افغانستان د ۲۰۱۷ میلادي کال د مئ په میاشت کې

د ۲۰۱۷ میلادي کال د مئ په میاشت کې هم  مجاهدین لکه د تېرو میاشتو په څېر زړور، بریالې او مخه کښونکي ول او یو شمېر سیمې، پوستې او آن ولسوالۍ د مجاهدینو له لورې فتحه شوې. د همدې میاشتې په اوږدو کې ځېنې نوري مهمې پېښې هم را منځته شوې چې له لنډ تفصیل سره ورته په لاندې کرشو کې اشاره شوې ده.

اشغالګروته اوښتی ځاني زیان

د یاد میلادي کال د مئ په میاشت کې اشغالګر دښمن له یو لړ درنو زیانونو سره مخ شو. لومړۍ پېشه چې اشغالګر پکې تر اټکل پورته زیانمن شول د ننګرهار  په بټي کوټ کې رامنځته شوه چې استشهادي مجاهدینو د اشغالګرو دپټېدو په ځای  کارنده بریدونه ترسره کړل. یوه ورځ وروسته د دوی یو ټانګ هم د همدغه ولایت په بچګرام ولسوالي کې د سړک غاړي په خښ شوي ماین ور برابر شو  او د ۶ تنه اشغالګرو د وژل کېدو تر څنګ ګڼ نور پکې ټپیان شول. د چهار شنبې په ورځ، د مئ په ۳مه نېټه د کابل په شش درک سیمه کې هم پرې د استشهادي مجاهدینو لخوا ډلئیز بریدونه تر سره شول او د کره راپورونو په اساس یو درزن مړي او ټپیان د پېښې پرځای پراته ول، خو دوی یواځې درې تنه د ټپیانو په توګه ومنل. د یکشنبې په ورځ د همدې میاشتې په ۱۴مه  څلور تنه اشغالګر د پروان ولایت په بګرام ولسوالي کې د سړک  غاړې خښ ماین په چاودنه کې ووژل شول. سره له دې ټولو چې د کره او د قیقو منابعو له لوري یې پخلی شوی دروغجن دښمن په دغه میاشت کې د هیڅ یو وژل شوي په وژنه اعتراف ونکړ ، ځکه نو د کال په اوږدو کې  د هغو مړو شمېر چې دوی پرې اعتراف کړی ۴، او د ۱۶کلني جریان د معترفو مړیو شمېر ۳۵۳۲ پخپل ځای ولاړ پاته شو.

مزدور دښمن ته اوښتی ځاني زیان

د سې شنبې په ورځ، چې دمئ له ۲م سره برابره وه غرب پلوه ادارې سیګار اعلان وکړ چې اجیري اردو ته د نورو کلو پرتله روان کال زیانونه ډېر اوښتي. د همدغه راپور په اساس د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې ۸۰۷ عسکر وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي. که څه هم د ټولو هغو چې دښمن له لاسه ورکړي کره شمېره په لاس کې نشته، خو لاندنیو پېښو ته په کتو سړی په اسانۍ هغه اندازه ترلاسه کولای شي چې دوی ورسره په تېرو میاشتو کې مخامخ شوي دي.

د چهار شنبې په ورځ، د مئ په ۳مه د پولیسو یو قومندان له خپلو ۸ تنو ټوپکیانو سره د کندهار د دارالمعلمین په اړونده سیمه کې ووژل شو. ورپسې د همدې میاشتې په ۷مه د یکشنبې په ورځ د همدغه ولایت دوالي مطبوعاتي سلاکار هم د مجاهدینو په غلچکې برید کې ووژل شو. د همدې میاشتې په لسمه یو بل قومندان هم د یاد ولایت په سپین بولدک ولسوالي کې د چسپکې ماین په چاودنه کې له منځه یو وړل شو. د یکشنبې په ورځ، د مئ په ۱۴مه بیا د پکتیا په ګردېز کې د اربکیانو یو قومندان له خپلو ۶تنه ورسره ټوپکیانو سره د خپل تور عمل په سزا ورسول شو. تر دې دوه ورځې وروسته د کنړ ولایت د بشري منابعو  او مخابراتو رئیسان هم د یو راکيټي برید په پایله کې ووژل شول. او په دېته ورته وروستۍ پېښه کې د مئ په ۲۹ مه، د دوشنبې په ورځ د پکتیکا د شیخ آباد ولسوالۍ ولسوال هم له خپل یو ساتونکې سره ووژل شو.

