جنګي جنایتونه (مئ)

سید سعید

د وران( ۲۰۱۷،ز) کال دمئ  میاشتي په ۳مه نیټه  د کندز ولایت دامام صاحب ولسوالۍ په  قرغان تپه سیمه کي دځایې عسکرو  دتوپچي په ډزوکي څلور تنه ولسي وګړي شهیدان اوټپیان شوي دي.

دمئ په ۳مه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په مموزو سیمه کي د داخلي عسکرو په ډزوکي دوې میرمني شهیداني شوي دي.

د مئ په ۴مه دفاریاب ولایت د المار ولسوالۍ د قره غویلي په سیمه کي د کورنیو عسکرو دهاوان په برید کي د یوې کورنۍ څلور تنه غړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

دمئ په ۵مه  داخلي عسکرو د غورولایت د شهرک ولسوالۍ په (مسجدنګار، دهن مسجدنګار اوخم بادشاه  ) کلیو کي درې ښځي، اووه ماشومان او پنځه سړي شهیدان کړي دي.خبر کي ویل شوي عسکرو یادشوي کلي لومړی چور کړي او وروسته ګڼ کورونه  سوځولي دي.

دمئ په ۵مه  د نورستان ولایت د وانټ وایګل ولسوالۍ په  نشګرام سیمه کي ځایې عسکرو د هستوګني پر سیمو د لویو وسلو بریدونه کړي چې له امله یې څلور ښځې او دوه کوچنیان ټپیان شوي دي.

د مئ په ۶مه دبدخشان ولایت په  اشکاشم ولسوالۍ کي داخلي عسکرو دوه تنه استادان(مولوي امرالدین او قاري بشیر احمد) چې د وردوج ولسوالۍ د قلات سیمي په یوه دیني مدرسه کي  استادان وو،تر نیولو وروسته شهیدان کړي دي.

دمئ په ۱۱مه دزابل ولایت  مرکزقلات مربوط دخوړي دکلي ملاامام داخلي عسکرو بندي کړی او بیا شهید کړی دی.

د مئ په ۱۲مه دفاریاب ولایت دپشتونکوټ ولسوالۍ په اقدره سیمه کي  د داخلي عسکرو دثقیله وسلو په ډزوکي دوه ماشومان شهیدان او دښځو په شمول لس تنه ټپیان شوي دي.

دمئ په ۱۴مه د لغمان د مرکز مهترلام  مربوط په  عمرزو سیمه کي دداخلي عسکرو د توپچي په برید کي د یوې کورنۍ پنځه ماشومان شهیدان شوي او دوه ژوبل شوي دي.

دمئ په ۱۵مه دکندهارولایت  دمیوند ولسوالۍ اړوند د ګل زمان بازار په سیمه کي داخلي عسکرو دچاپې په مهال څوارلس تنه ملکي وګړي بندیان کړي دي.

دمئ په ۱۸مه  د کاپيسا ولایت مرکز اړوند شوخي سیمه کي د کورنیو عسکرو د درنو وسلو په ډزوکي دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او دوه تنه ژوبل شوي دي.

دمئ په ۲۲مه  د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په  دوهم فارم سیمه کي یرغلګرو دداخلي عسکرو سره په ګډه د ملکي خلکو په کوورنو چاپې وهلې،وروسته یې پر سیمه بمبار کړی، په بمبار کي د یو ه کور درې تنه شهیدان او درې تنه ژوبل شوي او د بلي کورنۍ نهه تنه غړي شهیدان او ټپیان شوي دي.په یاد شوي بمبار کي دولسي خلګو یو موټر ویجاړ او پنځوس مواشي هم وژل شوي دي.

دمئ په ۲۳مه   دبادغیس ولایت  په دره بوم ولسوالۍ کي دطالبانو او داخلي عسکرو  ترمنځ د سختو نښتو وروسته دحکومتي ځواکونو په بمبارکي د ښځو او کوچنیانو په ګډون شل تنه ولسي هیوادوال شهیدان شوي او لس کسان ټپیان شوي دي.

دمئ په ۲۳مه  د ننګرهار ولایت دغني خیلو ولسوالۍ په  ګولایي سیمه کي اشغالګرو د داخلي عسکرو په ملتیا دملکي خلکو په کورونو چاپې وهلي،دکورونو دروازې یې په بمونو الوزولي او دتلاشي په مهال یې له کورونو قیمتي شیان وړي دي. وروسته په سیمه کي دطالبانو او ګډو ځواکونو تر منځ نښته شوې، د نښتي په پایله کي اشغالګرودوه تنه بزګران چي فصل کي یې اوبه لګولې شهیدان کړي او لس تنه ولسي وګړي یې بندیان کړي دي.

دمئ په ۲۴مه د زابل ولایت د خاک افغان ولسوالۍ د بیتو په سیمه کي یرغلګرو دداخلي عسکرو په ګډون دچاپې په مهال درې میرمني او یو ځوان شهیدان کړي او پنځه تنه یې په ژوبل حالت کي دبندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

دمئ په ۲۵مه  د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ په  شاطرو سیمه کي د داخلي عسکرو دثقیله وسلو په ډزو کي یو ملکي وګړی شهید او بل ژوبل شوی.همداراز  ددې ولسوالۍ په  خار کلي کي ځایې عسکرو یو ملکي سړی( رحمت الله) او دبوزک په کلي کي یو سپین ږیری( عزت الله )شهید کړی دی.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]