کندز مرکزکې خان اباد ته غزیدلي لویه لاربنده شوه، ۱ ټانګ ویجاړ،  ۹ عسکر قتل، ګن نور ټپيان شول

د اسلامي امارت مجاهدینو دمنصوري عملیاتود روان بهیر په ترڅ کې نن ماسپښين شاوخوا ۴ بجې د  کندز ولایت مرکز کندز ښار ختیزي دروازې اړوند چرخاب سیمه کې د دښمن په مرکزونو او پوستو پراخ بریدونه پیل کړل.

خبروایي جګړه لاهم روانه ده او په لړکې یې له چرخاب سیمي  څخه  تر چله مزار سیمي  پوري خان اباد ولسوالۍ ته غزیدلي لویه لار په بشپړه توګه فتحه او دمجاهدینو په کنټرو کې شوه.

د نښتي په جریان د  دښمن  ۱ عراده ټانګ په ټولیزه توګه ویجاړ، ۳ تنه اربکیان ووژل شول.

دغه راز د ښار  په بله څنډه اورتبلاقیو سیمه کې نن هم کرۍ ورځ له وحشي دښمن سره جګړه روانه وه.

د معلوماتو په اساس د نښتي په لړکې د ګوډاګي دښمن ۶ تنه کمانډو عسکر ووژل شول، ګڼ نور ټپیان شول.

په یادو جګړو کې د لوی څښتن په فضل سره مجاهدینو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی.

2017/7/17