د لیلة القدر د شپې  فضیلت او تعیین

لیکنه: مولوي مراد احمد

الله تعالی فرمایي:( إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةٍ مُبَارَكَةٍ إِنَّا كُنَّا مُنْذِرِينَ ( ۳ ) فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٍ ( ۴ ) أَمْرًا مِنْ عِنْدِنَا إِنَّا كُنَّا مُرْسِلِين(۵) سورة الدخان .

ژباړه :موږ په مبارکه شپه کې قران نازل کړی دی،موږخبرورکوونکي یو.په دغه شپه کې  هر دحکمت کار چې حکم کیدل یې زموږله  طرفه وي جلاکیږي.موږ لیږونکي یو.(فیهایفرق کل امرحکیم .امرا من عندنا)حضرت عبدالله ابن عباس رضی الله عنه یې ترجمه داسې کوي:چې په کومه شپه کې د قران نزول کیږي ،(یعني لیلة القدر)په دغه شپه دمخلوقاتو متعلق ټول هغه اهم کارونه چې په دې کال کې تر راتلونکي لیلة القدرپورې واقع کیدونکي وي لیکل کیږي،لکه: چې څوک به مړکیږي ،څوک به پیداکیږي،چاته به دومره رزق ورکول کیږي.حضرت مهدوی رحمه الله تعالی یې بیامطلب داسې بیانوي:چې قران او حدیث په دې ګواه دي چې دانسان تر پیدايښت مخکې الله جل جلاله  ټولي فیصلې لیکلې دي  ،په دغه شپه کې  دنفاذ قضا لپاره چې دکومو ملایکو په ذریعه کیږي ،په دې شپه کې ددغه کال سالانه احکام ودوی ته سپارل کیږي.(قرطبي) دلیلة مبارکة ،څخه ځینو علماؤ شب برات یعني دبرات دمیاشتي پنځلسمه شپه اخیستې ده .البته داخبره ضعیفه ده .ځکه په دې شپه کې اول دقران دنزول خبره شوې ده ،اودقران په نزول سره په نصوصوکې تصریح شوې ده چې په روژه کې دی.(معارف القران ج۹\۱۱۳\پاره ۲۵)

د(لیلة مبارکة) څخه د جمهورو په نزد د لیلة القدر شپه مراد ده ،دې شپې ته مبارکه ځکه وایې چې دالله جل جلاله ،له لوري بې شمیره خیر اوبرکات په خپل مخلوق نازلیږي.په یوحدیث شریف کې راځي الله جل جلاله چې څومره کتابونه نازل کړي دي هغه ټول یې دروژې په میاشت کې په مختلفوتاریخونو کې نازل کړي دي.لکه حضرت قتادة رضی الله عنه چې له واثله رضی الله عنه څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :دحضرت ابراهیم علیه السلام صحیفې دروژې په اوله ،تورات دروژې په شپږمه ،زبور د روژې په اتلسمه او قران کریم دروژې په پنځه ویشتمه نازل شو.(قرطبي)(معارف القران ج۹\۱۱۲\پاره ۲۵)

په لیلة القدرکې دقرآن کریم د نزول مطلب دادی :چې له لوح محفوظ څخه اول اسمان ته په لیلة القدر کې نازل شو .بیاپه درویشت کاله کې په حضور صلی الله علیه وسلم باندې لږلږ نازلیده.

ځینې علماء بیاوایي چې په هرکال کې به چې دقران څومره نزول مقدر و،هغومره به له لوح محفوظ نه اسمان اول ته په لیلة القدرکې نازلیده.(قرطبي)(معارف القران ۱ج ۹\۱۱۳پاره ۲۵)

قال الله تعالی: انآانزلناه فی لیلة القدر(۱)ومآادراک مالیلة القدر (۲)لیلة القدر خیر من الف شهر (۳)تنزل الملائکة والروح فیها باذن ربهم من کل امر(۴)سلام هی حتی مطلع الفجر(۵)

ژباړه :موږ په لیلة القدر کې قران نازل کړی دی.ته څه پوه شوې چې لیلة القدر څه ده .لیلة القدر شپه تر زرومیاشتو ښه ده .په دغه شپه کې ملائکه،جبریل علیه السلام ،له اسمان څخه ځمکې ته راکښته کیږي، دالله جل جلاله په حکم سره په دغه شپه کې له هرشي نه امان دی  ،دغه شپه دسپېدو تر راختلو پوري ده .

