د امام ابوحنيفه رحمة الله عليله په مزار کې

ليکوال: مفتي تقي عثماني مدظله العاليه

ژباړه: فاتح

د اسلامي نړۍ سترعالم مفتي محمد تقي عثماني صاحب د خپلو زړه راښکونکو يونليکونو ( جهانِ دیده ) کې د عراق د سفر پرمهال د امام اعظم ابوحنیفه رحمة الله علیه د مزار په اړه خپل تأثرات داسې ليکي:

کله چې مونږ د حضرت امام ابویوسف رح له مقبرې څخه  وتلو، نو لمر په ډوبيدو و، اوس نو زمونږ په زړه کې د حضرت امام ابوحنیفه رحمة الله علیه پر مزار باندې د حاضرېدو خورا زیات شوق او تلوسه وه، چي د دې ځای څخه ډېر لري پروت دی؛ خو زمونږ موټروان چې نه یوازې موټر وان و؛ بلکې د مېلمه پالنې وجايب يې هم په ډېره مينه او اخلاص ترسره کول، د ماښام لمانځه ته يې جامع الامام الاعظم رحمة الله علیه ته ورسولو .
د حضرت امام ابوحنیفه رحمة الله علیه د مبارک مزار په خاطر دا ټوله سېمه د “اعظمیة” په نامه مشهوره ده. اوس نو دا د ښار هغه تر ټولو ځلانده سیمه ده ؛ حال دا چې  د حضرت امام ابوحنیفه رحمة الله علیه په مبارکه زمانه کې دا یو هدېره وه او څرنګه چې د خلیفه وينځه “خیزران” دلته دفن شوې وه، نو ځکه دا په “مقبرة الخیزران” سره مشهوره وه.
خطیب په تاریخ بغداد کې لیکلي ، چي د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د مبارک سیرت مشهور روایت کوونکی محمد بن اسحاق رحمة الله علیه هم په همدغه هدېره کې دفن شوی دی ؛ خو اوس نور قبرونه خو لادرکه شوي او ځای يې اباديو نیولی دی، البته د حضرت امام اعظم رحمة الله علیه مزار اوس هم پاته دی.
او دې ته نږدې یو شانداره مسجد د “جامع الامام ابي حنیفه رحمة الله علیه ” په نامه سره تعمیر شوی دی.
مونږ د مسجد دروازې ته ورسېدو چي د ماښام د اذان زړه راښکونکي اواز ازانګې کولې، مقبرې ته تر حاضرېدو مخکي مو د ماښام لمونځ ادا کړ، بیا په زړه کي د شوق او ذوق د جذباتو يو ځای و، مزار ته حاضر شوو ، داسې مو محسوسه کړه، چي خوښي، سکون او نورانیت په مجسم کېدلو سره ددې مبارک مزار پر شا وخوا باندي یوه هاله جوړه کړې ده.
مخ ته مو هغه محبوب شخصیت په استراحت و، چي د هغه سره مو د ماشومتوب څخه د زړه تړاو داسي را روان و، چي د هغه د دروند اوګران نوم په اورېدلو سره به مو په زړه کي د عقیدې او محبت فوارې پورته کېدلې.

حضرت امام ابوحنیفه رحمة الله علیه په هغه زمانه کي په کوفه کي پیدا سوی دی، چي دا ښار د علم او فضل مرکز ګرځېدلی و. ددې ښار په ګوټ ګوټ کي به د سترو سترو محدثینو او فقهاوو د درس حلقې جوړې وې او د حدیثو د علم هیڅ طالب به د کوفې د علماوو څخه بې نیازه کېدلای نه شو.
د حضرت امام صاحب رحمة الله علیه د محترم پلار نوم ثابت دی او هغه د امام صاحب رحمة الله علیه په ماشومتوب کي وفات شوی و. (حدائق الحنفیة)

