ټرمپ له ناټو او اروپا څه ترلاسه کړل؟

خبیر احمد مجاهد

د امریکا ولسمشر (ټرمپ) سعودي عربستان او اسرائیلو ته له دورې ورسته اروپا ته لاړ، هلته یې د ناټو د غړو هیوادونو په سرمشریزه ناسته کې چې بروکسل کې جوړه شوې وه، برخه واخیسته.

دغه راز یې د نړۍ (۷) سترو صنعتي هیوادونو د ړومبۍ کچې له مشرانوسره چې له امریکا، جاپان، برتانيې، المان، ایټالیا، کاناډا او فرانسې څخه عبارت دي، هم په ایټالیا کې ولیدل، وروسته د نړۍ کاتولیکانو له رهبر (پاپ فرانسیس) سره د لیدلو لپاره روم ته لاړ.

په دغوناستو او لیدنو کې په نړیوال تجارت، په اقلیمي موضوعاتو، د کډوالو په مسائلو او هم له داعش سره د مقابلې په لارو چارو خبرې او بحثونه وشول.

سرچینې وايي چې د یادو موضوعاتو په اړه ټرمپ له غړو هیوادونو سره هیڅ داسې کوم توافق او پرمختګ ته ونه رسید چې ټرامپ یې د خپل سفر د یوې مهمې لاسته راوړنې په توګه یاد کړي.

فرانسوي ورځپاڼه (انترناسیونال) په یوه مقاله کې د ۷  صنعتي هیوادونو ناسته تر ډیره ځایه بې نتیجې بللې او لیکلي یې دي:

د یادوهیوادونوپه  غونډه کې چې یوه لورته یې امریکااوبل لورته یې ۶ نورهیوادونه وو داختلاف وړ یوه موضوع د پاریس تړون ته د ټرمپ عدم درناوی وو، د امریکا ولسمشر کوشش کاوه چې له نوموړي تړون څخه ځان وباسي

چې همداسې یې وکړل، کله چې ټرمپ له اروپا نه  امریکا ته ستون شو ړومبنی ګام  یې دا وه چې د پاریس له  تړون څخه یې  د امریکا د وتلو اعلان وکړ.

نوموړی تړون چې د ځمکي د ګرمیدو د مخنیوي په باب  په  ۲۰۱۵  کال کې د ۱۹۰ هیوادونو په ګډه ناسته کې سر ته رسیدلی وو، د تړون  په  پریکړه کې  راغلي وو چې د راتلونکو پنځو کلونو په موده کې باید هیوادونه  کوشش وباسي ترڅو د ځمکي تودوخه  له  ۲ درجې سانتیګراده لوړه واوسي، د همدې هدف لپاره باید هیوادونه د خپلو هغو صنعتونو تولید راکم کړي چې  په نتیجه کې  نړۍ ته  زیاته تودوخه  واردوي، د تړون د پنځه کلنۍ مبارزې  مالي لګښت   به  تر ډیره حده د شتمنو هیوادونو چې تولیدات یې زیات دي، په غاړه وي.

د تړون بودیجه  باید دیادو کلونولپاره لږ تر لږه  ۱۰۰  میلیارده  ډالره واوسي، امریکا ژمنه  کړي  چې  د پاریس تړون  نږدې ۴۰  فیصده  لګښت  به  هغه  ورکوي.

خوټرمپ  د پاریس تړون ته  غاړه نه کیښوده، ویل یې چې امریکا به یا لس فیصده لګښت ورکوي او یا به له تړون څخه وځي.

الماني مجلې (اشپیگل) د۷ ستروصنعتي هیوادونوله غونډي ورسته ولیکل : داسې بریښي چې لدې ورسته به دنړئ دستروصنعتي هیوادونوډله (۶ ) بلل کیږي ، ځکه په ورستی ناسته کې دامریکاولسمشرټرامپ یواځي هغوتړونوته ژمن وو چې دهغه په فکر امریکاته پکې زیان اوتاوان نه وي .

