د اسلامي نړۍ ځلانده ستوري «علامه هشام ابن الکلبي رحمه الله»

ليکوال:محمدالياس فاتح

هغه يوازې په (۳) ورځو کې ټول قران کريم ياد کړ.

 زوکړه يې:

دکوفې دسپېڅلې خاورې سترعالم،محدث، شجره پوه، مؤرخ ، شاعر او ليکوال علامه هشام ، دلوی عالم او مفسير ” محمدابوالنضر”  زوی ، دسائب لمسی، دبشر کړوسی ، دعمرو کوسی،دحارث کودی او دعبدالحارث الکلبي پردی دی، چې دلومړۍ هجري پېړۍ په لومړۍ لسيزه(تقريبا ۱۱۰) کې يې دعراق د کوفې په تاريخي ښارکې نړۍ ته  سترګې پرانيستې.
دهشام  کنيت  ابوالمنذراو لقب يې ابن الکلبي دی، چې نسبت يې «كلب بن وبرة» عربي قبېلې ته شوی.

زده کړې او استاذان يې:

علامه ابن الکلبي خپلې ديني او عصري زده کړې دخپل پلار په شمول او لارښونې دوخت له سترو محدثينو ،اکابرو او محقيقينو عالمانو څخه ترلاسه کړې ،لکه: مجاهدبن سعيد، محمد بن حبيب

، محمد بن أبي السري البغدادي ، احمد بن المقدام  اونور… خو دشجرو ،تاريخ،اخبار او په ځانګړي ډول دعربو دپېښو او واقعتونو علوم يې له خپل پلار څخه په ميراث یووړل.

تدريسي پېر يې:

نوموړي دعلومو ترفراغت وروسته په تدريس او تاليف لاس پورې کړ، دامهال چې کوفه او بصره دعلم او تعليم ستر مرکزونه و، او له هرلوري به ورته دطالبانو کاروانونه راتلل؛ نو دعلم په ډګرونوکې ترټولو زيات علامه هشام په لنډ وخت کې دعراق او اړونده سېمو کې ديولوی ثقه عالم په حيث وپېژندل شو. دعلامه هشام همعصره علمي شخصيتونه په کوفه کې: قاضي قاسم بن معن ، کسائي،فراء ،هشام بن معاويه،الضرير اونور وو. رحمهم الله .

ځواکمنه حافظه يې:

علامه هشام رح ته الله تعالی عجيبه ځواکمنه حافظه ورکړې وه ،هغه يوازې په (۳) ورځو کې ټول قران کريم ياد کړی و،سوانح ليکونکي يې لامل داسې بيانوي: ابومنذر يوه ورځ کوټې ته ننوت او قسم يې وکړ، چې ترهغې به له کوټې، نه راوځي څو چې قران کريم يې په يادو ياد کړي نه وي ،درې ورځې پوره شوې قران کريم يې حفظ کړ او راووت .

علمي شخصيت يې:

علامه هشام ، دبې سارې حافظې ترڅنګ دتاريخ ،جغرافيې،انساب او شجرو،او په ځانګړي ډول دعربو داخبارو او تاريخي پيښو ترټولو سترعالم پېژندل شوی.

دنوموړي په يادو علومو ټول محدثين ،امامان ،مؤرخين او لوی علمي شخصيتونه قايل دي،او په شجره پوهنه کې يې يو  معتبره مرجع ګڼلې؛ دبېلګې په توګه : امام بخاري،امام ابن حنبل،
امام الحموي،امام ابن قتيبه،امام البلاذري، ام ابن حزم الأندلسي، امام الميداني، ابن عبد الله العسكري،ابن سلاّم الهروي.

دغه راز په دې لړ کې ديو ( ثقه ) علمي شخصيت په توګه ورڅخه دامت سترو علماوو ، او محدثينو ورڅخه روايتونه او اخيستنې کړي دي ، لکه : محمدابن سعد،بلاذري،محمدبن جريرالطبري او مسعودي،ابن الجوزي ،عمر بن شبة ، ابن كثير,ابن عبد ربه, التنوخي,ابن حجر العسقلاني, السمعاني,ابن منظور،ابن عبد البر,الذهبي ,ابن الأثير،خليفة بن خياط او نور…

خو په اخروي علومو کې يې له نوموړي څخه ډډه کړې ، ځکه چې پرهغه د شيعه توب رنګ غالب شوی و.

د نومورو عالمانو له نظره :

علامه أبو مخنف الأزدي رح وايي: هشام بن الکلبي دنسبونو او شجرو دروايتونو لوی عالم دی ، دهغه کتابونه دابن النديم دنوملړ سره سم له يو سلو څلور څلوېښتو څخه اوښتي دي.

علامه ابن خلکان رح  وايي: هشام له مشهورو حافظانو څخه شمېرل شوی،او دی په علم انساب کې ترټولو لوی عالم دی.

