فراه کي د عسکرو توپچي بریدونو دوه ولسي وګړي شهیدان کړي او ۸ نور يې سخت ژوبل کړي

د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کي د عسکرو توپچي بریدونو د دوو کورنیو ۲ تنه غړي شهیدان کړي او ۸ نور يې سخت ټپیان کړي دي.

د سیمي اوسیدونکي وايي، تیره شپه ۱۱ نیمي بجې عسکرو د یادې ولسوالۍ ګنج اباد کلی د ډي سي توپونو تر بریدونو لاندې ونیو، چي له امله يې یو ماشوم او یوه میرمن شهیدان شول او ۸ تنه نور شدید ټپيان شول، چي د ځینو ټپيانو د بدن غړي هم غوڅ شوي دي.

دوی وايي، د توپ مرمۍ په دوو کورونو ولګېدلې، چي د مالي زیانونو تر څنګ یې دغه تلفات واړول.

د فراه د ملکي روغتون ډاکټران وايي، دوی ته د پيښي له ځای څخه ۱۰ تنه ټپیان ور وړل شوي، چي یوې میرمنې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې او د پاته ۹ تنو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

په ټپیانو کي ۴ مېرمنې او ۵ تنه نارینه شامل دي، چي د دوو ښځو او یوه سړي لاسونه او پښې غوڅ شوي دي.

دا پېښه په داسي مهال رامنځ ته شوې، چي په اروزګان ولایت کي د هوايي بریدونو له امله د یوې کورنۍ ۵ تنه غړي شهیدان شوي او ۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

احمد ظريف