ددې آیت د شان نزول په باره کې حضرت ابن حاتم دمجاهد څخه مرسلا روایت کوي چې یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم دبني اسرائیلو دیومجاهدکیسه وکړه چې زر میاشتي یې دالله جل جلاله په لاره کې جهاد کړی و او اسلحه یې هیڅکله نه وه ایښې .مسلمانانو چې دا واوریدل نو په تعجب کې شول  .نوبیا الله جل جلاله  سورة القدر نازل کړ چې ددغه امت دیوې شپې عبادت دهغه مجاهد دزرومیاشتو ترجهاد زیات بهتر دی .او ابن جریر بیا دمجاهد څخه یوروایت داسي نقل کړی دی،چې په بني اسرائیلو کې یو عابد و چې ټوله شپه به یې دالله جل جلاله عبادت کاوه .اودورځي به یې بیا ټوله ورځ په جهاد کې مشغول و،زر میاشتي هغه په دغه عبادت کې تیري کړې وې ،الله جل جلاله سورة القدر نازل کړ چې ددې امت دیوې شپې عبادت دهغو د زرومیاشتو تر عبادت زیات فضیلت لري.له دې څخه دامعلومیږي چې لیلة القدر دامت محمدي له ځانګړتیاو و څخه ده .[معارف القران \ج ۱۰\ص ۱۶۴]

په آیت شریف کې راځي: تنزل الملآئکة والروح:له روح څخه جبریل علیه السلام مراد دی.له حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی چې حضور صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: چې کله شب قدر  شي نو حضرت جبرائیل امین دملائکوله لوی جماعت سره نازلیږي اوڅومره دالله جل جلاله بنده ګان :سړي ،ښځې چې په لمانځه ولاړوي یاپه یوبل ذکر مشغول وي دټولو لپاره درحمت دعاکوي .مظهري )معارف القران \ج\۱۰\۱۶۶

د لیلة القدرمعنی

دقدریوه معنی شرف اوعظمت ده .زهري  او نوروعلماوو دغه معنی اخیستې ده ځکه دغه شپه دعظمت اوشرف شپه ده .اوابوبکر وراق رحمه الله بیاوایي چې کوم سړی دخپلې بدعملۍ په وجه څه قدرنه لري نو په دې شپه د توبې، استغفار او عبادت په برکت صاحب قدر جوړیږي نو ځکه ورته لیلة القدر وایي.د قدر دوهمه معنی تقدیر اوحکم ده .ددغې معنی په اعتبار سره دې شپې ته ځکه لیلة القدر وایي چې ددې کال له روژې څخه بیاد بل کال تر روژې چې څه پېښدونکي دي هغه په دغه شپه هغوملائکوته حواله کیږي چې دکائناتو په تدبیر نافذکیدلو مامورې دي .په دې کې دانسان مرګ ،عمر،رزق ،حتی چې په دغه کال کې یوچاته حج ورنصیب کیږي .هغه ملائکه چې دغه کارونه ورسپارل کیږي جبرائیل علیه السلام ،میکائیل علیه السلام ،اسرافیل علیه السلام ،عزرائیل علیه السلام دي.قرطبي ،معارف القران ،ج ۱۰/ص /۱۶۴]

د شب قدر د شپې تعیین

ملاعلي قاري رحمه الله وایي چې قاضي عیاض رحمه الله ویلي دي :چې ددغه ورځ په تعین کې اختلاف دی .ځینې علماء وایي چې داشپه په کال کې  بدلیږي په یوه کال کې په یوه شپه کې،په بل کال کې په بله شپه کې راځي،بناء په دې قول سره ټول احادیث سره جمع کیدای شي کوم چې په مختلفو وختونو دلالت کوي ،داقول دامام مالک،الثوري،احمد،اسحاق ،ابي ثور،رحمهم الله تعالی علیهم هم دی.

