د افغانستان اسلامي امارت د تعلیم اوتربیې او عالي تحصیلاتو کمیسیون اعلاميه

لکه څنګه چې ګران هیوادوال خبردي چې  دافغانستان اسلامي امارت دتعلیم اوتربیې اوعالي تحصیلاتو کميسيون تراشراف لاندې د افتاء او قضاء د تخصص اداره فعاله شوې چې دادي له دریوکلونوڅخه راپه دیخوا د افتاء اوقضاء په برخه کې په منظم ډول زده کړې پکې روانې دي ، اود دوو کلونولپاره یو  ډير جامع او معياري نصاب لري، چې دښو تکړه، تجربه لرونکو او ماهرينو د فن  دعلماء کرامو او استاذانو له خوا ورته تدریس کیږي، د ځاى، إعاشې او إباتې او نورو ټولو ضرورياتو مکمل انتظام ورته شوى دی.چې الحمدلله سږ(۱۴۳۸هـ ق) تعلیمي کال په پای کې(۲۱)تکړه مفتیان او قاضیان ورڅخه فارغ شول چې زیاتره یې په دندوګمارل شوي دي.

سږکال به د (۱۴۳۸هـ ق) کال د یکشنبې په ورځ د شوال المکرم د میاشتې په (۱۵)، د (۲۰۱۷) میلادي کال د جولای د میاشتې په (۹) او د (۱۳۹۶) هـ ش کال د سرطان د میاشتې په (۱۸) داخله شروع کیږي، چې شپږ ورځې به دوام کوي او په (۲۲) ، (۲۳) د شوال المکرم د یکشنبې او دوشنبې په ورځو به د داخلې امتحان اخیستل کیږي او په (۲۵) د شوال المکرم د چهارشنبې په ورځ به د سبقونو افتتاح کیږي، ان شاء الله تعالی

ددغه تخصص لپاره لاندې شرائط او ضوابط په پام کې نيول شوې دي :

(١) په دغه تخصص کې به هغه اشخاص اخيستل کېږي چې د کومې معلومې ديني مدرسې څخه په اعلى  درجه فارغ التحصيل وي ، او ددې ترڅنګ په علم فقه او علم اصول فقه کې د ښه استعداد درلودونکي وي ، او هم د ښه ليکلو او انشاء صلاحيت ولري.

(٢) په تخصص کې د شاملېدونکي شخص لپاره لازمي دي چې د کومې مدرسې څخه فارغ شوى وي دهغې مدرسې د مهتمم يا ناظم لخوا دې دده د اخلاقي او تعليمي حالت تصديق وشي .

(٣) کوم شخص چې د پوره وخت تيرولو يعنې د تخصص ترپايه د پاته کېدلو پخه امادګي ظاهره کړي هغه ته به داخله ورکول کېږي ، او د پوره وخت تيرولو  ډاډ به ورکوي.

(٤) په لاندې کتابونو کې به دداخلې تقريري امتحان اخيستل کېږي :

صحيح البخاري ، بيضاوي يا جلالين ، هدايه کامل ، نورالانوار يا حسامي ، شرح العقائد، مختصرالمعاني ، مقامات حريري ، سلم العلوم ، او ميبذي.

 اوهم به یې دلیکلو اوانشاء صلاحیت ارزول کیږي.

(٥) کوم کسان چې د مذکوره شرائطو سره برابر وي او دداخلې په امتحان کې کامياب او داخله ورکول شي هغوى ته به د خوراک وغيره څخه علاوه ماهانه يو معقول مقدار نقدي وظيفه هم ورکول کېږي.

(٦) د تخصص د شاګردانو د مشاغلو تقسيم اوقات به د نورو طلباؤ په شان نه وي بلکه د ضروري آرام او د صلوة او طعام د اوقاتو څخه غير به نور ټول اوقات د تخصص په درس ، مطالعه او د افتاء په تمرين کې لګوي.

(٧) د تخصص شاګردان به د تخصص په درس او مطالعه کې د شاملو کتابونو د سه ماهي ، شش ماهي  او سالانه درې واړو امتحانونو د ورکولو پابند وي.

(٨) د تخصص شاګردانو ته به په اخري کال کې د تعليم اوتربيې او عالي تحصيلاتو د کميسيون لخوا موضوعات او عنوانات انتخاب کېږي دوى به هر يو په جدا جدا موضوع او عنوان مقاله ليکي.

(٩) په پاى کې به کاميابو شاګردانو ته د افتاء  او د قضاء د تخصص ښه معتبر او معياري سندونه

( شهادت نامې ) ورکول کېږي.

د داخلې اراده لرونکي حضرات دې له همدا اوس څخه د خپلو مربوطه ولایتو د تعلیم او تربیې مسؤلینو ته مراجعه وکړي اونورمعلومات دې له دې لارې څخه ترلاسه کړي:

 (۰۷۰۷۲۶۸۴۳۵)

 مخابره : نوم(تعلیم)  نمبر : (۵۶۹۲)