دوستانه بمبار

د چهار شنبې په ورځ، د می په ۲۴مه اشغالګرو د کندوز په مرکز کې له  الوتکو د بمونو خولې پخپلو هغو مزدورو افغان ځواکونو ورټیټې کړې چې یواځې د همدې صلیبیانو د خدمت، د همدوی د شوم فکر پیاده کولو او د همدوی د رضا او حق اداء کولو لپاره د خپلو افغانانو په وژلو پسې راوتلي ول. په دغه بمبار کې چې صلیبیان یې خپل حق او مزدوران یې د بادار په وړاندې خپله بې وسې بولي تر ۴۰ تنه زیات عسکر مړه او ټپیان شول. تېره میاشت هم امریکایانو د ارزګان په ترینکوټ، او د کاپیسا په تګاب ولسوالیو کې غولېدلي عسکر د بمونو تر برید لاندې نیولي ول او په لوړه کچه ځاني او مالي زیان یې ور اړولی و.

بې وسه ولس او بې رحمه ټوپکیان

مئ هم د افغان اولس  لپاره د تېر په څېر له درده ډکه میاشت وه. دوی د هغه چا دوحشت په حصار کې ول چې پخپل ځان رحم یې هم د خپل اختیار نه دی. که څه هم د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او کړاو  تفصېلي کیسه  د ملکې تلفاتو د کمېسیون په راپور کې شوې چې هره میاشت  په الاماره ویب پاڼه کې خپرېږي، اما دلته هم د نمونې په ډول د دوی دځور او ربړونې څو پېښې را اخلو:

د دوشنبې په ورځ، د مئ په لومړۍ نېټه د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالي کې دوه تنه ملکي وګړي مړه او څلور نور ټپیان شول. بله دوشنبه چې د همد میاشتې ۸مه کېده رسنیو د هغه محصل د مړینې خبر خپور کړ چې څه موده وړاندې د میدان وردګو په ولایت کې د اربکي قومندان لخوا په مرمیو ویشتل شوی و. او د شنبې په ورځ چې د مئ له ۱۳ سره برابره وه د غزني په اندړو ولسوالي کې یو اربکې خپله مور او دوه نور کسان په ډزو ووژل.

د تازه دمو اشغالګرو راتلل

دروغجن دښمن له یوې خوا ادعا کوي چې مجاهدین یې مات کړي او له بلې خوا  سره له دې چې  د اردو او پولیسو تر نامه لاندې څلور سوه زره اجرتي مزدوران یې هم جګړې ته نیولي بیا هم افغانستان ته د تازه دمو عسکرو د لېږد په لټه کې دي. د دوشنبې په ورځ، چې د مئ لومړۍ نېټه وه د ناټو عمومي منشي له یوې المانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې: ناټو افغانستان ته د نویو عسکرو په لېږلو غور کوي. ده زیاته کړه چې د دغه سازمان په راتلونکې غونډه کې چې د جون په میاشت کې به جوړېږي په دې خبره بحث وشي. دا په داسې حال کې ده چې اوس هم ۱۳زره اشغالګر په ګران هیواد کې حضور لري او د مجاهدینو په وړاندې په جګړو کې برخه اخلي. د دې خبرې تر خپرېدو وروسته د دوشنبې په ورځ، د مئ په ۲۹مه استرالیا یې چارواکو اعلان وکړ چې د ناټو د غوښتنې له مخې به ۳۰ تنه نوي عسکر افغانستان ته ولېږي.

منصوري عملیات

منصوري عملیاتو چې اوس یې له پیله نزدې دوه میاشتې تېرېږي د مئ په میاشت کې هم یو لړ په زړه پورې لاسته راوړنې لرلې. د دوشنبې په ورځ چې د مئ لومړۍ نېټه وه مجاهدینو د بادغېس غورماچ ولسوالي ونیوله. د دغه ولایت لوړ پوړې چارواکي مني چې د قادس، ابکري او مقر په ولسوالیو هم د مجاهدینو لخوا بریدونه پیل شوي او یادې درېواړه ولسوالۍ هم په معرض د سقوط کې دي.