علامه ابن أبي الحديدرح وايي: هشام ا بن الکلبي دعربو دتاريخونو او اخبارو علامه ، او پلار يې تر هغه لوی عالم و، او نوموړي ددې علم روايتونه له خپل پلار څخه کړي دي.

علامه الذهبي رح وايي: ابوالمنذر الکلبي شجره پوه، داخبارو علامه او لوی حافظ و.

امام أحمد بن حنبل رح وايي: نوموړی دنسبونو او شجرو د پوهې خاوند دی، خو داګمان نکوم، چې له هغه به څوک حديث نقل کړي.

امام الدارقطني  رح وايي: په حديثو کې پرېښودل شوی( متروک الحديث) دی.

علامه  محمدبن عطيه العطوي رح ، اسحاق الموصلي رح ته ، دهغه دعلومو پېژندنې دارزيابۍ په موخه وويل:

ايا ته ! په  نحو(علم)  کې دفراء او اخفش په څېر يې؟هغه وويل: نه !

ته ! دپه لغت (علم) کې دابوعبيده او اصمعي په څېر يې؟ هغه وويل: نه !

ته دپه نسب او شجرو(علم ) کې د ابن الکلبي په څېر يې؟ هغه وويل: نه !

علامه خطيب بغدادي رح ليکي: هشام به ويل: ما داسې حفظ کړی چې هېچا به نه وي کړي، او ما داسې هېرول کړي دي، چې بل چا به نه وي کړي؛ زما تره زه دقران کريم په حفظ باندې ملامته کړم، نو زه کوټې ته ننوتلم، او سوګند مې وکړ چې ترهغې به ونه وځم، چې قران مې حفظ کړی نه وي، نو په درو ورځو کې مې حفظ کړ.

 تصانيف يې:

نوموړي په بېلابېلو علمومو کې ګټور کتابونه وليکل ، چې ګڼه يې (۱۵۰) څخه اوښتې او ځينې يې په لاندې ډول دي:
•الإصابة في معرفة الصحابة

  • كتاب كنى أباء الرسول صلى الله عليه وسلم.
  • كتاب أمهات الخلفاء.
  • كتاب أمهات النبي .
  • كتاب صفات الخلفاء.
  • كتاب التاريخ.
  • كتاب تاريخ أجناد الخلفاء.
  • كتاب النسب الكبير.

كتاب تسمية ولد عبد المطلب.
•كتاب حلف عبد المطلب وخزاعة.
•كتاب حلف الفضول وقصة الغزال.
•كتاب حلف كلب وتميم.
•كتاب حلف أسلم وقريش.
•كتاب المعران.
•كتاب المنافرات.
•كتاب بيوتات قريش.
•كتاب فضائل قيس.
•كتاب عيلان.
•كتاب الموؤدات.
•كتاب بيوتات ربيعة.
•كتاب الكنى.
•كتاب أخبار,العباس بن عبد المطلب.
•كتاب خطبة علي كرم الله وجهه.
•كتاب شرف قصي بن كلاب وولده في الجاهلية والإسلام.
•كتاب ألقاب قريش.
•كتاب ألقاب بني طانجة.
•كتاب ألقاب قيس عيلان.
•كتاب ألقاب ربيعة.
•كتاب ألقاب اليمن.
•كتاب مثالب العرب.
•كتاب النوافل
•كتاب تسمية من نقل من عاد وثمود والعماليق وجرهم وبني إسرائيل من العرب.
•كتاب أخبار زياد بن أبيه.
•كتاب ملوك الطوائف.
•كتاب ملوك كندة.
•كتاب بيوتات اليمن من التبابعة.
•كتاب طسم وجديس.
•كتاب المصلين.
•كتاب البلدان الكبير.
•كتاب البلدان الصغير.
•كتاب تسمية من بالحجاز من أحياء العرب.
•كتاب قسمة الأرضين.
•كتاب الأنهار.
•كتاب الحيرة.
•كتاب منار اليمن.
•كتاب العجائب الأربع.
•كتاب البيع والديارات ونسب العباديين.
•كتاب أسواق العرب.
•كتاب الأقاليم.
•جمهرة الأنساب.
•الأصنام.
•نسب الخيل.
•افتراق العرب.
•كتاب نسب اليمن.
•كتاب العواقل.
•كتاب جمهرة الجمهرة (رواية ابن سعد).
•كتاب الملوكي في الأنساب.
•كتاب الموجز في النسب.

علامه هشام رحمه الله  ,له سترو علمي خدمتونو وروسته په (۲۰۴- يا ، ۲۰۶) هـ،ق کال

دمامون دخلافت پرمهال دکوفې په ښار کې له  دې نړۍ سترګې پټې او دتل لپاره يې مخه ښه وکړه.

اروايې ښاده او قبر يې له رڼا ډک لرې. آمين .