د یرغلګرو او کابل رژیم په زندانونو کې…

اشغالګر او کابل اداره له زندانیانو سره د ټولو جنګي قوانینو او بشري حقونو خلاف عمل کوي، دوی په پرله پسې توګه محبوسین شکنجه کړي، د اسیرانو له ټولو منل شوو حقونو یې بې برخې کړي او په کلونو کلونو یې  بې محاکمې په بندخونو کې په ډير ناوړه حالت کې ساتلي دي.

متاسفانه د بشري حقونو ټولنو او سازمانونو د بندیانو په اړه خپل مسؤلیت سم نه دی اداء کړی، ځکه له زندانیانو سره د بد چلند په اړه یې چوپتیا غوره کړې او په ډيرو کمو مواردو کې یې، هغه هم ډير وروسته، غبرګون ښودلی دی.

د هیواد په مختلفو برخو کې یرغلګر او کابل اداره پټ او ښکاره زندانونه لري، په څرګندو زندانونو کې مشهور یې (بګرام، پلچرخي اوکندهار) زندانونه دي. د اشغالګرو او ګوډاګیانو ترلاس لاندې په ټولو زندانونو کې هیڅ ډول قانون او بشري پرینسپونو ته درناوی نشته، د بندیانو  شکنجه کول، رواني ځورونه، ادارې فساد، ناسم غذایي رژیم، چټل چاپیریال، د ډاکټر او درملو نشتوالی د یاد شوو زندانونو ځانګړتیاوې!؟ دي.

په ځانګړې توګه بګرام زندان کې ډير بوږنونکی حالت حاکم دی، بندیانو ته د افغاني کلتور او شريعت خلاف جامې ور اغوستل کیږي، له کورنیو سره په میاشتو میاشتو د بندیانو ملاقاتونه ځنډول کیږي، بې کیفیته او کم خوراک ورکول کیږي، چې له امله یې بندیان په مختلفو ناروغیو اخته شوي، د اړتیا پر مهال د ډاکټر او دواء نه شتون، ورزش او اړین قدم وهلو ته نه پاملرنه، د زندان د ساتونکو له لورې بندیانو ته سپکې سپورې ویل، د عبادت، تلاوت او ارام په وخت کې مزاحمت او شور جوړول او د مطالعې او سالمې بوختیا وخت نه ورکول، بګرام زندان کې حاکم وضعیت  تشریح کوي.

دې وروستیو کې د اسلامي امارت ویندوی ښاغلي ذبیح الله مجاهد صاحب  د اشغالګرو او کابل رژیم له لوري له بندیانو سره ناوړه چلند غندلی او بشري ټولنو ته یې بلنه ورکړې چې د زندانونو او بندیانو وضعیت له نژدې وګوري او په اړه یې خپل مسؤلیت اداء کړي. « اسلامي امارت د اشغالګرو او د هغوی د مزدورانو لخوا له بندیانو سره ناوړه چلند په کلکه غندي او په دې اړوند د نړیوالو حقوقي او بشري ادارو اورسنیو توجه په هیواد کې ټولو زندانونو خصوصا د بګرام بدنام زندان ته را اړوي، ترڅو هغوی د بشري عاطفې له مخې له بندیانو سره د بدچلند په اړه خپل مسئولیت ادا کړي او له خپل موقف څخه په استفاده یا د دغو ظلمونو مخه ونیسي او یا يې په اړه بې پرې او ازاد تحقیق وکړي، پایلې يې اعلان او د رسنیو په واک کې ورکړي».

د یرغلګرو او کابل ادارې په زندانونو کې په لسګونو زره هیوادوال بندیان دي، د بندي هیوادوالو مطلق اکثریت له مجاهدینو سره د اړیکو او خپلوۍ په تور نیول شوي او تر اوږدې مودې پورې په  بدنامو زندانونو کې بې محاکمې ساتل شوي دي.