په همدې ورځ د اسلامي امارت مجاهدینو د ننګرهار په بټې کوټ ولسوالي کې هم اشغالګر تر ډلئیز برید لاندې ونیول او  درنه مرګ ژوبله یې ور واړوله. یوه ورځ وروسته په بدخشان کې هم د دښمن په کور د بریدونو لوګې تاوېدل. دغه حملې چې د اشکاشم او مقر ولسوالیو تر څنګ د پولیسو ، اردو او اربکیانو په ګډه قرارګاه ترسره شوې دښمن ته د سر او مال په  درانه زیان تمامي او ګڼې پوستې د هغوی له شریر وجود څخه پاکې شوې.

د چهار شنبې په ورځ، د مئ په ۳مه د کندهار په میوند ولسوالي کې هم د دښمن په پوستو تعرضي بریدونه پیل شول  چې له امله یې ځينې پوستې ونیولي شوې او ورکې مېشت عسکر مړه او ټپیان شول. یوه ورځ وروسته  سرپل په صیاد ولسوالي کې هم لس پوستې  مجاهدینو ونیولې. د دوشنبې په ورځ، د مئ په ۶مه د کندز قلعهء زال ولسوالي هم تر څو ورځې پرله پسې جګړې وروسته فتحه شوه. په دغه فتحه کې مجاهدینو ته بېشمېره غنیمتونه په لاس ورغلل او دښمن لوری له لوی ځاني او مالي زیان سره مخ شو.همداراز: د مئ په ۷مه د کندز خان آباد ولسوالي هم د مجاهدینو د سختو بریدونو شاهده وه چې مجاهدینو ته پکې ډېر غنیمتونه او امریکا پالو عسکرو او اربکیانو ته د سر او مال درانه تلفات په برخه شول. د جمعې په ورځ، د مئ په ۱۲مه د ارزګان په مرکزکې د مزدورې اردو په یو لړ تأسیساتو بریدونه وشول چې له امله یې حد اقل  د دښمن ۱۵تنه عسکر ووژل شول.دشنبې په ورځ چې د مئ له ۲۵مي سره برابره وه د اسلامي امارت مجاهدینو د غزني ولایت د چټک غبرګون په قطعه، محبس، د ملي امنیت په ریاست او څو نورو ودانیو هم مهال بریدونه پیل کړل، له دې سره په یو وخت د همدغه ولایت دواغظ ولسوالي هم تر ناتاره بریدونو لاندې وه چې په نتېجه کې له ورکې شته ټولو امکاناتو سره د مجاهدینو لاسته ولوېده.تر دې درې ورځې وروسته مجاهدینو په بادغېس کې د درهء بوم ولسوالۍ مرکز او امنیه قومنداني هم ونیوله. همداراز: د مئ په ۲۷مه د اسلامي امارت مجاهدینو په خوست کې د مزدوري ادارې د ضربتي عسکرو په کاروان چې د امریکایي اشغالګرو تر ځانګړې روزنې لاندې ساتل کېدل خونړي بریدونه ترسره کړل چې په نتېجه کې د دوی لسګونه عسکروته مرګ ژوبله واوښته او لېږدوونکې عرادې یې د اور خوراک شوې.

داخلي بریدونه

د مئ په میاشت کې څو څو ځله د امریکا مزدوري ادارې په صفوفو کې دننه  خپل منځي بریدونه وشول. په دې لړ کې د همدې میاشتې لومړی برید د سې شنبې په ورځ، د یادې میاشتې په ۱۶مه د ننګرهار په خوګیاڼیو ولسوالي کې رامنځته شو چې پکې یو اربکي په پوسته کې خپل درې ملګري ووژل او د پېښي له ځایه نا معلوم لورې ته وتښتېدو. ورپسې د دوشنبې په ورځ، د مئ په ۲۲مه یو قومندان د هلمند په سنګین ولسوالي کې خپل ۸ تنه ټوپکیان ووژل او پخپله د پېښې له ځایه روغ ووت. دهمدې خپل منځې وژنو په لړ کې د یکشنبې په ورځ، د مئ په ۲۸مه یو نفوذي پولیس د زابل په شنکۍ ولسوالي کې خپل شپږ تنه همکاران ووژل او پخپله روغ رمټ له سیمې وتښتېدو. او د سې شنبې په ورځ، د همدې میاشتې په ۳۰مه د ارزګان په چورې ولسوالي کې د پولیسو او مزدوري اردو ترمنځ نښته رامنځته شوه چې له امله یې د دواړو لوریو کم ترکمه لس تنه مړه او ټپیان شول.

