اسلامي امارت د خلګو په زړونو کې

اسلامي امارت د ولس له منځه د ولس په ملاتړ  رامنځته شوی. دښمن اعتراف کوي چې دا مهال د ګران هیواد تر نیمایي ډیره مځکه د اسلامي امارت په واک کې ده، که د خلګو ملاتړ نه وي په تش لاس د مجهز دښمن په مقابل کې درېدل او پرمختګ کول له امکانه لیرې ده، خو دا چې د اسلامي امارت مجاهدین ورځ په ورځ په سیاسي او پوځي ډګرونو کې مخ په وړاندې ځي، لامل یې د الله تعالی نصرت او د ولس ملاتړ دی.

دې وروستیو کې د غور ولایت په شهرک ولسوالي کې  ۱۰۰۰ کورنیو، چې په څلورو سیمو (جلګه مزار، سیاه دره، سیچ او بره زو) کې ابادي دي د مولوي عبدالرحمن، مولوي علي او خان محمد په مشري په یوه لویه غونډه کې د اسلامي امارت له مجاهدینوسره بیعت وکړ او په خپلو سیمو کې یې د اسلامي امارت سپین  بیرغونه پورته کړل.

یادو شويو خلکو مجاهدینو ته  ۲۰۰ میله کلاشنکوفونه، ۷ میله پیکاماشیندار او۶ میله راکټونه او نورمهمات وسپارل او ژمنه یې وکړه چې د ژوند ترپایه به د اسلامي امارت تر مشري لاندې د یرغلګرو او کابل رژیم پرضد روانه مبارزه  کې شریک وي او د دین او وطن دښمنانو ته به اجازه ورنه کړي چې خپل شوم پلانونه تطبیق کړي.

د اسلامي امارت مجاهدینو د سیمې د خلګو د دې نیک اقدام څخه پراخ هر کلی وکړ او وعده یې وکړه چې له دوی سره به د هر ډول ستونزو په هواري کې بشپړه همکاري کوي.

همدغه رنګه هره میاشت د کابل ادارې په سلګونو نظامي او ملکي منسوبین له وسلو او مهماتو سره د حقایقو په درک کولو سره د اسلامي امارت  غیږې ته پناه راوړي. تېره (جون) میاشت هم د نورو میاشتو په څېر ۳۳۷ تنه د اردو، پولیسو او اربکیانو غړي او قوماندانان اسلامي امارت ته تسلیم شول. تسلیم شویو کسانو ته د مجاهدینو له خوا د سر او مال د حفاظت تضمین ورکړل شو.

د اسلامي امارت ترواک لاندې سیمو کې بشپړ امن او عدالت قایم دی. خلګ له  یوې سیمې بلې ته ازادانه تګ راتګ کوي، پېر او پلور ښه وده کړې، له زراعتي محصولاتو خلګ راضي دي، د اداري فساد څرک نشته، لنډه دا چې امارت د خلګو ارمانونه  پوره کړي او لا ډيرې هڅې کوي چې په ښه ډول د ولس د عزت، سر او مال ساتنې ته ادامه ورکړي.

څنګه چې اسلامي امارت د خلګو پر سرونو حکومت کوي او د هیواد له نیمې برخې پر ډيرې یې واک چلیږي،  همداراز د خلګو پر زړونو هم حکومت کوي، خلګ ترې خوښ، له پالیسۍ او کړنو یې راضي دي. د یادو شوو سیمو په څېر د هیواد په نورو برخو کې هم وخت په وخت خلګو د اسلامي امارت په ملاتړ سپین بیرغونه پورته کړي او له اسلامي امارت سره یې په سر او مال د ملاتړ ټټر وهلی دی.