ایټالوی ورځپاڼي (لا رپوبلیکا نیز) د۷ هیوادونوناسته  دالمان دصدراعظمي ( مرکل ) له قوله بې نتیجي بللي په ټرامپ توندي نیوکي وکړي چې نوموړی یوه ریاکاره څیره ده اوهیڅ کومه مثبته برنامه نلري .

مرکل داهم ویلي چې لدې ورسته به المان اوملګري هیوادونه یې داسې اقتصادي تګلاري جوړوي چې په هیڅ ډول یې تکیه اوبروسه په امریکا اوبرتانیاباندي نه وي .

ټرامپ او د ناټو سرمشریزه :

مخکې تردې چې ټرمپ په بروکسل کې دناټوپه سرمشریزه کې ګډون وکړي امریکايی مقاماتوخوشبیني ښکاره کړي وه چې انتظارلري دناټوپه ناسته کې به دامریکاپه مشري دداعش ضدایتلاف هراړخیزملاتړوشي اوپه ځانګړي بودیجه به اتفاق راشي

دمنابعوپه قول دبروکسل غونډه هم د۷ صنعتي هیوادونودناستي په څیردامریکادولسمشرلپاره له مایوسیواوناکامیو ډکه وه ؛ ځکه هیڅ داسې توافق اوپریکړه مخي ته رانغله چې د(داعش ضد) په یوه قوي ایتلاف دي هوکړه راغلي وي

دټرمپ غوښتنه داوه چې ناټودې دامریکاپه مشری دداعش په خلاف عملي ، پوځي اواقتصادي ونډه په ډاګه کړي ، خوناټوپه سیاسي اولوژستیکي میدان کې ټرمپ ته ژمنه ورکړه چې ملاتړیې کوي ، خوپه عملي ډګرکې یې ترینه ځان وسپماوو،چې یوپوځي به هم ورنکړي اونه به هم پکې خپلي وسلي وکاروي

ټرمپ دناټوسرمشریزي ته وئیلي چې نوموړي سازمان ۲۸ غړي هیوادونه لري خوپه عمل ۶ هیوادونه په صادقانه ډول دسازمان له ګټواومنافعودفاع کوي پاتې ۲۲ هیوادونه د۶ هیوادونوپه اوږوباراوبوج دي ، دټرمپ مشخصه غوښتنه داوه چې دداعش په وړاندې دې په مساویانه ډول دناټوټول غړي پوځي اواقتصادي سهم په ډاګه کړي .

خودناټودسازمان جواب داوه چې داعش دناټواونړئ لپاره خطردي خوپه عین حال کې فکرکوي چې نوموړي ډله دخطرله کچې زیاته پړسول کیږي اوځیني جهتونه غواړي چې په لوي لاس اروپادداعش په ګواښونومتضرره اوبیم زده کړي ،چې دځینوکاروپوهانوپه اند دناټوله دغې اشاري څخه امریکاهدف ده.

په هرحال د ټرمپ سفر اروپاته له جنجالونواومایوسیوډک وو ، امریکایانوفکرکاوه چې دناټوپه سرمشریزه اوهم د۷ ستروصنعتي هیوادونوپه ناسته کې دټرمپ مخامخ حضوراوشرکت به دومره موثراوتاثیرګوزاره شي چې نوموړی به خپلې ټولي هغه غوښتنې چې له ټاکل کیدوسره سم یې دناټواواروپاپه باب په ډاګه کړي وي یوه یوه عملي اودناستوپه برخوالوومني .

ولې ټرمپ د ناټو په سرمشریزه او د ۷ صنعتي هیوادونوپه ناسته کې په خپل ړومبني حضوراوشرکت نه داچې ناټواودنړئ مهم اقتصادي هیوادونه ځانته رامات اوله ځان سره متحد نکړل ، بلکې هغه ته اروپا او ناټو په خپل صریح او مخامخ پیغام کې دا خبره په غوږ کې وروڅڅوله چې امریکا نور هغه مقام او حیثیت نلري چې د نړۍ رهبري وکړي او هغه څه چې امریکا او ټرمپ یې په هڅه کې دی د ناټو او اروپا لپاره مثبت پیغام او ښه راتلونکې نلري.