د هامبورګ په ناسته کې امریکا وڅنډل شوه

وړمه ورځ د المان په دوهم لوی ښار (هامبورګ) کې د نړۍ د ۲۰ مخ پر ودې هیوادونو د مشرانو غونډه په داسې حال کې ترسره او پای ته ورسیده چې هیڅ کوم څرګند توافق او عملي پریکړه لیک یې نه درلود.
نوموړې ناسته له ۲۰۰۸ کال راهیسې د نړۍ د هغو ۲۰ هیوادونو ترمنځ جوړیږي چې د نړۍ ۸۵ فیصده اقتصاد د هغوی په ولکه او ګرفت کې دی، موخه او هدف یې د نړیوال اقتصاد او تجارت تنظیم او وده ده.
په وړاندې کلونو کې به د نوموړې ناستې مشري او د مهمو پریکړو طرح او ډیزاین د امریکا په لاس کې و، خو سږنۍ غونډه په داسې حال کې ترسره شوه چې د ناستې زیاتره غړو هیوادونو د امریکا په خلاف دریځ درلود، تر دي چې د امریکا د ولسمشر (ټرامپ) له خوا وړاندې شوي نظریات او غوښتنې د ګډونوالو له عدم رضایت او حساسیت سره مخ شوې.
د امریکا د ولسمشر (ټرامپ) خبرې او غوښتنې د دې پر ځای چې د نړیوال تجارت په پراختیا او د عوایدو د توزیع په عادلانه تضمین بنا وي، برعکس یې ټول ترکیز په امریکايي اقتصاد او امریکايي ګټو وي، چې همدغه دریځ د ناستې د ۱۹ غړو هیوادونو مسلسل غبرګونونه او حساسیتونه راوپارول او امریکا يي له نړیوال اقتصاد سره په ټګي تورنه کړه.
د ټرامپ د خبرو مهم ټکي په دې څرخیدل چې د ډیرو هیوادونو تر منځ مشترک توافقات او ګډې پریکړې نړیوال تجارت ته وده نشي ورکولی، د ده په اند امریکایي اقتصاد ته نړیوالو سازمانونو لکه د ناټو، اروپايي ټولنې او نورو بنسټونو مشترکو پریکړو سخت زیان اړولی او د امریکا پراخې مالي سرچینې یې په اختیار کې اخیستي، د ټرامپ له خبرو دا اندازه لګیدله چې نوموړی د هامبورګ ناستې ته هم په اهمیت او  تاثیر لرلو نه دی قایل.

د روسيې ولسمشر (پوتین) دغې ناستې ته د وینا پر مهال په امریکايي سیاستونو کلکې نیوکې وکړې، په خاصه ټوګه ټرامپ یې مخاطب کړ، چې تاسې په نړیوال تجارت کې د عدالت یادوني کوئ، خو دا معلومه نه ده چې دغه شرایط  په نړیوال مالي او اقتصادي قضاوت کې چیرته او څنګه عملي کیږي، د پوتین اشاره په روسيې باندې د اوکراین له امله لګیدلو اقتصادي بندیزونو ته وه.
دا ځل د جي (۲۰) ناسته د غړو هیوادونو ترمنځ تر ډیره ځایه رقیبانه او د یو بل په مقابل کې دریدل و، په هغه سربیره زیاتره هیوادونو هڅه کوله چې د ناستې په مهال د خپل قدرت او تاثیر ګذاري ښودنه وکړي او یو له بل څخه امتیاز تر لاسه کړي.
د چین ولسمشر وړاندې تر دې چې د هامبورګ غونډې ته ورشي، مسکو ته یې سفر وکړ، چې هدف یې د نوموړي ناستې په مهال د امریکا په مقابل کې د دواړو هیوادونو ګډ دریځ او موقف ثابتول وو، دغه راز له ناستې څخه څو ورځې وړاندې اروپايي ټولنې له چین او جاپان سره د ګډ تجارت او مالي راکړې ورکړې په برخه کې عمده تړونونه لاسلیک کړل.
دغه راز د امریکا ولسمشر (ټرامپ) د دې پر ځای چې هامبورګ ته لاړ شي، لنډه ناسته یې په (پولند) کې وکړه، هلته یې له نوموړي هیواد سره د امریکايي توغندیو د نصب او استقرار تړون لاسلیک کړ، له یاد تړون څخه د ټرامپ هدف په نظامي ډګر کې د امریکا د نوي تحرک او خودنمايي څرګندونه او د هامبورګ ګډوانوالو ته پیغام رسول و، چې د امریکا لاره او مسیر له هغوی بیل او جلا ده.
په لنډه توګه باید ووایو چې د جي (۲۰) ناستې د خپلې اجنداله مخې هیڅ کوم نړیوال توافق او پریکړه لیک نه درلود، بلکې تر ډیره ځایه د نوموړي سازمان د ۱۹ غړو له لوري په مستقیم او غیر مستقیم ډول د امریکا په مقابل کې محاذ ارایي او هغه حیثیت او مقام ته ګوزار ورکول و، چې په وړاندې کلونو کې به امریکا د ناستې په مهال درلود.
په دې معنی، چې امریکا به څه غوښتل، ۱۹ هیوادونو به ورسره هیڅ ډول مزاحمت نه درلود.
نو ځکه زیاتره کارپوهان وايي چې د هامبورګ غونډه دا وار جي ( ۲۰ ) نه وه، بلکې جي ( صفر) او یا «جي ۱+۱۹» وه، یا په بل عبارت د هامبورګ په ناسته تر ټولو ګرمه موضوع د امریکا ټکول او څنډل و او دغه کار تر سره شو.