لوګر: ازره کې ۲ ټانګونه، ۲ رینجر ویجاړ، د قومندان په ګډون  ۱۹ عسکر او اربکیان مړه اوټپیان شول

تیره ورځ  سهار شاوخوا ۱۰ بجې د لوګر ولایت ازرې ولسوالۍ اړوند کټار سړک سیمه کې د ګوډاګي دښمن له قوې سره د اسلامي امارت مجاهدینو سختي نښتي وکړې.

خبروایي جګړې د شپې تر ۱۱ بجو پورې دوام وکړ او په لړکې یې ۲ عرادې ټانګونه د ښخو شویو ماینونو په  مټ او   ۲ عرادې رینجر په مخامخ بریدونو کې  په ټولیزه توګه ویجاړشول.

دغه راز  د اربکي قومندان (هستي ګل) په ګډون  ۱۲ تنه عسکر او اربکیان ووژل شول، ۷ نور سخت ژوبل شول.

په چاودنو کې دښمن ته نوره مرګ ژوبله هم واوښته، مګر دقیق شمیر یې لانه دی روښانه شوی.

د نښتو په جریان کې لله الحمد مجاهدینو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی.

2017/7/17