غزني مرکزکې ټانګ ویجاړ، ۳ پولیس ټپيان شول

د راپورونوله مخي تیرماښام د غزني ولایت مرکز قلعه قاضي سیمه کې په مزدورو پولیسو د  اسلامي امارت مجاهدینو برید او د ښخ شوي ماین په وسیله چاودنه وکړه.

بریداو چاودنه هغه مهال ترسره شول، چې یاد پولیس له سیمي څخه د تیریدو په حال کې وو.

خبروايي په چاودنه کې ۱ عراده ټانګ په ټولیزه توګه ویجاړشو.

دغه راز ۳ تنه پولیس هم ژوبل شول.

همدارنګه نن ماسپښين شاوخوا ۱ بجه د یاد مرکز مربوط خاک غریبانو سیمه کې د مزدوروپولیسو په پوسته مجاهدینو بریدوکړ، چې له امله یې دښمن ته مرګ ژوبله واوښته، خو کره شمیر یې لانه دی روښانه شوی.

2017/7/17