دکابل د ادارې وحشیانه بشري سرغړونې

په تیرو پنځلسو کالونو کې یرغلګرو او د هغوی داخلي ملاتړو د افغان مسلمان ولس په مورد کې بیساري ظلمونه کړي، نه یې له ړندو بمباریو مخه اړولي ، نه له شپنیز بریدونو او نه له وحشیانه شکنجو. اسلامي امارت وخت په وخت د خپل مظلوم ولس غږ نړیوالو ته رسولی، که څه هم دوی په یوه غوږ اوریدلی او له بل یې ایستلی ده. اوس دا ښه پیل دی چې د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو کمیسون تیر اپریل میاشت په افغانستان کې په توقیف خانو کې د بندیانو د شکنجو په هکله راپور خپور کړی . پدې راپور کې چې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کالونوکې د مختلفو بندیانو سره مصاحبې شوې ، اکثریت یې ویلي چې د توقیف په وخت کې شکنجه شوي او داسې اقرار خط یې لاسلیک کړی او یا یې ګوته پرې لګولې چې دوی نه دي پوهیدلي چې څه پکښې لیکل شوي و او یا یې بالکل لوستلی نه دی. د ملګرو ملتونو راپور هغو شکنجو ته هم اشاره کړې چې د قوماندان عبدالرازق تر څارنې او لارښوونې لاندې د هغه په شخصي زندانونو کې ترسره شوي دي. په کندهار کې د لویې ویالې سره نږدې هدیره یې ژوندی ثبوت دی چې هلته هغه شهیدان خښ شوي کوم چې قوماندان عبدالرازق له شکنجو وروسته شهیدان کړي دي. باید د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو د کمیسون، د بشر د حقوقو نړیوال سازمان او د بشري جنایاتو نړیوالې محکمې هئیتونه دغه هدیره او د کابل د ادارې نور توقیف ځایونه وګوري چې دغو ظالمانو څومره بشري جنایاتونه ترسره کړي او لا تر سره کوي یې.

دغه شکنجې او په زور اقرار د کابل د ادارې په زندانونو کې د ټولو بندیانو موجودیت او د دغو اقرارونو په اساس د کابل د ادارې د محاکمو حکمونه تر سوال لاندې راولي. ددې علاوه ، د بشر د حقوقو نړیوال سازمانونه چې د بشر د حقوقو د ساتنې ټټر وهي، باید پدې ځان پوه کړي چې ددې جبري اعترافونو سره سره، په افغانستان کې د بندیانو دوسیې په کلونو محکمې ته نه وړاندې کیږي او معمولا هغه بندیان چې د بند موده یې پوره شوی وي له رشوت پرته نه خوشې کوي.

د کابل تش په نامه چارواکي هم باید فکر وکړي چې د ناټو او د امریکايي یرغلګرو قواوو په مټ د خپل ولس سره جګړه کوي او د پردیو د اهدافو لپاره ولس قربانی کوي او غچ اخیستلو ته یې اړ باسي.

دا حقیقت دی چې یرغلګر او د هغوی داخلې لاسپوڅي غواړي پداسې کرغیړنو اعمالو سره افغان مسلمان ولس ته د هغوی د خپلواکۍ غوښتنې د روحیې له امله سزا ورکړي او دایې د خپلې ظالمانه پالیسي یوه برخه ګرځولې ده. خو مونږ غواړو یرغلګرو او د هغوی انډیوالانو ته ور په یاد کړو چې تاریخ ښیې افغانان څوک په زور، شکنجو او وسلو له خپل مشروع مسیر څخه نشي اړولی. دا هم وریادوو چې دا ټاټوبی د یرغلګرو امپراطوریو هدیره ده. دلته روغ راغلي او شړیدلی تللی دي. ښه دا ده چې یرغلګر هیوادونه نور د افغان ولس مشروع حقوق د درواغجنې دیموکراسي او آزادي په نوم پایمال نکړي او له دغه ویاړمن ټاټوبي څخه پښې سپکې کړي.