د کابل په سروبي کي سيلابونو ۱۷ تنه وژلي

د کابل په سروبي ولسوالۍ کي د سختو سيلابونو له امله ۱۷ تنه وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي دي.

سيلابونه تر سختو اورښتونو وروسته د ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کي راوتلي دي.

تیره ورځ اوبو یو سراچه موټر یووړ، چي په ترڅ کي یې د یوې کورنۍ ۷ تنه غړي ووژل شول، د ولسوالۍ په نورو سیمو کي هم سيلابونو ۴ تنه وژلي او ۶ تنه تراوسه بې درکه دي، چي د موندنې لپاره یې ولسي هڅې روانې دي.

سيلابونو د ځاني زیانونو تر څنګ مالي زیانونه هم تر شا پرې ايښي دي، لسګونه څاروي، کورونه، باغونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه سيلابونو له منځه وړې ده.

د سروبي تر څنګ په خاک جبار ولسوالۍ کي هم سيلابونو خلکو ته زیات مالي زیانونه اړولي، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه ویل شوي نه دي.

احمد ظريف