د محقق ساتونکو د واده پر کاروان ډزې کړې، دوه تنه يې وژلي، څلور نور يې ټپیان کړي

د رژیم اړوند اجرائيه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق ساتونکو د واده پر موټريز کاروان ډزې کړې، چي د ناوې په ګډون يې دوه تنه وژلي او څلور نور يې ټپیان کړي دي.

پېښه وړمه شپه د کابل ښار دریمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کي هغه مهال رامنځ ته شوه، چي د محمد محقق د کور مخې ته د واده موټران تېرېدل.

عیني شاهدانو ویلي، خلک د شپې ناوخته د کور پر لوري روان وو، چي د محقق ساتونکو ډزې پرې وکړې، دوه تنه يې ووژل او ۴ نور یې ټپیان کړل.

تر پيښي وروسته ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، چي د یوه تن روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

دا لومړی ځل نه دی، چي د رژيم د چارواکو د ساتونکو له لوري دغه ډول پيښه رامنځ ته کیږي، بلکې تر دې وړاندې هم د چارواکو د ساتونکو له لوري د ولسي وګړو د وژلو راپورونه ورکړل شوي دي.

احمد ظريف