د اسلامي امارت د مرستیال د غږیز پيغام مهم ټکي

په ګران هیواد کې د ملکي تلفاتو د وروستیو دردونکو پیښو له امله د اسلامي امارت مرستیال محترم ملا سراج الدین حقاني صاحب یو غږیز پیغام خپور کړی چې له یوې خوا د دغو پیښو له قربانیانو سره د اسلامي امارت غمرازي څرګندوي او له بلې خوا د ملکي تلفاتو د مخنیوي په باره کې د اسلامي امارت تګلاره لا واضح کوي. محترم حقاني صاحب څرګنده کړې چې اسلامي امارت هیڅکله داسې کار نه کوی چې په هغه کې ولسي وګړو ته زیان رسیږي بلکې په تیر وخت کې داسې مواقع برابرې شوې چې د ګوډاګۍ ادارې لوړپوړي چارواکي او یرغلګر په مساجدو او یا د ولسي خلکو په مینځ کې راټول شوي دي، لکن مجاهدینو د ملکي تلفاتو د مخنیوي په خاطر له برید څخه ډډه کړې.
د ملکي تلفاتو مخنیوی د اسلامي امارت د پالیسۍ یوه مهمه برخه ده چې له پخوا راهیسې دوام لري. پدې هکله مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله، شهید امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور رحمه الله او د اسلامي امارت اوسني زعیم امیر المؤمنین شیخ الحدیث هبة الله اخندزاده حفظه الله په خپلو اختریزو پيغامونو کې مجاهدینو ته له ولس سره د نرمې رویې په هکله په کراتو توصیې او هدایت کړي، چې د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې چې هلته د ملکي تلفاتو احتمال موجود وي له بریدونو څخه ډډه وکړي. د اسلامي امارت د تشکیل په چوکاټ کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي اداره هم ددې لپاره جوړه شوې، چې پدې هکله د اسلامي امارت پالیسي او د امارت د مشرانو لارښونې عملأ تطبیق شي. خو د تأسف وړ ده چې د ګوډاګۍ ادارې چارواکي تل د داسې پیښو تور د اسلامي امارت په مجاهدینو پورې کوي، غواړي په داسې کړنو سره خپله ناکامي پټه کړي، مجاهدین بدنام کړي او د ولس او اسلامي امارت ترمینځ فاصله ایجاد کړي. خو ولس نه تیروزي، دغو لاسپوڅو هیره کړی چې د یرغلګرو او د هغوی ګوډاګیانو په خلاف ۱۶ کلن مقاومت د ولس د همکاری پرته په مخ نه دې تللی او نه هم تللی شي. دا له اسلامي امارت سره د افغان مجاهد ولس د همکارۍ نتیجه ده چې نن یرغلګر او د هغوی ګوډاګیان د ماتې په درشل کې دي. زموږ په آند په ملکي ځایونو کې د چاودنو دغه کرغیړن او ظالمانه کارونه د استعمار د پټو کړیو پلانونه دي چې وخت په وخت یې عملي کوي.
ددې علاوه د کابل ګوډاګۍ اداره د بادارانو په اشاره د یوه کرغیړن پلان له مخې په ښکاره هڅې کوي چې د افغان مؤمن ولس ترمینځ مذهبي، قومي، ژبني او سمتي اختلافات را پیدا کړي او پخپلو کې یې موجود وحدت له مینځه یوسي ترڅو د یرغلګرو په وړاندې یو غږ او قوت پاته نشي. خو اسلامي امارت به ان شاء الله د خپل ولس په مټ د نورو دسیسو په څیر د کابل ادارې دغه شوم هدف هم له ناکامۍ سره مخ کړي.
اسلامي امارت د خپل ولس د دیني او ملي ارزښتونو څخه د دفاع په سنګر کې ولاړ دی، دا یوه دیني فریضه او مسئولیت بولي. یو وخت چې د مجاهدینو د هلو ځلو او قربانیو ثمرات به ټولو ته رسیدلی وي، هغه وخت به ټول افغان ولس د مجاهدینو قربانۍ او هلې ځلې لمانځي او احساس د خوشحالی به کوي. ان شاء الله