اعدامونه

له تېرو څوکالو را په دېخوا کله هم چې جګړې ته په کرایه نیول شوي حکومت د جګرئیز نارینتوب په میدان کې ماته خوړلې نو د خپل شکست او بد نامۍ د پټولو لپاره یې د درواغو، افتراء ګانو او پوچو تبلیغاتو په څېر نا مشروع چاروته لاس اچولی.له دې جملې څخه د هغو بې ګناه او مظلومو بندیانو د اعدام هڅې هم دي چې د بېلا بیلو تعذیبونو او شکنجو په زور د جرائمو په اقرار مجبور کړل شوي دي. دادی یو وار بیا د دوشنبې په ورځ، د مئ په ۸ مه د اسلامي امارت مجاهدینو معلومات ترلاسه کړي چې محکومه اداره د خپلو پرله پسې له شرمه ډکو شکستونو پټولو لپاره غواړي ۱۱تنه بې ګناه زندانیان اعدام او په دې سره د اولس او پرشا ډبوونکو اشغالګرو پام له خپل نا مشروع وجود او ناکاره کړنو څخه بل لوري ته واړوي. اسلامې امارت لکه د تېر په شان دا ځل هم د دوی دغه بزدلانه عمل د شریعت او هر ډول انساني او بشري قوانینو خلاف بللی او ګواښ یې کړی چې که داکار تر سره شي نو اسلامي امارت به خپل پام د دښمن په امنیتي، عدلي او قضایي ارګانونو ورټول او هغوی به د خپلو بریدونو هدف وګرزوي.

د کابل وروستی برید

د چهار شنبې په ورځ، د مئ په ۳۱نېټه په کابل کې یوه مرموزه چاودنه رامنځته شوه چې له امله یې زموږ ډېر بې ګناه هیواد وال مړه او ټپیان شول. د دغې حملې نوعیت لا تر اوسه څرګند نه دی او داګمان کېږي چې دا دي د اشغالګرو هوايي برید وي ، خو ظاهري صورت دا ورکړل شوی چې د فضله موادو د ټانکر چاودنه وه. شواهدو ته په کتو د دې ادعاء دروغوالی ترلمر څرګند دی. دغه بریدونه کېدای شي تر هغه هم زیات بد عواقب ترشا ولري کوم چې تراوسه راڅرګند شوي دي. تر برید وروسته یو شمېر سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو اعلان کړی چې په دغه چاودنه کې د مزدوري ادارې د احتمالي لاس لرلو په ضد به ستر لاریونونه تر سره کوي.

نظامي سوله

د حکمتیار ګوند نزدې ۶ میاشتې له مخه د سولي له پاک نامه څخه په استفاده د یوې معاهدې له مخې په صلیب مزدوره اداره کې ورګډ شو او یوه میاشت له مخه د دغه ګوند مشر هم را څرګند شو. دوی دخپلې کړني د توجیه لپاره اوس هم د سولي نوم کاروي او لابله یې داچې غواړي نور هم په دغه لومه کې ونښلوي، مګر د سولې دغه ادعا یې همېشه دښمني رنګه او د مجاهدینو پرضد له توندو او جنګي بیانونو سره مله وي. په دې لړ کې یاد حزب د شنبې په ورځ، د مئ په ۱۳مه اعلان وکړ چې د خپلو ۳۵۰۰ ټوپکوالو لیست یې د صلیب مزدوري ادارې د دفاع وزارت ته ورکړی ترڅو یې د اردو په لیکو کې په دندو وګماري. په دې برسېره یې  یو سل کسیز لیست د ملي امنیت ادارې ته هم سپارلی تر څو له حزبیانو د ډیمکراسۍ په خدمت کې !!! کار  واخلي، مګر ملي امنیت  د دوی لخوا ورته سپارل شوی لیست  رد کړی دی.