې سترې الهي تحفې حفاظت وکړي ، او دا تحفه ورڅخه ضائع نشي .
۳- فارغ التحصیل شاګردان باید
داخپله زده کړه ترنورو او دوی باید د دین او ولس لپاره د خدمت مصدر وګرځي او باید پر نورو لارو لاړ نشي .
۴- په تیره دوه کلنه دوره کې د دې فارغینو استعدادونه را ویښ شول نوباید دوی بیرته د غفلت ښکارنشي ، او باید له ځانونوڅخه غوره داعیان جوړکړي .
ورپسې د تخصص في الفقه والحدیث د شعبې تکړه استاذ حضرت مولانا مفتي نجیب الله صاحب خپله ارزښتناکه وینا د فقهې په اهمیت سره پیل کړه او ويې ویل :
۱- فقهاء د ټولنې لپاره د طبیبانو حیثیت لري دوی باید د ټولنې امراض تشخیص او بیا تداوي کړي .
۲- شیطانان ځکه د فقهاؤ په مرګ خوشحالیږي چې فقهاء دشیطانانو پلانونه شنډوي نوباید زمونږ فضلاء خپله دنده اومقابله جاري وساتي .
۳- خپل شاګردان یې ویښ کړل او ورته ویې ویل چې خلک په دې ډاډ چې تاسو ددین کارکوئ غافل دي نو که خدای مکړه تاسوهم د غفلت ښکارشئ نو تمامه ټولنه به غافله او ویده پاتې شي .
۴- زمونږ ددین روایات ، اسناد او تشریحات محفوظ دي او دا کار حضرت امام ابوحنیفه او د ده پیروانوکړی دی .
۵- تفقه په انسان کي احتیاط پیداکوي ځکه چې د علم عظمت په فقه کې معلومیږي ، څرنګه چې علم ډیرخطیراوګران مسئولیت دی نو باید علماء د هرې مسئلې جواب ډیر ژر ورنه کړي له مشرانو علماؤسره دې مشوره کوي بیادې جواب ورکوي او نهایي پرېکړه دې کوي .
ورپسې شیخ الحدیث حضرت مولوي عبدالبصیرصاحب د خطابې میز ته راغی او په خپل نوبت سره یې ګډون کوونکو ته خپله وینا واوروله او د خبرو خلاصه یې په لاندې توګه وه :
۱- د مفتیانو او قاضیانو هره فتوی او پریکړه باید د قرآن کریم ،احادیثو او حنفي فقهې مطابق وي فضلاء کرام دې په خپل مسئولیت کي عجله نه کوي ، بلکه تأني في الامور ضروري وي او د همدې لپاره د تخصص في الافتاء والقضاء ادارې جوړې شوي دي .
۲- د افغانانوهر توکم ډیر شجاع اوسخي دی ، د نرۍ تر هرتوکم ډیرفضیلت لري ، باید د اسلامي امارت مسئولین ددوی فضیلت درک او د دوی ډیر درناوی وکړي ، اوپه دې جریان کې یې د یوې مېرمنې د سخاوت ډیره جذابه واقعه بیان کړه .
۳- له مفتي او قاضي سره هغه وخت د الله جل جلاله د فرشتومرسته شامله وي چې دی د الله د رضا لپاره پرېکړې کوي ، نو د الله جل جلاله د فرشتو مرسته باید زمونږ دغه فارغ التحصیل حضرات ترلاسه کړي .
۴- امارت اوعلماء کرام که خپل اتفاق وساتي ، او محاکم خپل باحیثیت رول جاري وساتي بیابه یې په نړۍ کې هیڅوک هم مقابله و نکړای شي .
دغونډې په وروستۍ برخه کې د تعلیم اوتربېې اوعالي تحصیلاتو کمیسیون اداري او د جنوب غرب حوزې ساحوي مسئول محترم مولوي کرامت الله اخندزاده د خپلو خبرو په جریان کې د تعلیم او تربېې اړوند مکاتبو ، مدارسو او د تخصص د څانګې د نصاب او تدریسي چارو په هکله د غونډې برخه والوته تفصیلي معلومات ورکړل ، نوموړي وویل چې زمونږ کمیسیون کوشش کوي او په پلان کي لري چې د عالي تحصیلاتو اړوند د لوړو زده کړواو د تخصصاتو څانګې په لوړوعلمي معیارونو برابرې کړي ترڅو له یادو ادارو څخه داسې علمي کدرونه فارغ شي چې زمونږ د ټولني د علمي ترقۍ اوبهبود لپاره مثبت اوګټور ګامونه واخلي ، نوموړي د خپلو خبرو په لړکې په ځانګړې توګه د وړو اولویو دورو له استاذانو څخه وغوښتل ترڅو خپل شاګردان وهڅوي چې خپلې زده کړې د تخصص ترکچې ورسوي ، په پای کې یې له ټولو راغلو میلمنوڅخه شکریه اداء کړه او مننه یې ترې وکړه ، له هغه وروسته د دستاربندۍ مراسم پیل شول چې په یوه له خوښۍ ډکه فضاء کې (۲۱) تنو فارغومتخصصینوته د فضیلت پګړۍ په سر ورکیښودل شوې په پای کې محترم مفتي عبدالرزاق صاحب د ختم دعاء وکړه او په دې توګه مجلس ښه په امن اوخوشحالۍ سره پای ته ورسید ، وروسته ټولو راغلومیلمنوته عموما د ډوډۍ انتظام شوی ؤ ، له هغه وروسته ټول میلمانه په خیرسره رخصت شول.
نوټ : د غونډې په جریان کې د تخصص د دغې ادارې د تعلیمي او تدریسي چارو په اړه اړین معلومات او د داخلې شرائط او معیارونه او دغه راز ددې ادارې نصاب په علماؤ باندې د دوی د معلوماتوپخاطر و ویشل شول .