دعوت او ارشاد : په مئ کې ۳۱۸ تنه د کابل ادارې کارکونکي له اسلامي امارت سره یوځای شوي دي

د روان (۲۰۱۷م ) کال د مئ په میاشت کي  د اسلامي امارت د دعوت، ارشاد جلب او جذب کمیسیون په هڅو او د ځایي مجاهدینو په ملاتړ د افغانستان په مختلفو ولایاتو کې ۳۱۸ تنه چي د کابل ادارې اړوند بیلابیلو ارګانونو کي په کار بوخت وو، د حقایقو په درک کولو له دغه فاسد رژیم څخه راووتل او د اسلامي امارت له مجاهدینوسره یو ځای شول.

دوی مختلفه النوعه لویې او وړې وسلې، مخابرې، وسایط او یو زیات شمېر مهمات مجاهدینو ته وسپارل.

داسلامي امارت له مجاهدینوسره یوځای شووهیوادوالووعده وکړه چي نوربه دخپل ددین اووطن دخارجي اوداخلي مزدورانوسره هیڅ رازتعلق نه ساتي ،دخپل مظلوم ولس اومجاهدینووروڼوسره به همکاري کوي ،ترڅولوی خدای جل جلاله ژرترژره زموږله ویاړلې خاوري څخه دکفر،فسق ،،اشغال ،فحشاءاوګمراهیوکرغیړن ټغرټول کړي اودمسلمانانودخوښي یوسوچه اسلامي واکمني رامنځته کړي چي دټول افغانان پرې راټول شي .

داسلامي امارت ددعوت ،ارشاد،جلب اوجذب کمیسیون مشرتابه دوی ته هرکلی ووایه ،انعامونه اوجایزې یې ورکړې اوددوی همدانیک اقدام یې ډیروستایه چي دیرغلګرواولاسپوڅي رژیم څخه یې راووتل اودافغانستان اسلامي امارت دمجاهدینوسره یې خپل پیوستون اعلان کړ .

تفصلي یې دلته لوستلی شئ.