جولای 28, 2017

پاڼه تر کار لاندي ده

خبردار! له بدعته ځان وژغورئ

په دین کي هغه بدعت( په دین کي نوی څيز) مذموم دی، چي له اسلامي اصولو، قرآني آیتونو، صحیحو احاديثو او اجماع سره په ټکر کي وي، چي نبی علیه السلام ورڅخه دځان ژغورني امر کړی دی او دهمدې بدعت ایجاد کونکی یې دوزخي بللی دی، یو په دین کي هغه نوی څیز دی، چي له اسلامي اصولو سره او قرآني آیتونو سره په ټکر کي نه وي، هغه ممذموم بدعت نه بلل کیږي، بلکه حسن بدعت بلل کیږي، چي په اسلام کي ثابت دی.

ام المؤمنين عائشه صدیقه رضی الله عنهاوايي، چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وویل :څوک چي زماپه امر(دين)کي داسي څیزپيداکړي چي په دین کي نه وي ،هغه رد دی .

اما عبدالرحمن ابن جوزي رحمه الله ددې په مطلب کي وايي، په دې بدعت پيداکونکي بیرته خپل بدعت ور رداوپرې اچول کيږي،الله تعالی له داسي بدعت سره بغض لري، له همدې کبله دالله تعالی درضاءپه ځای هغه مردودکړی شو، داحدیث په بل اسناد هم له حضرت عائشې رضی الله عنهاڅخه روایت شوی دی .

ام المؤمنين عائشې رضی الله عنها ویلې، چي نبی علیه السلام وویل: څوک چي داسي کار وکړي، چي ماحکم نه وي پرې کړی، هغه مردود دی .

صحيحينوله عبدالله بن عمررضی الله عنهماڅخه روایت کړی، چي نبی علیه السلام وویل: څوک چي زماله سنت طريقې څخه رغبت وکړي، هغه زماڅخه نه دی،[صحيح بخاری].

عبدالرحمن بن عمروالسلمی اوحجربن حجرالکلاعی له عرباض بن ساريه رضی الله عنه سره ليده کاته وکړل، داعرباض بن ساریه رضی الله عنه له هغه صحابه ووڅخه دی، چي الله تعالی يې په اړوند داسي فرمائلي :

{ وَلاَ عَلَى الَّذِينَ إِذَا مَا أَتَوْكَ لِتَحْمِلَهُمْ قُلْتَ لاَ أَجِدُ مَا أَحْمِلُكُمْ عَلَيْهِ}

ژباړه په هغه محتاجومؤمنانوپه جهادکي دنه تللو څه حرج نشته، چي دسواري په هیله درته راغلل، هغوی ته ووايه، چي زماسره سوارلي نشته، هغوی په داسي حالکي بيرته ستانه شول، چي دسترګوڅخه یې له ډیره غمه اوښکي بهېدلې، هغوی په دې غمجن وو، چي داسي څه ورسره نه وو، چي دالله تعالی په لارکي يې مصرف کړي .[توبه پ ۱۰ آيت ۹۲]

يعني صحابه رضی الله عنهم دالله تعالی په شاهدي رښتوني مسلمانان وو، موږ عرباض رضی ا لله عنه ته سلام ورواچاوو او ورته مووویل : موږ ددې لپاره درته راغلي يو، چي په ديداردي مشرف اوعلمي فيوض درڅخه ترلاسه کړو.

عرباض رضی الله عنه وویل : يوه ورځ چي نبی عليه السلام دسهارلمونځ وکړ، زموږ لوري ته متوجه شو اوداسي بليغ نصيحت یې وکړ، چي دټولواورېدونکوله سترګواوښکي وبهېدلې اوزړونه یې د الهی ويري له کبله په لړزه شول، وروسته له صحابه وو رضی الله عنهم څخه چاوویل: اې دالله رسوله! داسي څرګنديږي چي دا دالوداع (رخصتي ) نصيحت دی، که زموږدساتني اوحفاظت لپاره څه داسي عهدلرې،(وصیت راته وکړه).

