د کابل برید د مجاهدینو کار نه دی

د کابل ښار د تیرې چهارشنبې (د مې ۳۱ نیټې) ستره چاودنه چې په هغه کې زموږ تقریبأ سل تنو هیوادوالو ژوند له لاسه ورکړ او د څلور سوو نه زیات ټپیان شول، د ټول افغان ولس او د اسلامي امارت لپاره یوه دردونکې پیښه وه. اسلامي امارت له خپل ولس سره پدې ویر کې شریک دی. له همدې امله یې  د خپل ویاند په ژبه دغه پیښه په کلکه او سملاسي وغندله او پدې کې یې هر ډول لاس لرل رد کړل. دایې  هم خپل ولس او نړیوالو ته واضح کړه چې د اسلامي امارت  مجاهدین اجازه نلري، بې هدفه ځای کې دا ډول درنه چاودنه تر سره کړي. همداشان،  اسلامي امارت هره هغه چاودنه او برید غندي چې په ولسي خلکو تر سره شي، ملکي خلک زیان وویني او هیڅ مشروع هدف هم ونلري. خو د اسلامي امارت د  نه ښکیلتیا سره سره ، بیا هم د کابل ادارې امنیتي چارواکو د خپلو ناکامیو او یا شاید د پیښې تر شا د اصلي اهدافو او مرتکبینو د پټولو لپاره د اسلامي امارت په مجاهدینو (د حقاني صاحب په مجاهدینو) سملاسي  تور پورې کړ او ویې غوښتل له دې لارې خپل مذموم اهداف ترلاسه کړي

لاکن اوس ټول  پوهیږي چې د اسلامي امارت اهداف  یوازې د یرغلګرو او ګوډاګۍ ادارې نظامي ځایونه دي. داسې چاودنې د اسلامي امارت له تګلارې سره هیڅ سمون نلري. د اسلامي امارت هدف هغه سفارتونه او مؤسسات هم نه دي چې هغه یوازې ملکي کارونه ترسره کوي.

متاسفانه ، د کابل چارواکو پدې هم بسنه ونکړه. د اسلامي امارت د ۱۱ مظلومو بندیانو د اعدام اعلان یې وکړ چې هغه د داسې پیښو سره هیڅ تړاو نلري.  داسې معلومیږي چې دغه ناعاقبت اندیشه چارواکي غواړي، د افغانستان مسئله نوره هم بحراني کړي. ددې په ځای چې د روانې جګړې په اصلي عواملو فکر  او د له مینځه وړلو لپاره یې کوشش وکړي ترڅو په افغانستان کې اوسنی ناورین پای ته ورسیږي. برعکس  غواړي په لوی لاس  پداسې  استخباراتي لوبو سره د جګړې اور ته لمن ووهي او ګمان یې دادی  چې ګویا پدغو تورونو سره  به ولس او اسلامي امارت سره جلا کړي. یا به د نړی د هیوادونو خواخوږي  او ملاتړ ترلاسه کړي ترڅو  ووایي چې په افغانستان کې خارجي عسکرو ته اړتیا ده

اسلامي امارت د کابل چارواکو ته وریادوي  نور د ولس او نړیوالو په سترګو کې خاورې مه اچوئ او مه د خپل اقتدار د اوږدولو لپاره د جګړې د دوام زمینه برابروئ. افغان ولس نور د تاسې په استخباراتي تبلیغاتو او لوبو نه تیروزي. اسلامي امارت له خپله طرفه،  خپل ولس ته اطمئنان ورکوي چې د کابل برید او دیته ورته نور بریدونه د مجاهدینو کار نه دی او  په کلکه یې غندي