په پېل کې حضرت امام صاحب رحمة الله علیه په تجارت باندې زیات مشغول و، خو ددې ترڅنګ يې د عقایدو د علم او کلام سره هم زیاته علاقه وه.
حضرت عامر بن شراحیل شعبي رحمة الله علیه په ده کې د ذهانت او هوښیارۍ نښې ولیدې نو د علم په تحصیل باندې د مشغولېدلو نصیحت يې ورته وکړ.
دا نصیحت ډېر اغېزمن تمام شو! او ده مبارک د تجارت د بوختيا پر ځای د علم ترلاسه کول د خپل ژوند لباس وګرځاوه. (مناقب الامام الاعظم للمکي). او د خپلې زمانې د اکثرو جلیل القدرو مشایخو څخه يې علم حاصل کړ، تر داسې اندازې چې ځینو حضراتو د امام صاحب رحمة الله علیه د استاذانو شمېر تر څلور زرو (۴۰۰۰) پورې ښوولی دی .
وروسته چي الله جل جلاله د حضرت امام صاحب رحمة الله علیه څخه د دین او علم کوم ستر خدمت اخیستی دی هغه بیانولو ته اړتیا نلري. او دا دده د زحمتونو او خدمتونو ثمره ده ، چي نن تر نیمايي زیاته اسلامي نړۍ د قران او سنت په تشریح او تعبیر کې همدی خپل امام او مقتدا منلی دی.
په پیل کي حضرت امام صاحب رحمة الله علیه په کوفه کي اوسېدی، مګر د کوفې امیر ابن هبیره د ځینو سیاسي اهدافو پر بنیاد نه یوازې دی بندي کړی ؛ بلکې زیات تکلیفونه یې هم ورکړل، بالاخره چي کله دی مبارک د بند څخه خلاص شو، نو دده د ظلم او ستم څخه د حفاظت په خاطر يې مکې مکرمې ته مخه کړه او څو کاله هم هلته مقیم وو .
وروسته چي کله د عراق حالات پر سمېدو شول، نو بیا يې عراق ته تشریف یووړ، په هغه وخت کي د عباسي خلافت د پېل وخت و، په پيلامه کې امام صاحب رحمة الله علیه عباسي خلافت ته په دې هیله هرکلی( ښه راغلاست ) وکړ، چي دوی به په دیني لحاظ تر بنو امیه غوره ثابت شي، خو کله چي دا هیله پر ځای نه شوه، نو د عباسي خلیفه ګانو سره يې هم مخالفت شروع شو.
خلیفه منصور د خپل حکومت په عهد کې دا غوښتل چې امام صاحب رحمة الله علیه کومه حکومتي دنده قبوله کړي ؛ تر څو پر خلکو دده د حمایت اغېز راشي؛ مګر امام صاحب رحمة الله علیه په دې سبب کوم منصب ته غاړه نه کېښوده ، چي په دې سره په ځینو غیرشرعي کارونو کې د حکومتي قوانینو پر ځای کول راتلل.   بالاخره کله چې ټینګار زښت ډېر شو، نو ده د بغداد د بنایانو څارنه او نګراني ، او د خښتو د شمېرنې مسؤلیت قبول کړ.
وروسته پرې د منصور له خوا د قضاء د منصب پر قبلولو ټينګار شروع شو ،خو امام صاحب رحمة الله علیه دغه منصب ته په هیڅ ډول غاړه کېنښوده. چي په پايله کې منصورزندان ته يو وړ ، او یوسلو لس دورې يې هم وواهه. او د ځينو روایاتو څخه دا معلومیږي چي د همدې زندان په وخت کې دی مبارک وفات شو او د ځينو څخه معلومیږي ، چي د بنده خو خلاص شو ؛ مګر د حکومت له خوا د فتوا ورکولو او پر کور نظربند( دباندې د خلکو سره له ليدنې او کتنې منع ) کړل شوی و.
په همدې حالت کې يې نېټه او وعده پوره شوې وه او د نړۍ څخه رحلت وکړ، په همدغه ډول د بغداد دې سیمې ته دده مبارک د ارامګاه ګرځېدو نیکمرغي په برخه شوه. لکه څنګه مخکې ياده شوه، چې په کوم ځای کي  د امام اعظم رحمة الله علیه مزار دی یوه هدېره وه او د “مقبرة الخیزران” په نامه سره مشهوره وه، خو د حضرت امام صاحب رحمة الله علیه تر تدفین وروسته دا سیمه د “اعظمیه” په نامه سره مشهوره شوه.
د حضرت امام ابوحنیفه رحمة الله علیه مخلصينو دلته یو مسجد تعمیر کړ او د درس او تدریس لړۍ يې پیل کړه ، دا مسجد په پراخېدلو سره یوه شانداره جامع مسجد وګرځېد ، چي یوځانګړی تاريخ لري او د مسجد موجوده ملاامام ورباندې یو ځانګړی کتاب هم لیکلی دی.
د حضرت امام ابوحنیفه رحمة الله علیه مزار همېشه د عوامو او خواصو مرجع ګرځېدلې ده (لکه څنګه چې خطیب بغدادي رحمة الله علیه د امام شافعي رحمة الله علیه واقعه نقل کوي، چي دده مبارک قبر ته به ورتلو او د تبرک په خاطر به یې د الله تعالی څخه دعا غوښته او دعا به يې قبلېدله).
او دا خبره خو بیخي مشهوره ده چې یو ځل امام شافعي رحمة الله علیه د امام ابوحنیفه رحمة الله علیه  مزار ته راغی، نو هلته يې د خپل مسلک پر خلاف د سهار په لمانځه کې قنوت ونه وایه؛ ځکه چې امام ابوحنیفه رحمة الله علیه ددې قایل نه و.
د حضرت امام صاحب رحمة الله علیه په مزار کې مو په کېناستلو سره داسې خوشالي او سکون محسوس کړ ، لکه: یو ماشوم چې د مور په غېږ کې سکون محسوسوي!
زړه مو دا غوښتل چې دا کیفیت تر ډېره پورې اوږد شي؛خو ډېر ناوخته شوی و، پرته له تګ څخه بله  چاره نه وه او دهغه ځای څخه رخصت شوو.