کندهار: شاولیکوټ کې دفتح شویوپوستو او غنیمتونو وروستي جزئیات

بیګاه ماسخوتن دمنصوري عملیاتوپه لړکې  دکندهار ولایت دشاولیکوټ ولسوالۍ اړوند د چینار په سیمه کې دګوډاګي اربکیانوپه پوستو مجاهدینو وسلوال بریدونه ترسره کړل

دبریدونوپه پایله کې دګوډاګیانو ۲ پوستې په ټولیزه توګه فتح  اوپکې میشت ۱۳  تنه ګوډاګي اربکیان ځای پرځای قتل  او ۱۰ تنه یې  ژوندي اسیران شول  اویورینجرموټریې وسوځول شو

همداراز له دښمن څخه ۳ ثقیلان ، یوراکټ ، ۱۴ کلاشنکوفونه ،یونارنجک هاوان،۲۶ دراکټ مرمۍ غنیمت شوي

همدارنګه  دیادي ولسوالۍ اړوند دسره سخر په سیمه کې ددښمن په پوسته اوکومکي قوه وسلوال بریدونه ترسره شول چې په مهال یې ۳ شوبلي اویوکماز موټرویجاړ  او۲کارمولي ټوپکونه غنیمت شوي ؤ

2017/7/17