جنګي جنایتونه ( جون)

سید سعید

دروان ( ۲۰۱۷) کال دجون دمیاشتي په لومړۍ نیټه د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ په فرغامیرو سیمه کې د اشغالګرو  په بمبارکې دوه تنه ولسي وګړي ژوبل شوي او دخلګو کورونه  زیانمن شوي دي.

د جون په لومړۍ نیټه د کندز ولایت د چهادرې ولسوالۍ په  ځدراڼو کلي کې کورنیو عسکرو د چاپې په مهال لس تنه ولسي وګړي بندیان کړي دي.

دجون په ۳مه  د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ په  احمدخیلو سیمه کې دداخلي عسکرو دهاوان په ډزو کې دوه ماشومان شهیدان، درې ښځې او دوه کوچنیان ژوبل شوي دي.

دجون په ۴مه دننګرهار ولایت د پچیرآګام ولسوالۍ په  صبر بازار  کې د داخلي عسکرو د هاوان په ډزوکې یو دوکاندار دخپل ماشوم زوی سره شهید او اووه تنه دوکانداران ټپیان شوي دي.

دجون په ۵مه دفاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ په  قروقسای سیمه کې  دداخلي عسکرو په یو برید کې پنځه تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

دجون په ۸مه د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په مملي سیمه کې اربکیانویو ملکي وګړی شهید کړی دی.

دجون په ۹مه دفراه ولایت  دفراه رود ولسوالۍ دپله په سیمه کې ځایې پولیسو دمدرسې یو شاګرد شهید او بل ټپي کړی دی.

د جون په ۱۰مه ځایې خلګو رسنیو ته خبر ورکړ چې ددایکندي ولایت دګیزاب ولسوالۍ په  دره سیدان  سیمه کې اربکیانو په یوې  یوه نهه کلني نجلۍ جنسي تېری کړی او وروسته یې زندۍ کړې او شهیده کړې ده.

دجون په ۱۱مه دننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ په کامي ځای   سیمه کې  یرغلګرو دخښتو په بټۍ چاپه وهلې،  درې تنه ولسي وګړي( ژیړګل  پلار  اودهغه دوه زامن  شرافت اوزاهد) یې شهیدان کړي اویوماشوم یې زخمي کړی دی.

دجون په ۱۲مه  د ننګرهار ولایت دغني خېلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر امریکایي پوځ د سړک  غاړې ماین چاودلی، دچاودنې په غبرګون کې یرغلګرو یو پلار او دوه زامن چې عمرونه یې د اتو او لسو کلونو ترمنځ وو، شهیدان کړي دي. دغه پیښه د ننګرهار دوالي ویاند عطاءالله خوګیاڼي هم تائید کړې ده.

دجون په ۱۴مه د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ د شیخ اباد په  زرین خیلو سیمه کې دځایې عسکرو په ډزوکې د غلام حضرت په نوم د یو ملکي وګړي دوې لوڼي شهیداني شوې او یو زوی یې زخمي شوی دی.

د جون په ۱۴مه د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ په  ګامیشک سیمه کې دداخلي عسکرو دتوپچې په ډزوکې یوملکي وګړی شهید او درې کوچنیان ژوبل شوي دي.

د جون په ۱۵مه  د میدان وردګ ولایت د جلګې ولسوالۍ په  کتب کلي کې ځایې عسکرو یو دولس  کلن ماشوم(حامد دنعیم زوی) شهید کړی دی.

دجون په ۱۶مه د کابل ښار  په پل سوخته سیمه کې پولیسو یو کراچۍ وان  دناقانونه پیسو دنه ورکړي په ګناه په وهلو – وهلوکې شهید کړی دی.

دجون په ۱۶مه دزابل ولایت  د شاجوی ولسوالۍد تازي رباط په سیمه کې اربکیانو یو موټرچلونکی له طالبانو سره داړیکو په تور شهید کړی او درې تنه ولسي وګړي یې بندیان کړي دي.

دجون په ۱۷مه دکندهارولایت  د خاکریز ولسوالۍ په پودیني  سیمه کې د داخلي سپیشل فورس عسکرو په چاپه کې درې تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي دي.

د جون په ۱۸مه د ننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ په  سیاه چوب سیمه کې اشغالګرو  د داخلي عسکرو په ملتیا د ملکي خلکو په کورونو دچاپې په مهال یو محصل او شپږ تنه ولسي وګړي چې د چرګانو په فارم کې یې کار کاوه شهیدان کړي او پنځه تنه یې له ځان سره د بندیانو په توګه وړي دي.

دجون په ۲۱مه دفراه ولایت  مرکز  مربوط په   سوراو شوراو  سیمه کې پولیسو دوه تنه  موټرچلونکي  وروسته له هغه شهیدان کړي چې پولیسو ته ددوی دغوښتنې په اندازه له پیسو ورکولو څخه یې  انکار وکړ.ددې پیښې په غبرګون کې خلګو د فراه لویه لار دترافیکو په مخ وتړله او دقاتلانو دمحاکمې غوښتنه یې کوله.

دجون په ۲۳مه  دکندهارولایت دمیوند ولسوالۍ په  سره بغل  سیمه کې یرغلګرو د کورنیو عسکرو په ملګرتیا دچاپې په مهال دوه ولسي وګړي شهیدان کړي او درې تنه بندیان کړي دي.

دجون په ۲۹مه  د  ننګرهار ولایت دغني خیلو ولسوالۍ په  سیاه چوب سیمه کې  اشغالګرو د داخلي عسکرو په ملتیا د ملکي خلکو په کورونو چاپه وهلې، د کورونو دروازې یې په بمونو الوزولي،د تالاشي په مهال یې دخلګو شتمنۍ وړي او درې تنه کلیوال یې  شهیدان کړي دي.

د جون په ۲۹مه  دفراه ولایت دپشترود ولسوالۍ  د کاریزشیخانو په سیمه کې  داخلي عسکرو دوه ملکي وګړي(عبدالظاهر اوعبدالواحد دنوراحمد زامن )  شهیدان کړي دي.

د جون په ۳۰مه  د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په  زرغون شهر سیمه کې داخلي عسکرو دچاپې په مهال یو ملکي وګړی شهیدکړی اود وه تنه بندیان کړي دي.

د جون په ۳۰مه دکندز ولایت  مرکز اړوند قوچي سیمه کې  اشغالګرو د داخلي عسکرو سره په ګډه د ملکي خلکو په کورونو  چاپه وهلې، دکورونو دروازې یې په بمونو الوزولي او لس تنه ملکي هیوادوال یې دبندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]