نبی عليه السلام وویل: زه وصيت درته کوم، چي دالله تعالی څخه ويره کوئ، امام که څه هم حبشي مريی وي، حکم یې اورئ اوفرمانبرداري يې کوئ، ځکه زماڅخه وروسته چي څوک ژوندي پاته کيږي، هغه به ډير اختلاف اوبې اتفاقي وويني، له همدې کبله درباندي واجب ده، چي زماطریقه اوزماڅخه وروسته دخلفائې راشدینومهديينوطریقه په ځان لازمه کړئ، هغه په لاسو مضبوطه بلکه په غاښونویې کلکه ونيسئ، خبردار !خبردار! له نويو پيداشويوخبروڅخه ځان وژغورئ، ځکه هرنوی څيزبدعت دی اوهربدعت ګمراهي ده ( هره ګمراهي په دوزخ کي ده)

علامه ابن جوزي رحمه الله وايي، خلفائي راشدين په اتفاق سره حضرت ابوبکر، عمر، عثمان اوعلی رضی الله عنهم دي، ځکه په صحيح حديث کي راغلي، چي زماخلافت به زماڅخه وروسته تردېرشو(۳۰)کلونوپوري وي، وروسته به دسلطنت خلافت وي، دې ټاکل شوي مودې ته شپږمياشتي پاته وې چي حضرت اميرالمؤمنين علی کرم الله وجهه په شهادت ورسيدو، وروسته حضرت امام حسن رضی الله عنه شپږمیاشتي دخلافت چاري سمبال کړې اوخلافت نبوي يې پوره کړ، له۴۰ هـ وروسته يې دکال په پيل کي له خلافت څخه دحضرت اميرمعاويه رضی الله عنه په حق کي لاس واخيست، د خلفائې راشدينوسنت هم په نبوی طريقه کي داخل دي، ځکه دادنبوت خلافت وو، يعنی دا کبارصحابه دهغه په ځای له دې کبله خلفاءشول، چي دنبی عليه السلام دين ټولي نړۍ ته ورسوي، اسلامي طریقه، اطاعت اوبغاوت سره بېل کړي اوحضرت ابوبکررضی الله عنه ته به ټولوخلکودرسول الله خليفه ویل .

پوه شه! چي دمعرفت دڅښتنانوپه اند: دمؤمن هرکار دين دی، لیکن دعامو مسلمانانودپوهاوي لپاره علماوو-وویل : څوک چي په دين کي نوې خبره پيداکړي، داسړی بدعتي دی، دهغه لپاره به دقیامت ترورځي پوري ددې بدعت عذاب ليکل کيږي .

له ابن مسعودرضی الله عنه څخه روایت شوی، چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وویل: زه به په حوض کوثرستاسودمنزل اميريم، څه داسي قومونه به راشي، چي ماته له رارسېدلووړاندي به ودرول شي، زه به ووایم، اې ربه! دازماملګري دي .

ماته به وویل شي: درته څرګنده نه ده، چي هغوی ستاڅخه وروسته نوې طريقې پيداکړې، داحدیث په صحيحینوکي دی .

امام ابن الجوزي رحمه الله په دې اړه وايي، چي ددې حدیث په اکثره سندوکي دامضمون دی، چي داکسان به لري ونيول شي، نبی عليه السلام به ووایې: اې ربه! داخلک ترډیره زماملګري پاته شوي.

ورته وبه ویل شي: درته څرګندنه ده، چي هغوی ستاڅخه وروسته ناوړه طريقه غوره کړې وه، داخلک بېرته په شاوګرځېدل اومرتدشول، دامت ټول علماءپه دې متفق دی، چي داهغه قومونه دي چي دنبی عليه السلام له وفات څخه وروسته مرتدشول، ابوبکررضی الله عنه له مهاجرینواوانصاروملګريوسره مشوره وکړه، ټولو صحابه وورضی الله عنهم دهغوی ډیروالی چي ولیددارايه یې ورکړه چي په همدې حالت دي پرېښول شي،ایاموږله هغوی سره څنګه مقابله کولی شو؟

ابوبکررضی الله عنه دهغوی خبره ونه منله اوویې ویل : که څوک راسره ملګري نه شي، زه ورسره يوازي جګړه کوم، تردې چي يابه داقومونه بېرته اسلام ته راګرځي اویابه زه وژل کېږم، چي ترڅو دالله تعالی په وړاندي داعذر راسره یوسم، چي ماستاپه لارکي له جهادڅخه ډډه نه ده کړي، وروسته صحابه رضی الله عنهم دهغه دحکم په منلومجبور شول، الله تعالی دهغه لښکروته داسي فتح اونصرت ورپه برخه کړ، چي په کموورځوکي ټول بېرته اسلام ته رواګرځېدل اوډیرنور یې ووژل شول، هغه مهال صحابه وو رضی الله عنهم دابوبکر خلافت په اسلام دالله تعالی لوی فضل وبالواوډیر شکرونه یې وايستل .

ژباړن، موسی مهاجر

Related posts