له بندیانو سره د کابل ادارې ناوړه برخورد

په دې وروستیو کې د هیواد له مختلفو زندانونو، په تیره بیا د بګرام او پلچرخي له زندانونو څخه داسې راپورونه تر لاسه شوی چې د زندان چارواکو مظلومو بندیانو ته روحي او فزیکي تعذیبونه ورکول زیات کړي دي. تکلیفونه ورکوي او د مثبتې مشغولتیا له امکاناتو یې محروم کړي دي. هغوی یې مجبور کړي چې سرې جامې واغوندي، چې په هغو کې لمونځ او اودس کول ورته مشکل دي. د کورنیو د غړیو سره په ملاقاتونو یې بندیز لګولی او یا یې ډیر محدود کړي، له بندیانو سره غیر انساني برخورد کوي او غیر صحي خوراک ورکوي، چې د هغه له امله ډیر بندیان په ډول ډول ناروغیو اخته شوي دي.
د روان میلادي کال د اپریل میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو کمیسون او یوناما یو راپور خپور کړ چې په هغه کې یې د کابل ادارې اړوند چارواکي په تیره بیا په اصطلاح د ملي امنیت توقیف ځایونو مسئولین او کارکوونکي د بندیانو په شکنجو او په زور د اعتراف په اخیستلو تورن کړي و. هغوی ویلي و، چې ۴۹۶ بندیانو څخه چې دوی په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کالونو کې ورسره مرکې کړی وې، اکثرو یې ورته ویلی و چې د مستنطقینو له خوا شکنجه شوي او په داسې کاغذونو لاسلیک ورنه اخیستل شوی او یا یې ګوته پرې لګولې چې دوی نه پوهیدل څه پرې لیکل شوی و. د کابل د ادارې محکمې د همدې جبري اعترافاتو په اساس بندیان محکوموي چې دا پخپله د مظلومو بندیانو د ټولو دوسیو قانونیت او شفافیت له سوال لاندې راولي. باید ټول عدالت خوښي هیوادونه او سازمانونه دغې مهمې بشري مسئلې ته توجه وکړي.
په تیره یوه نیمه لسیزه کې چې د بهرني اشغال تر سیورې لاندې په هیواد کې درواغژنه دیموکراسي واکمنه ده، بیسارې بشري سرغړونې ترسره شوې دي. د خلکو په سر، مال، عزت او مقدساتو یې پرله پسې تیری کړی دی. نه یې افغانیت په پام کې نیولی او نه نړیوال قوانین. یوازې د خپل اقتدار د غزولو او د اشغال د دوام لپاره هرې ناروا ته یې لاس اچولی دی. دا وحشیانه لړۍ همدا شان دوام لري.
د یرغلګرو او د هغوی د لاسپوڅو ظالمانه اعمالو د هغوی شعارونه او د بشري حقوقو دعوې عملأ دروغژنې ثابتې کړې، د افغان مسلمان ولس قهر او غصه یې نوره هم راپارولې او د مجاهدینو د جهادي مقاومت هوډ یې لا کلک کړی دی. لیرې نه ده چې د دوی ظلمونه به د دوی د شرمناکې ماتې سبب شي.
موږ د حجت په توګه د ملګرو ملتونو، د بشر د حقوقو نړیوال سازمان، د عفوی نړیوال سازمان، د نړی په خپلواکۍ او عدالت خوښو هیوادونو او شخصیتونو یو ځل بیا غږ کوو چې په افغانستان کې د مظلومو بندیانو د بشري سرغړونو په خلاف غږ پورته کړي او مخنیوی یې وکړي. په تیره بیا د نړۍ بشري حقوقو سازمانونه د افغانستان د مظلومو بندیانو د غږ په راپورته کولو سره باید ثابته کړي چې بې طرفه او مستقل دي. په یرغلګرو او د هغوی په لاس پوڅو هم غږ کوو چې له افغان مسلمان ولس سره ستاسې ظلم او وحشت به هیڅکله په دې غیرتي ټاټوبي کې تاسې ته کامیابي در په برخه نکړي، بلکې نور به هم منفور او هرومرو نسکور شئ. ان شاءالله.