د اسلامي امارت د زعیم د فراست، معقولیت او قاطعیت نه ډک اختریز پیغام څو مهم ټکي

د اسلامي امارت زعیم محترم شیخ الحدیث مولوی هبة الله اخندزاده حفظه الله د سږ کال د کوچني اختر په پيغام کې د یو لړ ډیرو مهمو موضوعاتو یادونه کړې، چې د هغو له امله یې د اسلامي امارت داخلي او خارجي تګلاره ټولو هیوادوالو او نړیوالو ته لا واضح کړې ده. دلته یې موږ څو مهم ټکي په لاندې ډول را اخلو:

لومړی: د اسلامي امارت مجاهدینو ته:
د اشغالګرو په مقابل کي جهاد یوه الهي فریضه ده چي نه د چا په شخصي ګټو پورې تړلې او نه هم د چا د شخصي نظر په بدلون سره تغیر کوي. په شرعي احکامو او اسلامي تاریخ کې جهاد یو داسې نا څرګند باب نه دی چې هر څوک یې په شخصي اجتهاد سره د کولو او درولو حکم صادرکړي.
د جهاد په لاره کې خپلې حوصلې لوړې لرئ، د الله تعالی په نصرت ستاسو قوي تدابیرو، پوخ عزم او قربانۍ اشغالګر او د هغوی ملاتړي له وارخطايي سره مخ کړي، د دښمن دسیسې يې ناکامې کړې.
تاسو باید په دې خوشاله اوسئ او شکر ادا کړی چې الله تعالی په دې سخت وخت کې د خپل دین او ولس د ساتنې لپاره انتخاب کړي یاست. د خپل دین او مسلمانانو د دفاع په لاره کې جهاد له هغو افضلو اعمالو څخه دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې ( ذروة سنام الاسلام) یعنې د اسلام تر ټولو هسکه څوکه بولي.

دویم: د ملکي تلفاتو د مخنیوي او ولس سره د ښه برخورد په هکله:
د جهادي عملیاتو د طرحه ریزۍ او اجراء په وخت کې د ملکي تلفاتو موضوع جدأ په نظر کې ولرئ. هغه عملیات چې په هغه کې د ولس سر او مال ته زیان پیښیږي، موږ ته د منلو وړ نه دي، له داسې عملیاتو صرف نظر وکړئ؛ ځکه چې د خلکو سر او مال ته زیان رسول د شریعت د اصولو او د اسلامي امارت د پالیسۍ خلاف عمل دی.
د الله له مخلوق سره په چلند کې خورا نرمي غوره کړئ او له مؤمن ولس او مظلومو اسیرانو سره د دښمن ظالمانه چلند یې (تاسې) غیر شرعي انتقام ته ونه هڅوي بلکې د دښمن له اسیرانو سره د نبوي اخلاقو پر مبنا باید ښه چلند وکړئ.

دریم: د ولس د ښیرازۍ په هکله:
موږ په کلک عزم سره د خپل ولس اقتصادي، تعلیمي او هر اړخیز ودانیز پرمختګ ته تعهد لرو. اسلامي امارت د بیا رغونې د چارو او پروسو هرکلی کوي او د خپلو ټاکلو اصولو او لوائحو په رڼا کې په دې برخه کې د هر راز فعالیتونو ملاتړ او ساتنه خپله دنده بولي. مجاهدین دې په خپلو سیمو کې د دیني او عصري تعلیم او د ولس له غوښتنو سره سم د بیا رغونې چارو د زمینې برابرولو کار ته دوام ورکړي.

څلورم: یرغلګرو ته:
د افغانانو په ټاټوبي کې به تاسي د یوې نیمې لسیزې موجودیت څخه درس اخیستی وي. لهذا غوره خبره دا ده چې نور مو د اشغال غځولو اشتباه ته دوام ورنکړئ. کله هم چي پر افغانستان ستاسي ناروا اشغال ختم شي، اسلامي امارت ستاسي په شمول له ټولو ګاونډیانو او نړیوالو سره د اصولو په چوکاټ کي د رغنده تعامل او ښو اړیکو جامعه تګلاره لري. دلته د اسلامي امارت د دې تګلارې یادونه ضروري بولم، چې نه د چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه کول غواړو او نه نور پریږدو چې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او همدا راز نه چا ته اجازه ورکوو چې د افغانستان خاوره د چا په خلاف استعمال کړي.

پنځم: د سیاسي حل په اړه:
امریکایان هم باید د واقعیتونو په درک کولو سره د جهادي مقاومت د مقابلې په ځای د افغان مجاهد ولس د قانوني غوښتنو په منلو سره له دیپلوماتیکو لارو خپله ستونزه حل کړي، د سولې په مخ کي تر ټولو لوی خنډ اشغال دی. د اشغال په ختمیدو سره له سوله ایزې لارې د افغانستان د مسئلې حل د اسلامي امارت د تګلارې مهمه برخه ده، د همدې لپاره یې سیاسي دفتر ته د سوله ایز حل د موندلو دنده سپارلې ده.
په پورته ډول وینو چې د نورو کلونو په څیر سږ کال هم د اسلامی امارت د زعیم پیغام هر اړخیز و. ټولو لوریو ته یې څرګنده کړې، چې اسلامي امارت د افغانستان یو مسئول ستر نظامي او سیاسي قوت دی. مشروع اسلامی او ملي اجندا لري.
داسې ولسي او اسلامي قوت سره د هر یرغلګر او ملاتړو نظامي مقابله بې نتجې او ناکامه ده، لکه څنګه چې تیرې یوې نیمې لسیزې ثابته کړې. معقوله دا ده چې یرغلګر نور د افغانستان د ورانولو په ځای د خپلو عسکرو ایستلو او د افغانستان د مسئلې واقعي حل ته مخه کړي.