د کابل ادارې د استخباراتي دستګاه د ادعاوو او د بندیانو داعدام  په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

په کابل کې د تیرې ورځې د چاودنې وروسته چې اسلامي امارت خپل لاس لرل په کې په زغرده رد کړل او پيښه يې محکومه کړه، دکابل ادارې استخباراتي دستګاه دخپلې ناکامۍ، د خپلو بادارانو د دسیسود پټولو او عامه اذهانو د مغشوشولو لپاره  له پيښې څخه لږ وروسته ادعا وکړه چې دغه پيښه د اسلامي امارت خصوصا دحقاني صاحب په مجاهدینو پورې اړه لري !!؟
موږ یوځل بیا دکابل په پيښه کې د اسلامي امارت د مجاهدینو دخالت ردوو، د حقاني صاحب د مجاهدینو په ګډون زموږ هيڅ مجاهد د دغې پيښې تر شا لاس نه لري اونه هم د ملکي خلکو وژل د اسلامي امارت په ګټه دي.
د کابل اداره هڅه کوي چې له دغې غمیزې څخه د تبلیغاتو په توګه کار واخلي، خپله بې کفايتي، ناتواني او د پيښو په وړاندې تذبذب په بې حقيقته  تورونو او اتهامونو باندې توجیه کړي.
بل خوا مو راپورونه تر لاسه کړل چې نن د کابل ادارې مشر اشرف غني د ۱۱ تنو مظلومو اسیرانو داعدام حکم ورکړی.
موږ یوځل بیا خبرداری ورکوو که  کوم مظلوم بندي ته زیان ورسیږي، نو د کابل ادارې ټول اړوند ارګانونه، ذیدخله ادارې او عدلي دستګاه به يې د مجاهدینو تر سختو او عبرتناکو بریدونو لاندې نیول کیږي او د راتلونکو پيښو او هر ډول زیانونو مسئوليت به د کابل ادارې په غاړه وي، دا چي دکابل اداره خپل واک نه لري او فیصلې یې د خارجي بادارانو په اشاره عملي کیږي نو که له اسلامي امارت سره موجودو خارجي بندیانو ته د کابل ادارې د دغه جنایت په انتقام کې زیان ورسید هم مسئولیت به یې دمتبوع هیوادونو په غاړه وي.
د بندیانو د اعدام په اړه موږ نړیوالې مؤسسې، بشري ادارې او حقوقي نهادونه هم متوجه کوو چې د اسیرانو اعدامول او په هغه جرم کې قرباني کول چې اصلا رول او دخل نه په کې لري، غیر انساني او د نړیوالو نورمونو خلاف کار دی، دوی يې باید په مخنیوي کې خپله ونډه ادا کړي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۴۳۸/۹/۶هـ ق
۱۳۹۶/۳/۱۱هـ ش ــ 2017/6/1م