ځیني علماؤبیاوایي چې دروژې په اخري لسو شپو کې بدلیږي کله په یوه شپه کې کله په بله شپه کې.ځیني علماؤ بیاوایي چې دروژ ې د۲۷اوویشتم  په شپه ده ،دادډیرو علماؤ قول دی.مرقاة شرح مشکوة ج ۴ /۵۰۷/باب لیلة القدر

په معارف القران کې دتفسیر مظهري په حواله لیکلي دي چې ترټولو صحیح قول دادی  چې دروژې په اخري لسوو شپو کې ده خو په اخري لسو شپو کې هغه شپه معلومه نه ده کله دروژې  داخري لسوکله په یوه شپه کې راځي ،کله بیاپه بله شپه کې .په اخري لسوکې بیاپه  طاق شپوکې ۲۱/۳۳،۲۵،۲۳/۲۹/راځي.(عن عائشة رض ،قالت :قال رسول الله صلی الله علیه وسلم :تحرو لیلة القدر فی الوتر من العشر والاواخر من رمضان .رواه البخاري (مرقاة ج۴ص۵۰۸

ژباړه :حضرت عائشة رض روایت کوي چې حضور صلی الله علیه وسلم وویل :تاسو دلیلة القدر دشپې طلب دروژې  داخري لسوشپوپه طاق شپو کې وکړئ .

عن ابن عباس رض ،ان النبی صلی الله علیه وسلم قال :التمسوها فی العشر الاواخر من رمضان ،لیلة القدر :فی تاسعة تبقی ،فی سابعة تبقی، فی خامسة تبقی .رواه البخاري

ژباړه :حضرت ابن عباس رض فرمایې چې حضورصلی الله علیه وسلم وویل :تاسوطلب دلیلة القدر دشپې دروژ ې په اخري لسوورځو کې وکړئ،لیلة القدر شپه ،په نه ویشتم کې ،په اووه ویشتم کې اوپه پنځه ویشتم کې راځي .رواه البخاري(مرقاة ج ۴ص۵۱۰

د لیلةالقدر د شپې فضیلت 

د لیلة القدر دشپې ترټولو لوی فضیلت خو په قران کریم کې په سورة القدر کې بیا ن شوی دی ،چې دیوې شپې عبادت یې دزرومیاشتو[یعنی ۸۳درې اتیاکالو]ترعبادت ښه دی .خودښه والي یې هم اندازه نه ده بیان شوې چې څوچنده تر هغه زیات ثواب لري.حضرت ابوهریرة رض روایت کوي چې حضورصلی الله علیه وسلم وفرمایل کوم چاچې دلیلة القدر په شپه کې عبادت وکړ دده مخکنې ټول ګناهونه معاف شول.حضرت عبدالله ابن عباس رض روایت کوي :چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل دلیلة القدر په شپه هغه ټولي ملائکه  کومې چې په سدرة المنتهی کې اوسیږي ،دجبریل علیه لسلام سره وځمکې ته راکښته کیږي، هرنراوښځه مسلمان ته سلام کوي مګرصرف شراب خور او دخنزیر دغوښې خوړونکی سره یې نه کوي .

په یوه بل حدیث کې راځي چې کوم څوک دلیلة القدر دشپې له خیر ،برکت څخه بې برخي شو هغه بدنصیبه دی .

د لیلة القدر د شپې مخصوصه دعا

د قدر په شپه دا دعا ویل سنت ده: اللهم انک عفو تحب العفو فاعف عنی.

ژباړه :ای الله ته عفو کوونکی یې او عفو خوښوې ته زماګناه وي رامعاف کړې. معارف القران ج ۱۶۶/۱۰\

پای

رمضان المکرم ۲۱\۱۴۳۸هجري قمري